تر څو به داشغال ،لوټ ،معاملې، فساد او فتنې پړي په غاړه وړو؟
لیکونکی ش.حصین
16.3.2017Hassin
دبشریت په روان او راتلونکې برخلیک هغه څه واکمني کوي چې تقوا دجنایت په لمن کې را نغاړي اودداشغال ،لوټ معاملې ، فساد اوفتنې سیاست ته دمشروعیت جامې ور اغوندي. زموږ دزمانې سیاست همدغه داشغال، جنایت ،لوټ ،معاملې ، فساد او فتنو سیاست دی. په دې سیاست او سیاست کونکو کې درښتیاوو اواخلاقو پانګه داسې را لویدلې چې ټول ناوړه ارزښتونه دورځې په منل شوو ارزښتونو اړوي. د اشغال،جنایت، لوټ ، معاملو، فساد او فتنو په واکمن سیاست کې انساني معیارونه په کلکه لویدلي او دورځې له همدې سیاستونو سره جوړه او غاړه غړۍ کیدل د«هوښیارانو!» او ورسره ټکردلیونو کار ګڼل کیږي. دلته ده چې نه یواځې ارزښتونه اوړي بلکې همدغه اوښتې ارزښتونه ټول منل شوي ټولنیز ارزښتونه هم تر سیوري لاندې نیسي او له خپلې انساني تومنې ېې را پریباسي او دټولنو ډیرولوړو فرهنګي او عقیدتي باورونواوتاریخي شوو دودونو، شخصیت او تاریخي هویت ته مرګونی ګوزار ورکوي.
دتاریخ لوړو ژوروته په کتو لیدل کیږي چې دغه څه په کورني استبداد اوبیعدالتیو کې دودې پراخه چانس نه لري او دا ځکه چې استبداد، مطلقیت او ټولنیز فساد یا ملي ضد پټې اوښکاره معاملې دخلکو او اولسونو له سترګو پټې نه پاتې کیږي اود استبداد ،مطلقیت ،لوټ، فساد او معاملو لوری دواکمنو او لاسبرو له ټول تدبیر او قوت سره سره دخلکو او اولسونو دکرکې اټکل کولی شي او په همدې خاطر په سیاست او واکمنۍ کې حساب شوي ګامونه اخلي . خو هغه وخت چې ټولنیزې پېښې او بهیرونه پردي او له خپلې ملي تومنې بې برخې شې، پر ټولنه پردي واکمن او همدغه پردي دخپلو ما لي پانګو او تاریخي تجربو پر بنسټ دټولنې له مینځ څخه ځانته فکري او عملي اجیران را خپل کړي نو د جنایت ،لوټ ،معاملو ، فساد او فتنو لمنه هم پراخه او داسې پیچلې کیږي چې ډیر ځله ېې عامو اولسونو ته پیژندنه هم شونې نه وي. پر نړۍ دواکمن «تمدن» ظواهر ښکلي خو دتل ناولتیا وې ېې په مهارت دهغو فکري اجیرانو په مرسته پټې ساتل کیږي چې یا پردو پانګو روزلي او یا له پردو سره په ژورو معاملو کې ښکیل دي . په «تمدني » ظواهرو کې دټولنو را ښکیلول له خلکو او اولسونو او خپل تاریخ سره دهغوی د«مخکښانو» لارې هم بیلوي. دغه له خلکو او تاریخ څخه اوښتي دوخت په تیریدو سره په هغو ورکو لارو درومي چې خپلو خلکو او اولسونو ته ېې بیرته راګرځیدل ناشوني کیږي او که غواړي یا نه غواړي دخپلو ګټو، پایښت او دخپل موقعیت اودریځ دسم ښودلو په خاطردې ته اړ کیږي چې له جنایت، لوټ ،معاملو، فساد او فتنو سره همغږي شي.
