د پارکینسن قانون پر پنتاګون هم تطبیق کیږی

لیکوال : اریک مارګولیس
منبع : انز ري ویو ، امریکا
نېټه : ۲۵ / ۳ / ۲۰۱۷
ژباړن : ډاکتر نثار احمد صمد واصفی
په ۱۹۵۰ لسیزه کی یو برتانوي پروفیسور نارت پارکین سن د ملایا په معتبر پوهنتون کی څرګنده کړه چی شاهي سمندري پوځ که څه هم تر جګړې وروسته ونښتیځل سو ، خو کاغذ بازي ( یعنی بیوروکراسي ) یې نوره هم پراخه سوه . پارکین سن یو قانون ترتیب کړ چی له مخی به یې کاغذ بازي هر کال ۵ ـ ۷ سلنه زیاتیږی . ده په درست ډول زیاته کړه چی « که خلک آزاد پریښودل سی نو بې وزله کسان به د خانانو د شړلو په خاطر حکومتي ماشین پر استعمال کړی . »
هره کاغذ بازي که عامه وی یا ځانی ، باید لږ کړای سی . د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلی ژمنی سره سم د واشنګټن په خورا غلیظه کاغذ بازي پسی تبر رااخیستی دی . دئ ادعا کوی چی دغه لږښت به په لسو کالو کی دوه نیم ټریلیونه ډالره وسپمَوي .
د ټرمپ په دغه تور لیست کی هغه دولتي جوړښتونونه شامل دي چی ناحقه پیسې بربادوي ، مثلأ : د آیرلینډ له پاره نړیوال صندوق ( ۲۵ ملیونه ډالره ) ؛ د امریکا د سوداګرۍ د پراختیا اداره ( ۵۵ ملیونه ډالره ) ؛ د ټولنی د ودې صندوق ( ۴٫۵ بلیونه ډالره چی د تور پوستو رایی رانیسی ) ؛ د فډرالي دفترونو بودجې ( د کاله ۸۶۴ ملیونه ډالره ، مننه د پروفیسور پارکین سن څخه ) ؛ د شکری له پاره د امریکا د تخفیف څانګه ( ۱۴ ملیونه ډالره ) ؛ ( ۹۰۰ ملیونه ډالره هم د اوباما له خوا د روغتیایی مرستی د پروګرام د فسخ کولو له درکه ) ؛ د وریښتانو مربوط تخفیف ( یو ملیون ډالره ) او داسی نور .
دا خو یې معقوله برخه وه . اوس به یې بده خوا وګورو . خورا اړین عامه خپراوئ به له منځه یووړل سی چی له امله به یې ۴۴۵ ملیونه ډالره بچت سی . نو امریکایان به یوازی سپورټ ، لوبو او نندارو ته پریښوول سی . د چاپیریال اړونده بودجې به ، چی د امریکا د پرمختګ له پاره حیاتي دي ، په څپیړه ووهل سی او دا کار به ډیر ناځوانه جمهوریت غوښتونکي خوشحاله کړی . د ریل ګاډو تخفیفونه ( لږوني ) به قطع سی چی د متمدنو هیوادونو د ترقۍ یو اساسي عامل دی .
د داخله وزارت بودجه به ۲۸ سلنه لږ سی او څه نا څه اویا زره کارکونکي به یې بې روزګاره ( بیکاره ) سی . باید ځیر اوسو چی دغه حذف کونکي اصلأ څه غواړی . وګورئ د جرمني برحاله پوځ صرف ۶۳۴۰۰ پوځیان لری . معنی دا چی که هر څه د ولسمشر ټرمپ او د ده د افراطي سلاکارانو د کرکی وړ وی ، هغه په اصطلاح په تور لیست کی شاملوي . برعکس دوی په دې عقیده دي چی امریکا د هغو مسلمانانو تر حتمي برید لاندی ده چی په هوا کی توره وهي . اما د دې برعکس دیموکراته هیلري کلنټن بیا ادعا کوي چی یا ، بلکی سرو انقلابیانو تر هر کټ لاندی کمین راته نیولی دی . دوی سور « پیرل » په ژیړ « پیرل » سره بدل کړی دی . نو ځکه یې موږ د یو بشپړ دولتي ګنګس والې سره مخامخ کړي یو .
