په سیاست کې دتیروتنوتکرار:معامله ،حماقت که ملي خیانت؟
- لیکونکی ش. حصین
د سردار محمد داود دجمهوریت په وروستیو کې دوخت له شوروي اتحاد سره دافغانستان اړیکې ترینګړې شوې.داود خان له مسکو څخه په راګرځیدو دصادراتي ایدیالوږي ګانو په رټنه خپلې پوځي کودتا ته دملي انقلاب نوم ورکړ. له همدې مخکې دایران درضاشاه په لور ورمات شوی واو په سیمه کې دلویدیځ دژاندارم دغه مشر هم له لویو مالي ژمنو سره یو ځای سردار محمد داود دې ته رابللی و چې دایران په منځګړتوب له پاکستان سره خپلې تاریخي ستونزې حل او له هغې لارې دامریکا او انګلیس رضایت را خپل کړي.تر دغه مهاله پاکستان په افغانستان کې دځپل شووبنسټ پالو ور تښتیدلې په خپله غیږه کې را ټول کړي وواو داؤد خان پوهیده چې دغه ډلې لوی سرخوږی ورته جوړولی شي . نو ښايي په دې هیله چې دشرله دغو زهرجنو زړو خلاص شي او دخپل واک پایښت یقینې کړي ، پاکستان ته ور نږدې او مخامخ لیدنو کتنو ته ور روان شو.پاکستان دپښتنو او بلوڅو په مسآله کې دسردار محمد داؤدتیرفکري او عملي دریځ نه وو هیر کړی او دقدرت په روانو کمزوریو یی هم سرخلاص و. په همدې خاطرېې له افغانستان سره ددوستۍ سیاست دټاکونکي ګوزار لپاره دوخت دترلاسه کولو په خاطر مخته ونیو.
له دې سره سم دامریکا متحده ایالاتو په دې خاطر چې دسنتو دسازمان په څنګ کې دیوه بل نوي جوړښت له لارې په سیمه کې خپل نفوذ ته لاره خلاصه کړي دپاکستان ، ایران او ترکيي په ګډون ېې«دسیمې دآبادلولپاره دهمکارۍ پیمان» یا «آر سي ډي » (اکونومیک کوپرشن اورګانیزیشن) تر نامه لاندې دهغه سازمان دپراخیدو غوښتنه وکړه چې بنسټ ېې په لمریز هجری ۱۳۴۳کې ایښودل شوی وخو دکړنو نښې ېې تر ډیره ښکاره نه وې . کله چې امریکا دپاکستان له لارې دغه تړون ته دافغانستان دورتګ غوښتنه وړاندې کړه ،سردار محمد داود ددې غوښتنې شاته دپاکستان پیاوړی لاس ولید.دا چې هغه سردارته له ټولو اقتصاد او سیاسي مجبوریتونو سره سره خپله شخصیتي اراده او دهیواد دخپلواکۍ خبره ډیره ګرانه وه نو پاکستان ته دایران په غوښتنه دورنږدې کیدو په تیروتنه پوه شواو دناپییلتوب دسیاست په غوره ګڼلوېې آر سي ډي ته دافغانستان له ور شاملیدوڅخه ډډه وکړه. که څه هم دغه سازمان وروسته د(اکو ) په نوم ونومول شو او له ۱۹۹۴ کال نه دافغانستان په ګډون ددغه سازمان دغړو هیوادو شمیر لسو ته ورپورته شو. خو سردار محمد داود په خپل وخت کې ددغه سازمان شاته هغه څه لیدل چې دافغانستان دخپلواګۍ له خوندې پاتې کیدو سره نه جوړیدل نو ځکه ېې ددغه سازمان غړیتوب ونه مانه او پاکستان ته دور نږدې کیدو تیروتنه ېې بیرته واخیسته.
