زما دزړه په کور راخوارجانانه مړ مې نکړې

د ورک ديدن شېبه شېبه بارانه مړمې نکړې

خير که مې وژني دابدرنګه او بې مينى دنيا

خو ته راګوره ښايسته اسمانه مړمې نکړې

دغلامۍ دځنځير هره کړې وژني سړى

خودضمير دغلامۍ زندانه مړمې نکړې

ستا دغزلو دآسونوتر پښو لاندې يمه

لږ راته وګوره دښکلا >کاروانه<مړمې نکړې

نن يې ويل (تانده) په سره غرمودې وسېزلم

زما دزړه دبې وسۍ ارمانه مړ مې نکړې

شفيع الله تاند

http://bloguna.tolafghan.com/assets/documents/120/526/imagesf.jpg