له امریکا سره د خبرو لپاره طالب مرکچیان څوک دي؟

تر دې یوه میاشت وړاندې په اکتوبر میاشت کې هم طالب او امریکايي پلاوو کتلي وو.

امریکایانو له طالبانو سره د خبرو لپاره د زلمي خلیلزاد په مشرۍ یو پلاوی ګومارلی، چې په ترکیب کې يې د هغه هیواد د ملکي حکومت، نظامي او استخباراتي ارګانونو غړي شامل دي.

خو دا چې د طالبانو مرکچي پلاوی څوک دی، نن ټکی اسیا یې په اړه معلومات راغونډ کړي او د هر یوه د لنډې پیژندنې په شکل یې وړاندې کوي.

د طالبانو په اداري تشکیلاتو کې (سیاسي دفتر) د مذاکراتو، خبرواترو، سولې او بهرنيو هیوادونو سره د اړیکو لپاره مسئول جهت ټاکل شوی. که څه هم د سیاسي دفتر ګڼ اعضاء او منسوبین لري، خو په اداري لحاظ (۸) کسان د مذاکراتو په میز له امریکایانو سره د مخامخ ناستې لپاره ګومارل شوي چې د «مذاکراتي ټیم» په نامه هم یادیږي.

د طالبانو د مذاکراتي ټیم د غړو لنډه پیژندنه په لاندې ډول ده:

۱.شیر محمد عباس ستانکزی:

شیرمحمد عباس ستانکزی د مرحوم حاجي پادشاه خان زوی، په ۱۳۳۸ هـ ش کال د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په عباس کلي کې زیږېدلی دی.

ابتدايي زده کړې يې د خپل کلي په جومات او د کابل په عمراخان ښوونځي کې ترسره کړي او د کابل حربي ښوونځي څخه فارغ شوی دی.

د سردار محمد داود خان لخوا د نورو افغان محصلینو سره یوځای د لوړو نظامي زده کړو لپاره هندوستان ته ولیږل شو او په ۱۳۶۰هـ ش کال د تعلیم له بشپړولو ورسته د شوروي اشغال پرخلاف د جهاد لیکو ته وروګرځید.

په جمعیت اسلامي او اتحاد اسلامي ګوندونو کې يې د نظامي استاذ په توګه دندې ترسره کړي، او په ۱۳۶۴هـ ش کال د اتحاد اسلامي د جنوب لویدیځې حوزې نظامي آمر و. نوموړي د قلات په عملیاتو، د کندهار هوايي ډګر په عملیاتو، د لښکرګاه په عملیاتو او نورو لویو عملیاتو کې برخه اخیستې او له هماغه وخته یې د ملابورجان، ملا مشر، ملا محمد رباني او نورو پخوانیو طالب مشرانو سره پیژندګلوي درلوده.

په ۱۳۶۹هـ ش کال د حرکت انقلاب اسلامي ګوند د عمومي نظامي مسئول په توګه وټاکل شو او د نجیب د حکومت تر سقوطه په همدې دنده پاتې شو.

د تنظیمي جګړو پر مهال په کور کښیناست، کله چې د طالبانو تحریک راپورته شو ورسره یوځای شو. د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لومړی د کندهار ولایت د خارجه ارتباط مرستیال و، بیا په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د معین او بیا د عامې روغتیا وزارت د معین په توګه دندې ترسره کړي.

په افغانستان کې د امریکایانو د نظامي یرغل او د طالبانو د واکمنۍ تر نسکوریدو وروسته یې یو ځل بیا په نظامي او سیاسي مبارزه لاس پورې کړ، په لومړي سر کې د طالبانو د سیاسي کمیسون غړی و، بیا یې مرستیال او له ۲۰۱۴م کال راهیسې د سیاسي دفتر رئیس دی.

شیر محمد عباس ستانکزی د طالبانو د سیاسي دفتر د مذاکراتي ټیم د مشرۍ دنده هم په غاړه لري.

۲.مولوي عبدالسلام حنفي:

مولوي عبد السلام حنفي د علی مردان زوی په ۱۳۴۸ هـ ش کال کې د فاریاب ولایت د درزاب ولسوالۍ په ګردن کلي کې زیږیدلی دی.