کله چې د۱۳۵۷ کار دثور داومې پاڅون بري ته ورسید .پاکستان هڅه وکړه چې له افغانستان سره دښه ګاونډیتوب دغوښتنې په نوم دنوې واکمنۍ نبض ځانته ور معلوم کړي په دې خاطر جنرال ضيأالحق له ایران نه په راګرځیدو کابل ته راغی او په پغمان کې ېې دوخت دواکمنۍ له مشر نورمحمد تره کي سره وکتل او خپله دا وسوسه ېې وښوده چې دانقلاب څپې به له دیورند نه هغه خوا ور واوړي او دوی ته به ستونزې جوړې کړي. په دې خبرو کې قصد داوچې دنوې واکمنۍ له کورنیو او بهرنیو ستونزو نه په ګټه اخیستوپر افغانستان ددیورند دکرښې منلوته لاره پرانیزي او افغانستان هغه ددو هیوادو ترمنځ « دپیژندل شوې پولې» په توګه ومني . دضیا په خبرو کې ددې غوښتنې پوره وضاحت نه وخو دافغانستان مشر تابه دهغه په نیت پوهیده نوپه لنډ ځواب کې ېې ضیأ ته وویل چې دانقلاب دڅپو مخه په دیوالونو یا کرښو نه نیول کیږي. موږ داولسونو له خوا دخپل برخلیک دټاکلو په حق باوري یواو هیچ چیرته هم دانقلاب د صادرولو نیت نه لرواو نه دغه څه ګټور ګڼو.ضیأالحق له دې څرګند دریځ نه بې له شکه خپل موقعیت وموند او دخرابکاره ډلو راټولو، روزلو،وسله وال کولوا وګمارلو ته ېې زور ورکړخودواکمنۍ په دننه کې ېې دنفوذ مخه تړلې ولیده. پر افغانستان دشوروي لښکرو په را ماتیدو او دیوې تړلې واکمنۍ په را منځ ته کیدو سره دافغاني لوري شعارونه واووښتل داسې چې تش په نوم پرولتري انتر ناسیونالیستي اهدافو ته چې نني ګلوبالیزم ته ورته یوڅه وودومره زور ورکړل شو چې ملي ګټې او ملې پولې په رټه له یاده ووتلې.وطنپالنه او هرډول ناسیونالیزم دانتر ناسیونالیزم او سویتیزم په وړاندې له دښنۍ ډک دریځ وپیژندل شو .دافغانستان اشغال او په نوموړي تفکر خوځیدنې لویدیځ ته دا پلمه په لاس ورکړه چې دپاکستان له لارې په افغانستان کې دشوروي ملا ماته او دویتنام کسات ورنه واخلي.شوروي لوري داسې وخت دغې لویدنې ته پام ور واړاوه چې نور ېې په نړیواله کچه په سړه جګړه کې ماته را څرګنده شوې وه او دقدرت له لوړو څوکو ېې ملي ګټو ته دخیانت نښې په را څرګندیدو وې.له دې سره سره ېې دبرژنف دواکمنۍ په وروستیو سلګیو کې څه ګواښونه وکړه او په افغانستان کې هم کله چې ددوی ګمارلی مشر دمسکو له سفرنه راستون شو نو دارګ مخې ته ودرید او په سختو دړکو ېې پاکستان ته دمخامخ ګوزار شعارونه ورکړل. دغه شعارونه لا پاکستان ته نه وو رسیدلي چې بریژنف له دنیا لاړو او ځای ېې دک،ګ،ب رئیس یوري اندروپوف ونیو. اندرو پوف دکرملین په سیاستونو کې دبدلون غوښتونکی و خو په خپله ۱۶ میاشتنۍ واکمنۍ کې له داسې فاسدو مشرانو سره مخ وچې دبري لاره ېې ونه موندله . له دې سره سره ېې په افغانستان کې جګړه سخته او هغه دغومبسو دجګړې طرحه ېې تر لاس لاندې ونیوله. اندروپوف په دې احمقانه باور وچې افغانان دغومبسوخاصیت لري ځالې ېې ور ورانې کړۍ څه بنګ بنګ کوي او ښايي یوڅو تنه په نیش ووهي خو همدا چې ځاله ېې ورانه ولیدله سیمه پریږدي ترغې په ترغې کیږي اوموږ ېې له شره خلاصیږو. داسې نښې نښانې وې چې له همدغه وخته له پاکستان سره دکرملین دسیاستونو نږدیوالی په پیل کیدو و.