په اندونیزیا کې څارنوالانو د محکمې څخه په دغه هیواد کې د کډوالو یو لوی قاچاق کوونکي ته د ۹ کلنو بند او (۳۷۰۰۰) ډالرو نغدي جریمې غوښتنه کړې ده.
ابرهم لوناپسي چې د کپتان برام په نوم هم یادیږي په ۲۰۱۵م کال کې د استرالیا د سمندري ځواکونو لخوا د دغه هیواد په سمندري قلمرو کې هغه مهال ونیول شو چې غوښتل یې ۶۵ غیرقانوني کډوال په کښتۍ کې نیوزیلنډ ته انتقال کړي.
استرالیا یاد شوې کس بیا د توقیف او پلټنو لپاره اندونیزیایي چارواکو ته وسپارلو.
د نوموړي محکمه د مارچ په دویمه نیټه د اندونیزیا د روټي په ټاپو کې دایره شوې وه.
څارنوال الکسندر سیلي په دغه محکمې کې داسې وویل، "ښاغلې لوناپسي د کلنو راهیسې په اندونیزیا کې د کډوالو د قاچاق یو لوی غیرقانوني تجارت لري. نوموړی اوس هیڅ کومه بهانه یا عذر د خپلو کړنو د دفاع لپاره نلري، نو باید د خپلو غیرقانوني عمالو مسولیت قبول کړي او د قانون سره سم یې جزا ترلاسه کړي."
د راپورونو په اساس د ابرهم لوناپسي دفاعیه به راتلونکې اوونۍ د نوموړي د وکیل لخوا پیل شي، چې تر هغه وروسته به محکمه خپله آخیري پریکړه هم اعلان کړي.
07.03.2017
- استاد محمدنور(عثماني)
د ارواپوهني له کتابونو څخه(۵۰) ټکې
لیکوال: استاد محمدنور(عثماني)
ګرانو لوستونکو! دا راټولنه او ترتیب مې د مخور او نوموتي ادیب علامه پوهاند اکادیمسیسن عبدالشکور رشاد بابا د ۱۲ تلینې څېړنغوندې په یاد کې کړی ده. 1. تل د زده کولو په حال کې واوسه. 2. په هغه څه چې ته پوهیږي، نورو ته یې ورزده کړه. 3. په کال کې حد اقل د یو ځل لپاره د لمر راختلو منظره وکړه. 4. پو سه! چې څه وخت باید پټه خوله سي. 5. د نورو د زوکړي ورځ په یاد لره. 6. د سبا لپاره پلان جو...
07.03.2017
- آرین صافی
د استرالیا د سمندري توقیف خونو څخه چې د پاپوا نیو ګینیا او نایرو هیوادونو کې موقعیت لري په لسګونو کډوالو چې پناه غوښتنې یې لږترلږه دوه ځلې رد شوي د پیسو په بدل کې خپلو هیوادونو ته د بیرته ستنیدو پریکړه کړې.
په دې روستیو کې د استرالیا حکومت د کډوالو پالیسي د سختو کورنیو او نړیوالو نیوکو او فشارونو سره مخ ده، نو له همدې امله دغه هیواد هڅې پیل کړي تر څو له دغو سمندري توقیف خونو کډوال وباسي او ژرترژره یې بندې کړي.
د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړې چې د یوې میاشتې راهیسې د مهاجرت چار...