لومړنۍ زده کړې یې د شیربیګ په ښوونځي او د خپل کلي په مدرسه کې او همداراز د سیمې له علماوو نه کړې دي. بیا یې د ګاونډي هېواد پاکستان د پېښور او کراچۍ په مختلفو مدرسو کې درسونه ویلي او همدارنګه یې تدریس هم کړی دی. په ۱۴۱۴هـ ق کال د دارالعلوم کراچي څخه فارغ شو او بیا یې د بهاولپور د طاهروالي په مدرسه کې د یو کال لپاره تخصص کړی.

کله چې د طالبانو تحریک را وټوکید، مولوي عبدالسلام حنفي له خپلو طالبانو سره یوځای شو. لومړی یې د فراه ولایت د تعلیم او تربیې د رئیس په توګه دنده ترسره کړه، بیا کله چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد د معارف وزارت سرپرست او بیا د همدې وزارت تدریسي معین وټاکل شو. همداراز په کابل پوهنتون کې د اسلامي ثقافت مضمون د استاذ په توګه هم پاتې شوی.

په افغانستان د امریکا نظامي یرغل او د طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته د جوزجان ولایت لپاره د طالبانو نظامي مسئول و، بیا د طالبانو د سیاسي کمیسون غړی شو او اوسمهال د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال دی. نوموړی د طالبانو د رهبري شوری په غړیتوب سربېره د مذاکراتي ټیم غړی هم دی.

۳.مولوي شهاب الدین دلاور:

مولوي شهاب الدین دلاور، د مرحوم مولوي سید اکبر دلاور زوی په ۱۳۴۱هـ ش کال د لوګر ولایت په مرکز کې زیږیدلی دی.

دیني زده کړې يې له خپل پلار او د لوګر ولایت په مختلفو مدرسو کې ترسره کړي. د کمونیستي کودتا نه وروسته له خپلې کورنۍ سره پیښور ته مهاجر شو. په ۱۳۶۲هـ ش کال د اکوړي خټک له دارالعلوم حقانیه څخه فارغ او د پیښور په مختلفو دیني مدارسو کې یې تدریس کړی.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په پیښور کې جنرال قونصل و، بیا په اسلام اباد او ورپسې په سعودي عربستان کې سفیر پاتې شوی. دغه راز یې د سترې محکمې د قضايي مرستیال او د کندهار ولایت د تمیز ریاست دندې هم ترسره کړي.

په افغانستان د امریکا د نظامي برید او د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګیدو وروسته د سیاسي کمیسون غړی وټاکل شو. نوموړی د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړیتوب هم لري.

۴.قاري دین محمد حنیف:

قاري دین محمد حنیف حنیف د مرحوم قاري محمد نذیر زوی، په ۱۳۴۲هـ ش کال د بدخشان ولایت د یفتل سفلی ولسوالۍ په ارزنچي کلي کې زیږیدلی.

ابتدائي دیني زده کړې يې له خپل پلار څخه کړي او په ۱۲ کلنۍ کې يې د قرآن کریم حفظ تکمیل کړی.

د کمونستي نظام تر راتګ وروسته یې له هیواده هجرت وکړ او د پیښور په مختلفو مدارسو کې يې د دیني زده کړو لړۍ وِغځوله او په عین حال کې يې د شوروي اشغال پر خلاف په عملي جهاد کې هم ونډه اخیسته.

د طالبانو تحریک سره له لومړیو ورځو ملګری شو. د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو درې کلونو کې د پلان وزیر و او بیا د عالي تحصیلاتو د وزیر په توګه وټاکل شو.

په افغانستان د امریکايي یرغل نه وروسته یې د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د نظامي مسئول په توګه دنده ترسره کوله. بیا د سیاسي کمیسون، چې اوس په سیاسي دفتر بدل شوی، غړی وټاکل شو. نوموړی په مذاکراتي ټیم سربېره د طالبانو د رهبري شوری غړی هم دی.

۵.محمد سهیل شاهین:

محمد سهیل شاهین د حاجي غلام محمد احمدزي زوی، په ۱۳۳۱هـ ش کال د پکتیا ولایت په احمداباد ولسوالۍ کې زیږیدلی دی.