اندروپف تر کومه ځایه چې ښکاره وه له ببرک کارمل سره جوړ نه واودباور څوک ېې داکتر نجیب دوخت دامنیت دولتي مشر و.داندرو پف په مړینه نوبت چرننکو دبرژنف ډیر نږدې پلوي ته ورسید . په دې کار دکارمل دبخت ستوری بیا یو څه وځلید خو ددغه بوډا عمر هم تر کاله ور وانه ووښت او نوبت میخائیل ګرباچف هغه چاته ورسید چې دشوروي اتحاد دراپرځولو په څنګ کې ېې دټولو شوروي پلوه رژیمونو درا نسکورولو ماموریت درلود. دده له واکمنۍ سره سم دپاکستان په وړاندې نه یواځې دکرملین سیاست په رټه دپا کستان په ګټه او په پټه معامله واووښت بلکې تر ټاکلې فشار لاندې ېې دکابل واکمني هم دې ته را ماته کړه چې دخپلو کورنیو مخالفینو پرخلاف دکلکو ګوزارونو لاره غوره کړي او ددې پرخلاف د پاکستان په وړاندې خپله غاړه وغورځوي . دببرک کارمل ډیرپلویان اوس هم وايي چې دمصالحې سیاست دکارمل دلسو تیزسونو له مخې دهغه نوښت و خوښکاره خبره داده چې دا کرملین وچې له پاکستان سره په پټه معامله کې ېې پر کابل هغه مصالحې ور تپلې چې دپاکستان رضایت په کې نغښتی و. دامریکا او شوروي اتحاد تر څارنې لاندې دافغانستان او پاکستان دژنیو خبرې دپټومعاملو پر همدې بنسټ را پیل شوې. په کار خو داوو چې دکابل واکمنۍ هغه لارې چارې لټولې وای چې خپل نږدې ملاتړي په ځان را ټول کړي او هم له خپلو کورنیو مخالفینو سره خبروته لارې پرانیزي. داسمه ده چې مخالفین دپآکستان پلاس کې کیوتې بې اختیاره وسایل وو خو دا خبره هم باید هیره نشي چې دتنظیمونو مشران دپاکستان او لویدیځ پلاس تړلي چرګان وو خو دمقاومت په پراخه لمنه کې داسې دقدرت درلودونکي مشران او قوماندانان هم ووچې له ټو لوترسره کړونارواوو سره سره دخپلو تنظیمي مشرانو په پرتله دپاکستان تړلې چرګان نه حسابیدل او واکمنیو ته په لږ مسؤ لانه کار او ګذشت ددې امکان وچې دپاکستان پرځای له خپلو خلکو سره خبرو اترو ته ناستې وای. پا کستان دافغاني مخالفینو پرځای خپله مخامخ مذاکرو ته دامریکا په ملاتړ او په دې خاطر را مخته شو چې هم خپل نړیوال اعتبار اوچت کړي او هم دافغان حکومت له کمزورۍ نه په ګټه اخیستوددیورند دکرښې خبره په خپله ګټه را برسیره او د«پیژندل شوونړیوالو پولو» په نوم رسمیت ورکړي.له پاکستان سره مخامخ خبروته کیناستل یوه خطر ناکه تیروتنه او دپټو معاملو یوه ناولې نښه وه . څرنګه چې په دې برخه کې هم دکرملین استازي دپاکستان په ګټه ددیورند دکرښې یو مخیز حل ته لیوال وو او له دې لارې ېې دامریکا رضایت تر لاسه کاوه او هم دکابل تړلې واکمنۍ دا توان نه درلود چې دمسکو له غوښتنې پرته خپلواک دریځ غوره کړي نو دژنیو خبرې اترې له همغه پیل څخه دپاکستان په ګټه روانې وې. هم دکارمل او هم دنجیب الله په واکمنیو کې یواځې دفردي واکمنیو ددوام په خاطرپاکستان ته تر حده زیاته نرمه غاړه وړاندې