داسلام دلاري اتل

شهيد شيخ جميل الرحمن او دهغه ژوند ته لنډه كتنه

شیخ مولوی جمیل الرحمن 

اصلي نوم يي مولوی حسین اخونزاده وروستې نوم مولوي جمیل الرحمن چې په کال ۱۹۳۹ کې د کونړ ولایت د پیج دری ولسوالئ ننګلام کلي کي سترګي دنیا ته وغړولی . نوموړي په قام ساپی وو  چې زده کړې يي د پنجپیر په مدرسه کې چې د سلفی علومو انسټیټوټ وو او د سعودي عربستان لخوا يي مالي لګښت ورکول  کیده .

په ۱۹۷۰ کلونو کې  د اسلامي ځوانانو حرکت سره یوځايي شو چې  ګلبدین حکمتیار يي مشري کوله  او ۱۹۷۸ یم کال کې د حکمتیار لخوا حزب اسلامي جوړشو غړيتوب يي واخیست چې د پاکستان لخوا نه به د کونړ ولایت کې په خلقي رجیم حملې تر سره کولې

په ۱۹۷۹ کال کې نوموړي په کونړ ولایت کې د حزب اسلامي مشر وټاکل شو  او  په اسمار حمله کولو کې خاص رول ولوبو  چې وروسته په ۱۹۸۵ کال کې يي خپل ګونډ جوړ کړه او په جماعت الدعوت القران و الحدیٍث باندي یی ونوموو. چې د کويت دولت او سعودي عربستان لخوا يي مالي تمویل کیده چې یو شمیر عربی رضاکارانو او په خاص ډول مصریانو هم ورسره پدي حرکت کي برخه واخسته .

په ۱۹۸۸ کال کې د روسې سور لښکر دماتې وروسته کونړ په مکمل ډول د مجاهدینو تر کنټرول لاندی راغلی چې وروسته له ډیرو کوښښونو په ۱۹۹۱ یم کال کې مولوی جمیل الرحمن په کونړ کې د اسلامي امارت اعلان وکړ او د ولایت په کچه يې خپل وزیران لکه د کورنیو چارو وزیر ، دماليي او پوهنې وزیر ، د دفاع وزير ، د عدليي او مالوماتو وزیر ، د بهرنیو چارو وزیر وټاکل . نوموړي کوښښونه پیل کړل ترڅو هغه افغاني رواجونه چي د اسلام سره په ټکر کي له منځه یوسي .د شرعي قانون سره سم شيخ جميل د ولايت د امنيت چاري سمبالي كړي بي ځايه پاټكونه ئي له مينځه يوړل شرعي حدود ئي عملي او نافذ كړل قاتلين ئي قصاص او زنا كوونكو ئي حدود نافذ كړل. په مخدره موادو ئي د شريعت سره سم بنديز ولگوه ان تردي چي نشه ئي توكي لكه نصوار سـگريټ ئي هم بند كړل او دغه توكي په بازار كي وسوځول  او خلكو د اسلامي امارت په سيوري كي د سكون او ارام ساه واخسته خودا چي حق به تل د باطل سره په ابدي مبارزه اخته وي نوله همدي امله د باطل تيارو حق وژلو ته راودانګل، كفري نړي نه غوښتل چي د مسلمانانو په لاس دي يو اسلامي امارت جوړ او مسلمانان دي د خپل جهاد ثمره وگوري، غربي اژانسونو أول أول خپروني شروع كړي ددي لپاره چي د افغانستان نور وګړي د امارت په ضد راوپاروي نو يوه ورځ د بي بي سي غږراديو په خپلو خپرونو كي وويل كه چيري په كنړ كي د امارت اسلامي اداره پايښت ومومي نو په لنډ وخت كي به ټول تنظيمونه محوه اوله مينځه يوسي نو خودخواه او د اسلامي امارت دشمنانو د امارت ړنګولو پسي ملا وتړله د قدرت ليونيانو سره لاسونه يو كړل او د باطل په تبرئي اسلامي امارت دړي وړي كړ او دكنړ امتياز او هسكه شمله ئي د خاورو سره خاوري كړه نو ويلاي شو چي شيخ جميل الرحمن لمړي هغه څوك وْ چي په ټول افغانستان كي لمړي وسلوال جهاد پيل او لمړي سړي وْ چي د كنړ ولايت ئي فتح كړ اولمړي سړي وْ چي د عباسيانو د خلافت د ړنګيونه ئي وروسته اسلامي امارت جوړ كړ.