ټرمپ دا پلان لری چی دفاعي بودجه ۵۴ بلیونه ډالره نوره هم ډیره کړی چی دوی به یې « دفاعیه بودجه » وبولی او جمعأ به ۶۶۴ بلیونه ډالره سی . صبر وکړئ ، دا پوره بودجه نه ده بلکی لاندیني لوی پوځي خرڅونه هم وراضافه کیږی : د جنګېدلو پوځیانو چاری ، اټومي وسلې ، په اصطلاح کورنی امنیت ، او خدمتي چاری چی په دغو سره به پوځي بودجه ټول ټال ۷۷۳ بلیونه ډالرو ته ورسیږی .
د دې څخه علاوه ، په عراق ، سوریه ، یمن ، لیبیا ، سومالیا ، افغانستان او پاکستان کی راتلونکو جګړو ته هم پیسې مدنظر نیول سوي دي . پر دې سربیره ، هغوی د نړۍ په مختلفو برخو کی په سلګونو بېسونه ( پوځي اډې ) ، او « تور پروګرامونه » هم لري چی په دې سره دا بودجه مجموعأ د کاله یو ټریلیون دالرو ته رسیږی .
د امریکا پوځي بودجه له مخکی څخه لا د چین ، روسیې ، برتانیې ، فرانسې ، جرمني ، سعودی عربستان ، هند ، جنوبي کوریا او جاپان تر مجموعي پوځي بودجې ډیره ده .
ما یوه شپه په « نایس » کی د فرانسې د یو سمندري قوماندان سره ماښامنۍ خوړله . هغه په بې خوندۍ سره راته وویل چی د امریکا یوازی سمندري کلنۍ بودجه د فرانسې تر ټولی نظامي بودجې هم ډیره ده .
د روسیې پوځي بودجه څه نا څه اویا بلیونه ډالره ده چی د ناټو په وړاندی د نړۍ په صرف یوه خوا کی د نړۍ تر ټولو ستر هیواد ساتی ، او چین یې هم بلی خوا ته دی . په دې حساب دا بودجه د پنتاګون د کلنۍ بودجې لسمه برخه جوړوي .
دا ډیره په زړه پوری ده چی ټرمپ او ډله یې د امریکا پر خپلو ملګرو ، خپل کلتور ، ښوونی روزنی ، بې وزلو ، او هر څه باندی بودجه لږ کړې ده خو د پنتاګون او اسراییلو هغې یې برعکس ډیره کړې ده . د اسراییلو سره یې د کاله د ۳۸ بلیونیزه ډالرو مرستی څخه حتی یو سینټ هم کم نکړ چی دا پوځي مرسته به تر راتلونکو لسو کالو پوری هر کال ورکول کیږی . هو ، نه کانګریس او نه ټرمپ تر سترګو پورته هم ورته و نه کتل .
زه بخښنه غواړم چی ټرمپ زموږ د ناپایه جګړو د مصارفو په هکله د امریکایانو سره همږغیً نسو . نن د دغو ناپایه جګړو مصارف په هغه پراخېدونکي ملی پور کی پټوي چی همدا اوس شل ټریلیونو دالرو ته رسیدلی دی .
هو ، امریکایان د دغو جګړو له پاره باید مالیه ( ټکس ) ورکړی . که یوه منصفانه جنګي مالیه وضع سی ، نو دا به
امریکایانو ته د هغوی د استعماري جګړو رښتیاني لګښتونه وښیی او هم به د افغانستان او منځني ختیځ په دغو بې معنی جګړ کی د هغوی د اولادونو ژوند وسپمّوي ،
پای .