شوه. دډاکتر نجیب الله دواکمنۍ په وخت کې دملي مصالحې دورکړل شوی سیاست له مخې دکورنیو مخالفینو په سکاد ، اورګان او هوايي قوت ځپل او له پاکستان سره دروغې جوړې مخته وړل دورځې خبره شوه. هغه سیاست چې اصلي مزي ېې دشوارد نادزې دفوق العاده استازي یولي ورنتسف پلاس کې وو. هغه وخت دنجیب الله پلویانو دا تبلیغ کاوه چې ډاکتر نجیب الله په خپله پوهه اوسیاسي هوښیارتیا پاکستان دې ته را مات کړ چې دجګړې پرځای دافغانستان له لارې دمنځنۍ آسیا بازارونو ته ورسي او اقتصادي ګټو ته تر سیاسي غرضونو لومړیتوب ورکړي.په دې فکر ونشو چې پاکستان ته دهغه هیواد په ټول عمر کې سیاسي موخې تر اقتصادي ګټو اوچتې وې. پاکستان دپانګوالې ودې یوه ټاکلي پړاو ته رسیدلی و. هلته دملي عامو سیاسي اهدافو خبره تر اقتصادي لنډ مهاله لاسته راوړنو ور اوښتې وه. داخبره دمنلو وړ نه ده چې پاکستان په خپلو اقتصادي ګټو نه پوهیده او دادنجیب الله نوښت او استعداد و چې هغه هیوادېې ددښمنۍ پرځای اقتصادي اړیکو ته را مات کړ. په عمل کې وښودله شوه چې پر افغانستان فشار په دې خاطر وچې خپل موجودیت دهغو پولو په دننه کې پر جهان اوافغانستان ومني کومې چې دزاړه استعمار تحمیلي کرښې دي. پاکستان دژنیوپه ناستو کې دې هدف ته ډیر ور نږدې شو او ښايي هملته ډیرې پټې ملي ضد معاملې هم ترسره شوي وي. که داسې نه وي نو دژنیو دتوافقاتو اسناد ولې دمذاکراتو په پای کې د«غلو؟؟؟!!!» لاسته لویږي او تر ننه څوک نه پوهیږي چې په اصلي توافقاتو کې څه وو.په دې وروستیو کې یو چا زما دیوې لیکنې په وړاندې لیکلي وو چې که داسې پټې معاملې شوي وي او پاکستان ېې اسناد پلاس کې ولري نو ولې ېې نه را باسې. ما هغه دوست ته ولیکل چې لومړی خودا پوښتنه پاکستان ته متوجه ده نه ماته او دویمه خبره داده چې ښايي پاکستان لا په شوو معاملو قانع نه وي او وخت ته پر کتو هغه بشپړې کړي چې داوخت ښايي لرې هم نه وي.داخبره له هیچا څخه پټه نه ده چې دنجیب الله دواکمنۍ دزوال خښتې دژنیو په توافقاتو کې کیښودل شوې. ځکه هلته دتوافقانو ګرانتوران امریکا او شوروي وو. او شوروي دغه وخت په داسې بحران اخته وچې دامریکا په وړاندې څه چې دپاکستان په وړاندې ېې هم دهیڅ کلک دریځ توان اونیت نه درلود.نوځکه دتوافقاتو برخلیک پاکستان ته وسپارل شواو پاکستان دامریکا او ملګرو ملتونو له ملاتړ نه په ګټه اخیستو نجیب الله په هر ګام کې شاتګ ته مجبور کړ. تردې چې دپاکستان او دپاکستان پلاس جوړو شوو تنظیمي ډلو ته ېې دخپل قدرت ټولې ستنې وځپلې.او یواځې امنیت دولتي او ورپورې تړلې ملیشايي ډلې ېې دراتلونکو معاملو دضمانت لپاره وپړسولې .هغه امنیت دولتي اوملیشې چې دخپلو ځانګړو غرضونو لپاره دپاکستاني تنظیمي ډلو شاته ودریدې او دواکمنۍ درا پر ځولو بهیر ېې کمال ته ورساوه. په لږ احتیاط ویلی شو چې پر پاکستان باور او ورسره معاملوچې په هغو کې دګرباچف دواکمنۍ نیت هم پټ نه و په ګډه ېې دنجیب الله دسقوط لاره پرانیسته.