زموږ دهیواد حالاتو هم دزاړه استعمارپه وخت کې هم دشوروی لښکرو دتیري او هم دروان اشغال په اوږدو کې داپه ډاګه ښودلې چې معاملو، فساد او فتنو غټه روښانفکري برخه را نه اخیستې او خپلو اهدافوته ېې ګمارلې ده.دغه پردو تیري کوونکو اواشغالګرو ځانته ورخپله کړې برخه تر هرڅه دمخه له ملي هویت څخه بې برخې او آن بیزاره کړیده. همدا وجه ده چې ددغې پردۍ شوې برخې لاره له خپلو خلکو او خپل ملي هویت څخه په سخته اوړي او کړه وړه ېې دپټو اوښکاره جنایتونو،معاملو، فساد اوفتنو نښې ګرځي. داشغال په لاس کینولې واکمنۍ او تړلې ډلې داشغال په دوام کې هغو سیاسي مهارتونو ته هم رسي چې کله ناکله په جنایت لوټ، معاملو، فساد اوفتنو کې تر خپلو بادارانو ور اوړي. په افغانستان کې دامریکايي ، انګلیسي او ناتويي اشغال په واکمنۍ کې ددولتي واکمنو او تړلو روښانفکرانو هغه افراد «شخصیتونه» او ډلې ټپلې را وغوړیدې چې کله ناکله ېې دوطن ، خلکو او اولسونو په لوټ، دهغوی دملي ګټو پر سر معاملو ، فساد او فتنوکې داشغالګرو لاس تر شا ور تړلی دی.دبیلګې په توګه دا به داشغالګرو دګټو او ستراتیژیو غوښتنه وه چې ملي تومنه وپاشي او له دې لارې خپل عمر ته پایښت ورکړي ، خو دومره چې دهیواد دملي تومنې دپاشلکیدو په کار کې داشغال په پرتله داشغال ګمارلو اومعامله يي افرادو او ډلو اوچته برخه اخیستې ،ښايي اشغالګروته پکې لږ ګوته ونیول شي .داکار څه غیر طبعی هم نه دی ځکه تیري کونکي او اشغالګر داولسونو په ځپلو اولاندې کولو کې پخې تجربې لري . ډیر ځله ډیر هغه څه چې په خپلو لاسپوڅو او ګمارل شوو اجیرانو ېې تر سره کولی شي هغه مخامخ په خپله نه تر سره کوي. یوه روښانه بیلګه ېې وګورۍ : له روان اشغال نه مخکې آن هغه پردو جوړکړي تنظیمي بنسټپال خوځښتونه هم دنن په پرتله په قومي ، ژبنیو، مذهبي او سمتي رنګونو ډیر نه وو ویشل شوي. سره له دې چې هغه وخت هم ددوي پردو روزونکو او تمویلوونکو دراتلونکو ستونزو درا کمولو په خاطر دډلو دزیاتوالي لپاره پر قومي ، ژبني ، مذهبي او سمتي خوځښتونو پانګونه کوله او قصد ېې دا وو چې که یو وخت ددغو وسایلو دایل کولواو ماتولو اړتیا را منخته شي نودغه کار به دوی ته په لوی لګښت نه اوړي. خونن مو تنظیمي او ملیشايي لوټمارې ، معامله ګرې ،په فساد لړلې او په فتنو کې را ټوکیدلې ډلې څه چې سیاسي ګوندونه،سازمانونه او خوځښتونه او آن ډیر خپلواک شخصیتونه موهم مو تر ډیره ځانګړي قومي ، ژبني اوسمتي دریځونه لري او ددې په څنګ کې پردو کینولې واکمني مو اوس دخلکو او اولسونو دویش په کار کې تر اشغاله اوچت متخصصین دي. تاریخي پراخه تجربو ښودلې ده چې داولسونو په ویش کې دهرډول پردي یرغل کړنې یوبل ته ورته والی لري او دتاریخ یو ډول تکرار راښيي. دغه کار دهند مغولي واکمنیو، دایران صفوي واکمنیو ، پر هند لاسبرو انګریزي استعمارګرو ، شوروي لښکرو او روان