خلیلزاد: هيله ده، له ولسمشريزو ټاکنو وړاندې سولې ته ورسيږو

زلمي خليلزاد په کابل کې رسنيو ته وويل: زه هيله‌ من یم، چې د ۲۰۱۹ کال اپريل مياشت کې له ولسمشريزو ټاکنو وړاندې د سولې تړون ته ورسيږو.

دغه افغاني الأصله امريکايي ديپلومات خوشبينه دی، چې له طالبانو سره به د سولې خبرې په لنډ وخت کې بريا ته ورسيږي.

د ټرمپ ادارې د افغانستان اوولس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره زلمي خلیلزاد ته دنده ورکړې، چې د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

ښاغلي خلیلزاد له تېرې يوې مياشتې راهيسې دوه ځله په قطر کې د طالبانو د سياسي کميسيون له استازو سره کتلي دي.

د طالبانو له لوري په دغه ناسته کې دوو لوړپوړو پوځي مشرانو، چې په ۲۰۱۴ کال د ګوانتانامو له زندانه راخوشې شوي هم ګډون کړی و.

طالبانو او همدارنګه د امریکا د بهرنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه رسنيو په رسمي توګه څه نه دي وي، خو رویټرز خبري اژانس او نورو رسنيو د طالبانو د سرچينو له خولې ليکلي، چې په راتلونکې ناستې کې به د خلیلزاد په مشرۍ امريکايي ديپلوماتانو ته د سولې په اړه نوي وړانديزونه ولري.

رویټرز خبري اژانس ليکلي، طالبان په دې باور دي، چې امريکا او ناټو ته يې ماتې ورکړې او له همدې امله يې له زلمي خلیلزاد څخه غوښتي، چې امریکا باید له افغانستانه خپل پوځيان وباسي او د طالبانو بنديان له زندانه خوشې کړي.

امريکا او طالبانو د راتلونکې ناستې لپاره تاريخ نه دی ټاکلی، خو خليلزاد  ويلي، چې کېدای شي، طالبان د راتلونکو خبرو لپاره د مرکچيانو  ټيم کې نوی بدلون هم راولي او هيله يې ښکاره کړې، چې په لنډ وخت به دغه خبرې بریا ته ورسيږي.

امریکايي رسنۍ وايي، د ټرمپ ادارې زلمي خلیلزاد ته شپږ مياشتې وخت ټاکلی، تر څو د افغانستان جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي  او امریکايي چارواکو ته د روان بحران د پای ته رسولو زیری ورکړي.