له پاکستان سره دپټو او ښکاره معاملو خبره دتنظیمي غوبل په وخت کې دې ته ورسیده چې حمید ګل دسعودي داستخبارتو له مشر ترکي فیصل سره یو ځای په ارګ کې دننه دبرهان الدین رباني په څنګ کې ددفترونو خاوندان شې ، نواز شریف کابل ته دشکرانې دلمونځ اداکولو له پاره راشي او پاکستان ته په بیرته ور ګرځیدو اعلان وکړي چې ما دپاکستان په تاریخ کې هغه ستر کار کړیدی چې دهیچا په وس کې نه و.نوازشریف خپل دغه ستر بری دافغانستان دملي اردو له منځه وړل وښودل. ددې خبرې یو اړخ داوه چې پاکستان دغه هدف ته درسیدو لپاره اوږده موده کار کړی واو په وروستیو پټو معاملو کې ېې خپل بری یقیني کړی و. دافغانستان ملي اردو تر تنظیمي واکمنۍ مخکې داسې ګوزارونه خوړلي و او بدیل ېې هم په امنیت دولتي کې په را جوړیدو وچې دماتې او را پرځیدو عاملین ېې شخصي ارادې اوهغه پټې معاملې وې چې مزي ېې دپاکستان په لاس کې و.ویلی شو چې دافغانستان ملي اردو دمعاملو ښکار شو. هغه تنظیمي ډلو مات نه کړ بلکې دغو ډلو له ملي اردو نه را پاتې درنې او سپکې وسلې او مهمات لوت او کباړ کړل. اردومخکې دپاکستان او مسکو له هیلو سره سم ځپل شوی و.
د تنظیمي ډلوپه واکمنۍ سره افغانستان عملاً دپاکستان له خوا اشغال و او دآی اس آی رئیس جنرال حمید ګل په ارګ کې دوکړه اومکړه واکمن و.دتنظیمي ډلو دخونړۍ واکمنۍ په وخت کې له پاکستان سره دپټو او ښکاره معاملو بهیر دې ته ورسید چې دحکمتیار داسلامي ګوند په شان ځواکمنو ډلو په ښکاره له پاکستان سره دکنفدریشن جوړیدو خبره را پورته کړه او په اسلامي نړۍ کې ېې دجغرافیایی پولو شتون دنه منلو وړ وګاڼه په حقیقت کې دا په سیمه ییزه کچه یو ډول اسلامي انترناسیونالیزم یا ګلوبالیزم ودغه حالت پاکستان ته دسیمې دواکمنۍ نوي خیالات ورکړل.دطالبانو دغورځنګ په را خپریدو تنظیمي شړیدلي په لوټ او فساد لړلي دیوالونه ونړیدل او په لږ انساني بیه ېې دقدرت ټغر ورټول شو. طالبان سره له دې چې دخوځښت زړي ېې په همغه پاکستان کې ایښودل شوي وواو خامخا به دپاکستاني استخباراتو سیوری پرې خپور و خو په عمل کې ېې وښوده چې دتنظیمي جهادي ډلو په شان دپاکستاني استخباراتو پلاس کې داسې نه وو لویدلي چې خپله ملي اراده ونه لري. ویل کیږي چې هغه وخت که ما نه وي غلطه کړي نصرالله بابړ قندهار ته راغی او دډوډۍ خوړلو په وخت کې ېې دطالبانو مشر ملاعمر ته وړاندیز وکړ چې ددیورند کرښه په رسمیت وپیژنې. دطالبانو مشر دومره په غوسه شوچې دغه پاکستاني لوړ پوړی استخباراتي مشر ېې له خپل دستر خوانه وشاړه. او همدغه وخت دطالبانو او پاکستانې ملیشو تر منځ دپولې په سر څو خونړۍ نښتې را منځ ته شوې . پاکستان وموندله چې طالبان ېې له اختیاره وتي دي نو ځکه ېې خپله خاوره دافغانستان داشغال لپاره دپردو لښکرو او ورسره کورنیو اجیرانو دخیز په دړه واړوله.