اشغال په لږ توپیر دخپل سیاست اوچته برخه ګرځولې وه . مغولو دبیلګې په توګه خټک او افریدي یو دبل وینو ته تږي کړل ، صفویانو دراني او غلجې یو دبل په وړاندې ودرول ، افشاریانو هند ته ته دورتیریدو په خاطر خپل شیعه مذهب واړاوه ترڅو دافغان قومنو ملاتړ تر لاسه کړي ، په همدې لارکې کې ېې دغلجو واکمني هم وځپله انګریزانو له همغو تیرو تجربو څخه په ګټه اخیستو شاه شجاع ته دقومي لمسون په تومنه دمیراث خبره را پورته کړه روسانو په خپلو ګمارلو اجیرانو دژبې ، وینې ، قوم او ټبر ، سیمې او جغرافیایی موقعیتونو خبره دومره وغزوله چې دهغه وخت دهیواد تر ټولو لوی تعلیمي مرکز ، کابل پوهنتون دبې شمیره ملي او ژبنيو ټکرونوپه اډه واووښت او بې شمیره لمسونکې خپرونې تر سره شوې . خو کله چې وار امریکایی او انګریزي روان اشغال ته را ورسید دغه لوبه داسې پخه شوه چې نور نو له کلیوسره دکلیو دجګړې منزل ته ورسیده. دحامد کرزي واکمني چې بنسټ ېې دبن په کنفرانس کې دیوه امریکايي جنرال تر جوړې شوې سناریو لاندې کیښودل شو له همغه پیله په قومي ، ملي ، ژبنیو او آن مذهبي ویش ودرول شوه . دکاري اهلیت ،پوهې او مسلک پر ځای دقومې ویش خبره دواکمنۍ دجوړښت لومړۍ خښتې شوې. امریکائیانو له خپلو انګریزي استادانو دا زده کړه کړې وه چې پښتانه اولسونه په تیر بیا دختیځو او سهیلې پولو په دواړو غاړو میشت قومونه اوقبایل دتاریخ په اوږدو کې دهر ډول پردو تاړاکونو په وړاندې دمقاومت لومړني مورچلونه وو . پهدې خاطر چې دغه مورچلونه را ونړوي نو ېې هم ډیرې زړې قومي او قبیلوي پټې له نفسه لویدلې فتنې را ژوندۍ کړې او هم ېې ددغې برخې دځپلو لپاره ډیرې لويي پانګې په هغو اجیرو ډلو ولګولې چې نه خپلو خلکو او اولسونو ته او نه دهیواد ګډو ګټوته ژمن وو. په دې برخه کې نه یواځې دپردو کینولې واکمنۍ رسمې سیاست پر همدې بنسټ ولاړ و بلکې همدغو پرد و په ښکار ه دا لمسونې راپیل کړې چې دغیر پښتنو لپاره یو تاریخي چانس دی چې داشغال په دوام کې له اشغال سره په فکري اوعملي تړاو دهیواد دملي تومنې درنه برخه را وپرځوي. او له رباني، مسعود، ،عبداله عبدالله عطا، دوستم ، اسماعیل خان او په ایران کې روزل شوو مذهبي مشرانو څخه دقدرت اصلي لوري جوړ او هر لوری ته دخپلواکو سلطنتونوددرلودلو ژمنې ورکړي. په دې برخه کې دپښتنو اجیرانو برخه هم دلید وړ وه او تر ټولو مخکې ېې په همدې پښتنو اجیرانو دپښتنو دځپلو پروژه مخته وړه. په دې خاطر چې دغه زخمونه ورځ تر بلې خونړي او نه جوړیدونکي شي نو ېې په پرله پسې کار ډیر تیر وتي او اخیستل شوي روښانفکران له هرقوم ، ژبې ، ملیت اوسیمې څخه په دې ملي ضد روحیه روږدي کړل چې پښتانه روښانفکران په پښتني تش په نامه پردو روزل شو اوګمارل شو مشرانو راټول شي او دنورو اولسونو روښانفکران له خپلو ورته مشرانو څخه دورځې خدایان جوړ کړي. هیچا دا فکر ونه کړ چې پردو