امریکايي لیکوال:
که امریکا خپل ټول پوځ افغانستان ته ولیږي، بیا هم جګړه نه شي ګټلی

امریکايي لیکوال چارلس وي پینا (Charles V. Peña) په خپلې تازه لیکنه کې چې په ګڼو امریکايي معتبرو رسنیو کې نشر شوې، ویلي چې امریکا په خپل ټول پوځ د افغانستان جګړه نه شي ګټلی، دا لا څه کوې چې په یو څو زره پوځیانو به یې وګټي.
وړاندې امریکايي سناتوران (جان مکین او لینډسي ګراهام) د دې لپاره چې د افغانستان جګړه په خپله ګټه تمامه کړي، د امریکا پر حکومت ټینګار کړی و چې یو څو زره نور امریکايي عسکر دې افغانستان ته ولیږي. دوی دغه غوښتنه د امریکايي قومندان جنرال نیکولسن د هغو څرګندونو له مخې وکړه چې کانګریس ته یې ویلي و چې د افغانستان جګړه د طالبانو سره یو داسي بند حالت ته رسیدلې چې هیڅ پر مخ نه ځي او پر همدې اساس یې د امریکا له نوي ادارې څخه د یو څو زرو نورو ځواکونو غوښتنه وکړه تر څو د کابل حکومت تر څنګ ودریږي او جګړه د هغوی په ګټه وڅرخوي.
خو د امریکايي لیکوال په وینا دا هیڅ امکان نه لري. نوموړې په خپلې مقاله کې لیکلي:
«امریکا اوس مهال په افغانستان کې ۸۴۰۰ عسکر لري چې د ناټو ۶۳۰۰ عسکرو ملاتړ هم ورسره دی، ایا یو څو زره نور عسکر به څه بدلون را منځته کړي؟ ځواب روښانه دی چې: نه».
چارلس پینا زیاتوي چې له ولسي مقاومت سره د مبارزې لپاره پوځي اصول وايي چې باید د هرو ۱۰۰۰ ملکیانو پر سر ۲۰ عسکر موجود وي، اوسمهال د افغانستان د وګړو شمېر ۳۲ ملیونه دی، نو په دې حساب شاوخوا ۶۴۰۰۰۰ عسکرو ته اړتیا ده ترڅو دا جګړه وګټي.
د لیکوال په وینا، که د امریکا په پوځ کې د هغو عسکرو شمېر چې دا مهال په نظامي ماموریت اخته دي تر ۵۰۰۰۰۰ لږ فرض کړو او ترڅنګ یې د افغان ۱۸۳۰۰۰ سرتیري او ایتلافي ځواکونه هم وشمېرو، نو هم ډیره به ستونزمنه وي چې دا جګړه وګټي.
امریکايي لیکوال وايي چې د دې لپاره چې د ماکین او ګراهام سره انصاف وشي، په حقیقت کې ټول افغانستان هم پوځي ځواک ته اړتیا نه لري، ځکه چې د سیګار د راپور سره سم د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو څخه یوازي ۱۳۳ ولسوالیو باندي جګړه روانه ده، او ۴۱ یې د طالبانو په لاس کې دي او یا یې تر تاثیر لاندي دي چې په کې شاوخوا ۱۲ ملیونه خلک اوسیږي.
د لیکوال په اند، له مقاومت سره د مبارزې د پورتنۍ قاعدې پر اساس دا جګړه ۲۴۰ زره پوځیانو ته اړتیا لري، خو دا به هم د امریکایانو او اتحادي ځواکونو لپاره ډېر ستونزمن وي، چې پوره یې کړي، ځکه چې د افغان او ایتلافي ځواکونو د اوسني شمېر تر څنګ به اقلا ۲۵ زره نورو پوځیانو ته اړتیا وي.
خو امریکايي لیکوال چارلس پینا په دې باور دی چې د مقاومت د ځپلو لپاره یوازې اضافي پوځونه هم کفایت نه کوي، بلکې دغه پوځیان باید توند، وحشیانه او سخت پوځي چلند وکړي او د امنیت د تامین لپاره باید له هر نوعه وسلې او وحشت څخه کار واخلي. نوموړی وايي چې په دې برخه کې هم ستونزه دا ده چې د هر څومره احتیاط سربېره به د جګړې تر څنګ ولسي وګړو ته زیان رسیږي او د هغوی له منځه به نوي مقاومت کوونکي راپاڅیږي او د بهرنیو ځواکونو پر ضد به کرکه زیاتیږي.
لیکوال د هیواد په مختلفو سیمو کې د امریکايي ځواکونو په بمباریو کې د ولسي خلکو مرګ ژوبلې ته اشاره کوي او لیکي چې د همدې ملکي مرګ ژوبلې له کبله په خلکو کې د امریکايي ځواکونو دښمنان ډیریږي او له مقاومت کوونکو سره خواخوږي پیدا کوي. نوموړی زیاتوي چې همدا درس مونږ په تېرو پنځلس کلونو کې ښه زده کړ.
د امریکايي لیکوال په باور، په دې خبره پوهیدل ډیر مهم دي چې په افغانستان کې د شته ګواښونو کچه دا نه ایجابوي چې امریکا هلته خپل پوځونه وساتي.
نوموړی د امریکايي سناتورانو (مکین او ګراهام) له هغې غوښتنې سره موافق نه دی چې په افغانستان کې د طالبانو، القاعده، حقاني شبکې او داعش د ځپلو لپاره د اضافه عسکرو شتون اړین ګڼي.
لیکوال زیاتوي چې طالبان یوازي د خپل قدرت د بیا اعادې لپاره جګړه کوي او د نړیوالې جګړې او په بهر کې د امریکایي اهدافو په نښه کولو هیڅ اراده نه لري، القاعده کېدای شي اوس یوازي په افغانستان کې دننه یو څه ګواښ وي خو د افغانستان څخه دباندي پخواني امکانات نه لري، حقاني شبکې په طبیعت کې یو نیشنلسټ پاڅون دی چې غواړي بهرني پوځیان له افغانستانه وباسي او د بهرنیو هیوادونو څخه غوښتنه لري چې د دوی په هیواد کې دي مداخلت نه کوي، او داعش ډله غواړي چې د مسلمان هیوادونو په منځ کې ځانته یو اسلامي خلافت په نامه حکومت جوړ کړي.
د امریکايي لیکوال په باور، که څه هم یادې ټولې ډلې په خپل مینځ کې یو څه مشترکات لري، خو زیاتوي چې په عموم کې څلور واړه د افغانستان حکومت لپاره یو ګواښ کیدلای شي خو یوه یې هم د امریکا لپاره دومره ستر ګواښ نه شي بلل کیدای چې د له منځه وړلو لپاره یې امریکا په بلیونونه ډالر مصرف کړي او همدارنګه د خپلو پوځیانو ژوند په خطر کې واچوي.
لیکوال چارلس پینا د خپلې مقالې په پای کې لیکي چې هسې خو په ټوله اسلامي نړۍ کې داخلې جګړې دي، خو د افغانستان جګړه داسې ده چې یوازې پخپله افغانان یې په ښه توګه کولای او ګټلای شي، ځکه نو باید پرېښودل شي او وکتل شي چې څوک دا جګړه ګټي.
چارلس وي پینا یو امریکايي لیکوال دی چې په دفاعي چارو کې د مشر څیړونکي حیثیت لري او د تروریزم پر ضد جګړې لپاره د ستراتیژۍ په جوړولو یې یو کتاب (Winning the Un-War: A New Strategy for the War on Terrorism) هم لیکلی.