افغانستان اشغال شو.پاکستان ددې اشغال پیاوړی ملاتړ و. اشغال دبن دسناریو له مخې دجمعیت او نظار شورا دواکمنۍ نیابت حامد کرزي ته ورکړ. حامد کرزی سره له دې چې وروستۍ اړیکې ېې له امریکایي یونیکال کمپنۍ سره وې خو لوړې زدکړې ېې په دیپلوماسۍ کې تر سره کړې وې .هغه دا هوښیاري او درایت درلود چې له پاکستان سره خپلې اړیکې تر دې ونه رسوي چې دده «شخصیت» په ملي کچه له پوښتنې سره مخ کړې. کرزي په خپل ځانګړي مهارت له هند سره هم داړیکو پخول تر دې کچې لوړ نه کړل چې دپاکستان دزیاتې پارونې سبب شي. داچې حامد کرزی کلونه کلونه په پاکستان کې اوسیده او ټاکلې تنظیمي اړیکې ېې هم در لودلې او واک ته هم دپاکستان له لارې راوړل شو خو ژوند دا ورښودلې وو چې خپلې پاکستاني اړیکې څنګه پټې وساتي. البته هغه دامریکا انګلیس او د«نړیوال» ائتلاف او ناتو پیاوړی ملاتړ له ځانه سره درلود نو ځکه پاکستان ته ډیر اړ هم نه بریښیده . ملیاردي بهرنۍ پانګې ورته را روانې وې او نږدې دوه لکه امریکایی او ناتویی پوځیان ېې هم دواک په ساتنه کې لګیاووخو واګو ته داشرف غني په راوستو حالات واووښتل، کرزي تر دې وخته په افغانستان کې دژور فساد له مخې دنړیوالو داعتبار ستنې لړزولې وي. دامریکا ،ناتو او آیساف دماتې خبره هم نوره پټه نه وه . نه یواځې پر افغانستان ژمنه شوې مرستې په دریدو وې بلکې جان کیري هغه شرموونکې عمل ته مخه کړه چې په خپلو لاسو ېې یوه ارګ ته دوه پادشاهان په مساوي واک ور پورته کړل او په دې توګه دسلطنت هرې نیمې دخپل واک او پایښت بیلې لارې ورخپلې کړې دا پاکستان ته نوی جشن و. په دې خپل منځي سیالیو کې دعبدالله عبدالله لوري یعنې جمعیت اسلامي ، نظار شورا او په ایران کې ډیر روزل شوي شیعه مشران دایران پر لور ورمات شول او اشرف غني هم دیوه خپل سري دیکتاتور ښوونکي په توګه په هیڅ آزموینه کې ځانته ممتحن اوممیز پیدا نکړل او وېې غوښتل چې د یوه پړسول شوي متفکر په توګه دشخصي ارادوپر نیلي سپور ځغاسته وکړي. هغه دنجیب الله احمد زي لاره غوره کړه .هغه داچې خپل ېې هیر او پاکستان ته ېې دخیرات لمنه خوره کړه او په دې لاره کې تر دې وړاندې لاړ چې د معمول سره سم دمحمدعلي جناح دقبر پر سر دګلانو ایښودلو پر ځای ېې دآی اس آی د«شهیدانو» څلي ته دګلو ګیډۍ کیښودې او د دعا لاسونه ېې آسمان ته پورته کړل.