د کابل پوهنتون، له انګلیسی ډیپارټمنټ څخه یې لیسانس تر لاسه کړی، په اداره او تجارت او همدا راز په ژورنالیزم کې ډيپلومه لري.

د پخواني جهاد پرمهال د فرهنګي مبارزې د ډګر فعال پاتې شوی او په ګڼو مجلو کې يې لیکنې خپرې شوي. نوموړی په پښتو سربېره په انګلیسي ژبه هم لیکنې کوي.

د مولوي نصرالله منصور د حرکت اسلامي تنظیم اړوند مجلې (خدام الفرقان) او اخبار (Voice of Mujahid) مدیر او همدا راز د مجاهدینو د اوه ګوني اتحاد لخوا د خپریدونکې مجلې (Jihad Raise) مدیر پاتې شوی. نوموړي د مولوي نصرالله منصور د حرکت اسلامي تنظیم د سیاسي کمیټې د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د (Kabul times) ورځپاڼې رئیس و. بیا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان د نمایندګۍ مرستیال و. وروسته په اسلام اباد کې د افغان سفارت د مرستیال په توګه وګومارل شو.

د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګیدو وروسته یې په فرهنګي برخه کې په فعالیت لاس پورې کړ او د طالبانو د الاماره ویبپاڼې د انګلیسي برخې مدیر پاتې شوی.

نوموړی فعلا د طالبانو د سیاسي دفتر غړی دی او د مذاکراتي ټیم غړیتوب هم لري.

۶.محمد زاهد احمدزی:

محمد زاهد احمدزی د الحاج میرافغان زوی دی، په ۱۳۵۲هـ ش کال د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ په دوبندۍ کلي کې زیږیدلی دی.

دیني زده کړې يې د پيښور په دارالنجات مدرسه کې کړي. د شوروي اشغال په وړاندې یې د حرکت انقلاب اسلامي تنظیم په لیکو کې جهاد کړی.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په اسلام اباد کې د سفارت ډیپلومات و او د واکمنۍ تر سقوط وروسته د طالبانو د رهبري شوری او سیاسي دفتر غړی شو. نوموړی د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړی هم دی.

۷.ملا محمد فاضل اخوند:

ملا محمد فاضل په ۱۳۴۵هـ ش د روزګان ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې زیږیدلی.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ملي دفاع وزارت معین او لوی درستیز و.

په افغانستان د امریکايي یرغل په لومړیو ورځو کې د عبدالرشید دوستم لخوا په دوکه ونیول شو او بیا امریکایانو ته وسپارل شو. نوموړی په ۱۱/ ۱/ ۲۰۰۲م تاریخ د کیوبا ګوانتنامو زندان ته ولیږدول شو.

په ۳۱/ ۵/ ۲۰۱۴م تاریخ د یو امریکايي بندي (بوبرګډال) سره د تبادلې په نتیجه کې د څلورو نورو طالب مشرانو سره یوځای ازاد او قطر ته انتقال شو.

د روانې میاشت په سر کې د طالبانو د سیاسي دفتر عضو وګرځید او په عین حال کې له امریکایانو سره د مذاکراتي ټیم غړی هم دی.

۸.ملا خیرالله خیرخوا:

ملا خیرالله خیرخوا د مرحوم سید ولي زوی په ۱۹۶۷م کال په کندهار ولایت کې زیږیدلی.

دیني زده کړې يې د اکوړه خټک په دارالعلوم حقانیه مدرسه کې کړي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې د هرات والي او د کورنیو چارو وزیر او د طالبانو د ویاند په توګه دندې ترسره کړي.

نوموړی په ۲۰۰۲م کال په پاکستان کې ونیول شو او بیا امریکایانو ته تر سپارلو وروسته په ۱/ ۵/ ۲۰۰۲م تاریخ د کیوبا ګوانتنامو زندان ته ولیږدول شو.

په ۳۱/ ۵/ ۲۰۱۴م تاریخ د یو امریکايي بندي (بوبرګډال) سره د تبادلې په نتیجه کې د څلورو نورو طالب مشرانو سره یوځای ازاد او قطر ته انتقال شو.

د روانې میاشت په سر کې د طالبانو د سیاسي دفتر عضو وګرځید او په عین حال کې له امریکایانو سره د مذاکراتي ټیم غړی هم دی.