د کونړ ازاده سينده! مست خراب يې
ناپاياب لکه زما د زړه درياب يې
نه دمه کړې، نه درېږې، نه ارام کړې
نه دې شاته، نه دې خوا ته نظر پام کړې
هى بهېږې شور ماشور کړې تر ابده
ماوار د دې دنيا له ښه او بده
هى روان يې درومې درومې تل تر تله
ابدي سندرې وايې خوږه خپله
ې زما د زړه دريابه ناارامه!
د ابد په لوري درومې بې انجامه
... هى روان يې ته څپې... څپې داستان يې
هم دنن،هم د پرون د هر زمان يې
بهاو الدين مجروح
26.05.2010
- منیب الله فضلي
راليږونکی : عصمت الله عزام دانسان زړه څنګه نرميږي؟مخکي مودانسان په بدن کي دزړه درول اواهميت په اړه خبري کړې وي چي دانسان دبدن برخليک دزړه سره تړلی دی .داموهم ويلي ووچي دانسان دزړه مختلف حالات اومرضونه دي .غواړم چي دزړه مرضونه په ګوته کړم ترڅوموږټول ورته متوجه شو.دزړه ډېرمرضونه دي يوپکي سختوالی دی،داهم دزړه يوډېربدمرض دی،دچازړه چي سخت شي پرهغه بياددين خبره اثرنه کوي،حق ته غوږ نه نيسي اودالله تعالی عبادت خوندنه ورکوي،ددې مرض څوعلاجونه دي چي دهغوپه اختيارولوسر...
28.05.2010
- منیب الله فضلي
داسلام دلاري اتل
شهيد شيخ جميل الرحمن او دهغه ژوند ته لنډه كتنه
شیخ مولوی جمیل الرحمن
اصلي نوم يي مولوی حسین اخونزاده وروستې نوم مولوي جمیل الرحمن چې په کال ۱۹۳۹ کې د کونړ ولایت د پیج دری ولسوالئ ننګلام کلي کي سترګي دنیا ته وغړولی . نوموړي په قام ساپی وو چې زده کړې يي د پنجپیر په مدرسه کې چې د سلفی علومو انسټیټوټ وو او د سعودي عربستان لخوا يي مالي لګښت ورکول کیده ....