په دې ېې هم بسنه ونکړه مخامخ دپاکستان دمذهبي افغانستان ضد بنسټپآلو مشرانو مخې ته کړوپ شو. هغه وخت دنجیب الله دپلویانو په شان رسنۍ په دې نارو سورو وپړسیدې چې دغه دي دنړیوال دویم متفکر دتفکر وتلې نښه چې پاکستان ېې دې ته را مات کړ چې په سیمه کې دجګړې او ورانولو پرځای داقتصادي اړیکو پراختیا ته ارزښت ورکړي. دنوموړو فردي هڅو په دوام له نواز شریف سره پرله پسې لیدنو کتنو حالات دې ته را وستل چې دسیمې نور هیوادونه دهند په ګډون په رټه شاته ووهل شي. ټول سفرونه پاکستان ته وو. له پاکستان سره داستخباراتي ګډو هڅو خبره ډیرو رسوا ملي ضد معالوته ورسیده داسې چې آی اس آی ته واک ورکړل شو چې دافغانستان په «ملي امنیت» کې لوی لاس ولري او په محبسونو اوتوقیف ځایونو کې دتورنو دڅارنې حق ورسره وي. دهمدغو پټو معاملو چې ځینې برخې ېې وروسته رسوا او خوله پرې ونیول شوه ددې سبب شول چې نواز شریف زموږ له متفکر څخه د معمول خلاف دتوپونو په ډزو هرکلی وکړي. دمتفکر پلویانو ددغه هرکلي شاته دپاکستان نیتونو ته ونه کتل اوداسې ېې وښودله چې دا نو یو ستر شخصیتی بری و.پاکستان په دې پوهیدلی و چې له امریکا سره دکابل واکمنۍ دامنیتي تړون په بیړني لاسلیک سره دجان کیرې کینول شوي شاهان له پخوا ډیر له خپلو خلکو اواولسونو سره ولویدل اودا پاکستان ته بل نوی جشن و،ځکه پاکستان پوهیده چې دغو پردو کینولو واکمنو دخپلو خلکو ځپلوته مخه کړې ، لویدل ېې حتمي او دپاکستان غوښتنو ته سر ټیټول ېې یوه اړتیا ده. متفکر ډیر وروسته له پاکستانه ناامیده او خوانیولی شو. داځل ېې نوې هستریک هڅې راپیل کړې څو هند ته پر ورنږدې کیدوپاکستان دې ته اړ باسي چې غوښتنو ته ېې غاړه کیږدي. پاکستان په دې پوهیده چې هند دناپییلتوب له خپل دودیز سیاست څخه په وتلو هم دشوروي اشغال شاته ودرید اوهم له امریکایی ناتويي اشغال سره غاړه غړۍ شو . دولتي اړیکې به پراخه کړي خو دافغانستان دخلکو او اولسونو زړونو ته لاره موندل ورته ګران دي.هند ځينې ډراماتیکې هڅې پیل کړې ،دسلما بند چارې ېې له درویشتو کلونو وروسته څه وخوځولې، دچابهار دبندر دپراختیا په برخه کې ېې څه پانګونې وکړې څو کراچۍ او ګوادربندرونه له پښو راوغورځوي او دکابل سیند داوبو درا ایسارولوتودې ژمنې ېې ورکړې. دغه کار پاکستان دې اړ کړ چې څه ناڅه درې ملیونه افغان کډوال اورته ونیسي او پر افغانستان ترانزیتي لارې وتړې او افغان اولسونه له داسې تنګسیاوو سره مخ کړي چې خلک ټولې نوې بد مرغۍ له هند سره داړیکودپراختیا پایلې وګڼي. همدا وخت پاکستان ددیورند په اوږدو کې خپل دیوالونه وغزول او ډبرینې در وازې ېې کینولې. دافغانستان داولسونو وسله والو په وطن مینو پوله ساتو بچو دلته او هلته ددې دیوالونو او دروازو خلاف وسله را پورته کړه او ډیر سرونه پکې لاړل . دمتفکر نیمې واکمنۍ دخلکو دوطنپالو احساساتو له را پاریدنې څخه څه ګټه پورته کړه او پاکستان ته ېې څه تشې دړکې وکړې خوپه پای کې نه دیوالونه ړنګ شول نه دروازې، بلکې تر ټولو دمخه په پولو پرتو پرګنو باندې دډوډي موندلو لارې وتړل شوې.