په افغانستان کې د فيلانو له مږيانو سره جګړه ده

امين وردګ

په افغانستان کې روانه جګړه د مږيانو او فيلانو جګړې ته ورته ده.

که څه هم چې ظاهراً د فيل زور د مږيانو له ټول لښکر څخه هم ډېر وي ؛ مګر مږيان بيا د فيل په پښو باندې لاره جوړوي او سيده د فيل د پاسه ورخيژي ، پدې ملا کې ورته ټپ جوړوي او بيا نو د همغه ټپ له لارې د فيل زړه او مغزو ته ننوزي.

که ووايم چې د نږدې ټولې غربي نړۍ (په شمول د شپږو پخوانيو جهادي تنظيمونو او غرب ته کږو افغانانو) يوازې له محدودو اسلامپالو افغانانو سره جګړه ده ؛ نو دا يو حقيقت دى ؟

د تاريخ په اوږدو کې به کله هم داسې (ناځوانه او نامرده) جګړه نه وي پېښه شوې ؛ چې د جګړې يو لورى په داسې وسلو سمبال وي ؛ چې که يو چا ته يې تعريف وشي او هغه دا حال نه وي ليدلى ؛ نو کېداى شي چې تش تبليغ يې وګڼي ؛ همدارنګه که د دغه بل لوري ظاهري ضعف ورته وښودل شي ؛ نو هم به يې تش تبليغ وبولي .

پخوانيو خلکو به چې کله له خپلو حريفيانو سره جګړې کولې ؛ نو هغه خپل حيثيت به يې هېڅکله هم له لاسه نه ورکولو .

د بېلګې په توګه :

1- کله به چې دوه حريفان سره مخ کېدل ؛ نو د دوى سن ، ځواک او وسله به سره برابر وو.

2- کله به يې چې له مقابل لوري اسيران ونيول ؛ نو له هغوى سره به يې زياتى نه کولو ؛ بلکې د هر اسير حيثيت ، موقف او نظامي ارزښت به په پام کې نيول کېدلو !

3- آس والا سړي به له پلي سره مقابله نه کوله او داسې مقابله به ننګ او عار بلل کېدله.

4- په ښځو او ماشومانو به تېرى نه کېدلو ؛ په سپين ږيري به تر هغه وخته چا ګذار نه کولو ؛ تر څو به چې سپين ږيري وسله نه وه پورته کړې ؛ که به چا داسې و هم کړل ؛ نو هغه کس به ((نامرد)) پېژندل کېدلو.

مګر اوسنۍ جګړه سراسر په ناځوانه او نامرده توګه وړاندې ځي.

دا داسې وحشي جګړه ده ؛ چې هېڅ ډول انساني ارزښت نه پکې رعايت کيږي ؛ هېڅ ډول ځوانمردي نشته پکې.

تاسو قضاوت وکړئ ! او دا قضاوت د خپل ايمان او وجدان له مخې غواړو ؟

يو لورى چې په سر کې يې ((آمريکا)) ده ؛ د نړۍ په سطحه پرمختللې وسلې او وسيلې لري.

بل لورى چې په سر کې يې ((اسلامي امارت)) دى ؛ يوازې پخوانۍ خفيفه وسلې لري ؛ ښورې ، بورې او يا هغه معمولي وسلې کاروي ؛ چې له دوى نه يې په وچ زور سره نيولې وي .

غربيان او ملګري يې پرته له هوايي ځواک څخه يو قدم هم مخته نه ځي ؛ مګر له مقابل لوري سره يې (پراشوټ) قدر هم نشته.
له غربيانو سره هر ډول دافع هوا موجود ده ، عصري رادار سستم ټول له دوى سره دى ؛ مګر اسلامي امارت يو داسې توغندى هم نه لري : چې د هغوى کومه الوتکه پرې راوغورځولاى شي ؛ پرته له راکټ اندار (RPG) او زيکويک څخه ؛ هغه هم دويم فير ته په مشکل سره رسيږي ؛ ځکه چې دوى يې د هوا له لارې GPS کوي او له مينځه يې وړي.

له غربيانو او افغان ملګرو سره يې ډالر په بوجيو بوجيو شتون لري ؛ مګر مقابل لورى يې د مخابرې پلتې او د موټرسيکل تېل هم له کليوالو دوکانو څخه په پور اخلي.

غربيان او ملګري يې په تکه توره تروږمۍ کې هم داسې منډې وهي : لکه د ماذديګر او ماښام تر مينځ حالت کې ؛ خو مقابل لورى يې دغه وخت کې د کاملاً ړانده په توګه وي.

غربيان چې کله کومې سيمې ته ننوزي ؛ نو هغه سيمه اول په ساعتونو ساعتونو د ډرون کيمرو له لارې ښه څاري او بيا حمله پرې کوي ؛ مګر مقابل لورى يې ډېر وخت په کمينونو ور برابريږي.

لنډه دا چې قسم په الله کوم ! دا داسې مقابله ده ؛ لکه د يوه ښه تندرست بينا سړي چې له يوه ښه کمزوري نابينا سره مقابله او مبارزه وي او يا د يوه ښه پهلوان سړي چې له يوه ښه کمزوري بوډا سره مقابله وي.

دغه غربيان او ملګري يې له طالب اسيرانو سره داسې چلند کوي ؛ چې قسم په الله که خو بلکل داسې کړنې د انسانيت په قانون کې ځاى ولري.

تاسو راشئ او له نږدې څخه څېړنه وکړئ.

له سياسي بنديانو وپوښتئ.

له هغو طالبانو سره کېنئ : چې په جګړو کې يې برخه اخيستې وي .

په تشو تبليغاتو پسې مه ځئ لکه د ړاندو او کڼو په ډول ؛ بلکې اول بايد له نږدې څارنه وکړئ او بيا (د ايمان له مخې) قضاوت .

قسم په الله کوم چې ما دا هر څه په سترګو ليدلي دي ؛ زه له ګڼو دولتي خلکو سره هم له نږدې پېژنم او له ډېرو طالبانو سره هم.
ما د آمريکايانو تکنالوژي هم له نږدې ليدلې ده او د طالبانو چونجنې وسلې او مرمۍ هم.

اوس زه له خپلو څېړنو وروسته په داسې عقيده کې قرار لرم ؛ چې د دغه وړوکي او کمزوري ټولي شاته ارومرو کوم داسې قدرت شته ؛ چې هغه تر انساني قدرت په څو څو واره اوچت دى او د دغه بل لوري شا نو بيا خالي راته ښکاري ؛ ځکه خو جګړه د دغه کمزوري په ګټه او د هغه ظاهراً زورور په تاوان بولم.