جنرال ډنفورډ: طالبان ماتېدونکي نه دي
د امريکا د لويو درستيزانو د کمېټې مشر قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ ويلي، چې طالبان په روانه جګړه کې ماتېدونکي نه دي او د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره بايد جدي هلې ځلې وشي.
د امريکا د لويو درستيزانو د کمېټې مشر قوماندان جنرال جوزف ډنفورډ ويلي، چې طالبان په روانه جګړه کې ماتېدونکي نه دي او د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره بايد جدي هلې ځلې وشي.جنرال ډنفورډ د کاناډا په هالفکس امنيتي غونډه کې وويل: «دا به ډېره ناانصافي وي، چې ووايو طالبان مات شوي او يا هم ماتېدونکي دي.»