په دې وروستیو کې دتیرو تیروتنو په دوام یو ځل بیا پاکستان ته د خیرات لمنه په غوړیدو بریښي. او په پرله پسې توګه له هغه هیواد نه غوښتل کیږي چې لارې ونه تړي. په پیل کې ډیرې دا نارې سورې پورته شوي چې افغانستان نورې داسې لارې موندلي چې دپاکستان لاروته اړ نه دی . خو همدا چې پاکستان پولې وتړلې دا واقعیت را څرګند شو چې دمتفکر نوې لارې دافغانستان دبیړنیو اقتصادي غوښتنو او داولسونو اړتیا وته نه رسیږي . نوځکه بیا دپاکستان لمنې ته کیناستل او په بیړه ېې دپاکستان دجوړښت اصلي خدایانو ته مخه کړه څو له پاکستان سره دانګلیس تر څارنې لاندې خبرې اترې تر سره کړي. دغه کار ظاهرآً دلارو پرانیستل را مخته کړل خو هیڅوک هم نه پوهیږي چې دپاکستان په دې ورکړه ، پاکستان ته څه منل شویدي . په همدې وخت کې ملګرو ملتونو ته دشکایت غږهم تر غوږو شو.دکابل واکمن لکه چې نه پوهیږي چې ملګري ملتونه په ټوله نړۍ کې دامریکا په خوښه خوځي اوله امریکایی ارادې پرته دعمل توان نه لري. امریکا او انګلیس په ښکاره دافغانستان په وړاندې دپاکستان دګټو ساتونکي دي، ملګري ملتونه او دامنیت شوراله ویلو پرته دپاکستان موخوته ارزښت ورکوي. تر څو چې افغانستان په خپل پوځي ، سیاسي او اقتصادي توان پر نورو دخپلو تاریخي غوښتنو دمنلو جوګه نشي، دغه دکمزورۍ او لویدنې حالت هیڅ مسأ له نه یواځې دافغانستان په ګټه نشي حل کولی بلکې ددې ښکاره ویره شته چې نړۍ دملګرو ملتونو له لوري ددیورند کرښه دافغا نستان اوپاکستان تر منځ منل شوی پوله وګڼې او پاکستان هغه هدف ته ورسي چې دژنیو په خبرو کې ېې پرې ټینګار کاوه. ټولوته ښکاره ده چې دامنیت شورا درې غړي امریکا، انګلیس او فرانسه دهمدغو پولو په دننه کې پاکستان دیوه هیواد په توګه په رسمیت پیژني او دروسيي او چین لپاره هم کوم کوچنی کیدونکی پاکستان په نظر کې نشي راتلای نو که له پاکستان سره سرحدي لانجې دافغانستان په همدې اشغال شوي او کمزوري حالت کې دامنیت شوراته لاړي شي ، لرې نه ده چې داځل په یوه« نړیواله » پریکړه ددیورند کرښه رسمیت ومومي. هغه وخت به نو بیا دانارې سورې بازار پیدا کړي چې دا ددغه او هغه مشر او متفکر دتفکر برکت وچې یوه تاریخي لانجه ېې خپل وروستي حل ته ورسوله.هو موږ هرڅه ته دمنلوتعویض ور په غاړه کوو.اشغال مو د«نړیوال پیوستون» نښه وګڼله او ډول ته ېې ونڅیدو،دجان کیري په لاس کینولې واکمنۍ مودحالاتو اړتیا وښوده،له امریکا سره دامنیتي تړون خبره مو په دې سمه وښوده چې موږته دډالرو بوجۍ را رسوي او له هغو پرته ژوند نشو کولی.هیچا دې ته فکر ونکړ چې دجان کیري انتخاب دولسونو درایو سپکاوی او دواکمنۍ ځان وژنه وه،دامنیتي تړون لاسلیک کول دخپلو اولسونوپر خلاف دجګړې ددوام نوی اعلام و او دډالرو بوجۍ خلکو او اولسونو ته نه بلکې داشغال په خدمت کې ولاړو ډلو ته را روانې وې. دغه ډلې ټپلې او افراددهیواد دنفوس یو سلنه نه جوړوي دهمدې یو سلنې لپاره باید ۹۹ سلنه نفوس له مرګ او ورکې سره مخ او دپټو او ښکاره معاملو ښکار شي.په دغو ټولو څرګندونو کې دمعاملو، لوټ ، تیروتنو، حماقت ،جنایت، اوملي خیانتونو پیژندنه او را لوڅونه لوستونکو ته پریږدو څو پوه شي چا، څه او ولې ورته کړیدي.