 

ددی وروسته د حزب اسلامي او دده د ګوند په مینځ کې سختي جګړې پیل شوی چې د اپریل په ۲۰ مه نیټه ۱۹۹۱ کال کې د اسعداباد ښار کې زوروره چاودنه وشوه چې د سلفیانو زیات ملګري پدی مړه کړی شول او دعوه يي په حکمتیار باندی وشوه .

 

شيخ جميل الرحمن د عمر ترا اخيري لحظي پوري د جهاد او مجاهدينو په خدمت كي مصروف وْ كله چي د غليم لخوا په اسلامي امارت تاړاكونه كيدل نو په دغه شپو ورځو كي شيخ جميل الرحمن (رحمه الله ) باجوړ ته راغلي وْ او داداسي وخت وْ چي د كنړ امنيتي حالت ګړډوډ اوكشمكشونه زيات وْ او په باجوړكي چي د مجاهدينو مركز وْ گڼه گوڼه زياته وه برسيره په دي د باندني هيوادونو ځني پلاوي او ميلمانه هم دغه وخت كي د ځني مسائلو په اړه د شيخ څنګ ته راتلل، قاتل چي كيداي شي د باطل پرستو لخوا گمارل شوي وْ دوخت نه په استفادي سره په مزورانه توگه د يوي مخصوصي توپانچي سره د مجاهدينو مركزته ننوت او د خپل ناوړه پلان د عملي كولو په خاطر ئي ځان د شيخ مجلس ته ورسوه او د موقع په انتظار دده څنګ اوڅنګ ته كيده، د جمعي مباركه ورځ وه يو خوا د لمانځه د ادا كولو وخت راورسيده اوبل خوا د اجل نيټه رانژدي شوه شيخ جميل الرحمن او ملگرو ئي د لمانځه د اداكولو لپاره ځانونه چمتو كړي وْ شيخ جميل الرحمن هم د لمانځه لپاره اودس تازه كړ او د يو ميلمه سره دځينو مسائلو په اړه د خبرو په عرض په يوه چوكى کيناست قاتل چي يو مصري عرب وْ او عبد الله رومي نوميده همدغه وخت د خپل پلان د عملي كولو لپاره مساعد وليد اوځان ئي په يو چل او فريب سره د شيخ مخي ته ورسولو او ناڅاپه ئي ورباندي گولي وچلولي، د افغانستان د جهاد دغه نوميالي سالار يواځي د الله اكبر نعره ووهله او ددغه نعري په ويلو سره ئي د عنصري سفلي قفس څخه روح اعلي علين ته پرواز وكړ (( إنا لله وإنا إليه راجعون)) نوموړي د نړيوال سازش په نتيجه كي د 1991 م كال د اگست په 30 نيټه د 12 بجو شاوخوا د 62 كالو په عمر ددي فاني دنيا څخه د عقبي په لور رحلت وكړ دغه روښانه شغله د تل لپاره مړه شوه، كړنګيدونكي اوچت اوازچپ شو، كه قاتل د شيخ په پاكو وينو خپل كثيف لاسونه سره كړل او ځان ئي د جهنم هميشه مستحق وگرځوه خو د شيخ د مرگ څخه ئي څه شيبه وروسته د خپل ناوړه عمل سزا هم وليده چې د شیخ جمیل الرحمن د کسانو لخوا بدون دموضوع د څیړنې په ډزو ووژل شو ، كله چي د شيخ د شهادت خبر خپور شو نو دشيخ خوا خوږو سپين ږيرو او ځوانانو نر او ښځو د غم او خواشيني نه حيران پاتي شول خلكو دده د مركز په لور مخه كړه چي په ډير ښه وخت كي د باجوړ د مسجد تر څنګ لوي ډګر د شيخ د غم ځپلو څخه ډك شو او شيخ سميع الله "نجيبي" چي د شيخ  جميل الرحمن په ځاي د جماعت امير مقرر شوي وْ د شيخ د جنازي لمونځ اداكړ او نوموړي د مسجد تر څنگ خاوروته وسپارل شو .

 انا لله او انا الیه راجعون ، روح دې ښاد او یاد دی تل وي