مست ښايست

داڅه سپېره غربت مې زندګۍ ته رالويدلى

خفه .خفه خزان وخت مې ځولۍ ته رالوېدلى

نه زړه مې په کرار شو نه اوښکې مې شوې وچې

بس دا دغم مهارچې مې مرۍ ته رالوېدلى

ګونګى شومه سرسام شومه له ځان سره بوږنېږم

داڅه بلاجنون مې ککرۍ ته رالوېدلى

خوږو خوږو ليمونه يې د اوربڅري اوري

واه! څومره مست ښايست مي ښاپيرۍ ته رالويدلى

تانده! نور د ژوند د اوږ دېدو دعا ونه کړې

مرګي غواړه مرګى خواوس ځوانۍ ته رالوېدلى

شفيع الله تاند کونړ