روزلي ، پردو واک ته رسولي او دپردو اهدافوته دغه جوړ وسایل خو ټول دپردو اجیران او دخپلو اولسونو ، تاریخ او هویت ښکاره دښمنان دي نودپښتون اوغیر پښتون فرق ېې په څه کې دی . کوم څه چې دملي سرتاسري وطني ځواک دپاشلو لپار ه اشغال، دحامد کرزي تر واکمنۍ لاندې چې پښتون هم و را پیل کړي وو همغه څه په لا ډیره ناولې بڼه داشرف غنې په جان کیري ورکړې پنځوس سلنه سلطنت کې دوام لري ، خو بیا هم ډیرې نارې دادي چې هر څه چې وي نو پښتون خودی. ددې معنی داده چې که پښتون جاسوس ، پردو ګمارلی ، دپردو په واک اوخدمت کې دپښتنو اصلي نابودوونکی هم وي ، همدا چې پښتون دی نو باید ملاتړ ورنه وشي !!!. یو وخت له یوه پاکستاني ژورنالیست رحیم الله یوسفزی نه پوښتنه وشوه چې دافغانستان اشغال به پای ولري که نه؟ هغه په ځواب کې وویل هیڅ اشغال هم په افغانستان کې دتمیدو توان نه لري خو بدمرغي داده چې داشغال تر ختمیدو پورې به داشغال هغه ترخه زړي چې دخلکو په منځ کې ېې کرلې دافغانستان خلک کلی په په کلي یو دبل مخته ودروي. هو! اشغال دکورنیو اجیرانو په مرسته دغه بري ته ورسید.دافغانستان په ټول تیر تاریخ کې یواځې یوځل دایران په مرسته قدرت راوستي شاه محمود دراني په وخت کې په ایراني لاسونو دچنداولو خونړۍ مذهبې پیښه را جوړه شوه.چې هغه هم دخلکو اواولسونو دتاریخي پیوستون په رڼا کې ډیره ژر کابو شوه. خو نن حالات څه ښيي؟ له هیچا پټه نه ده چې دامریکا په ملاتړ دپاکستان او سعودي استخباراتو تر هرڅه دمخه پر جهادي تظیمونو دقومي او مذهبي خونړیو نښتولړۍ داسې پیل کړه چې جنرال حمید ګل او ترکي فیصل دارګ په دننه کې دبرهان الدین رباني او نظار شورا په څنګ کې خپلې وژونکې او افغانستان نابودوونکې مشورې ورکولې. او ایران هم خپل سفارت دکابل له نوي ښار څخه قلعهء فتو ته ور ولیږداوه .همدغه لړۍ دافغانستا تر روان اشغال وروسته داسې مدیریت شوه چې دتیروخونړیو نښتو وتلولویو لویو جنایت کوونکو ته چې داشغال رابلوونکي او داشغال په چوپړکې وو،له هریوه سره ېې په بیلابیلو وطن ضد معاملوکې دسیمه ییزوواکمنیو لاره پرانیسته او له همدې لارې موږ نه یواځې په یوه تخت دوه پاچایان وموندل بلکې لوی او واړه ولایتونه مو لکه بلخ،هرات، قندهار، ننګرهار، جوزجان .فاریاب، پنجشیر اوبامیان همدا اوس دزور ځواکو، پیژندل شوو لوټمارواو له پردو سره وطن ضد معامله ګرو ځانګړي سلطنتونه دي. اودا هر سلطنت دځان پایښت دبل په ورکه کې غواړي.دلته ده چې دوطن دټوټې کیدو ویره نوره یو توهم او خامه اخیستنه نه ده بلکې اشغال او داشغال پلاسو کینول شوي بوټوپراخه ریشې ځغلولي دي.په همدې حالت کې پرون حامد کرزی پښتون مشر او دهغه دواکمنۍ پایښت ته ګډا او نڅا روانه وه او نن داشرف غني احمد زي ډول ته څنې اړول کیږي. او په همدې لوبه کې دنورو قومونو تړلي روښانفکران هم له خپلو ښکاره جنایتکارانو،جاسوسانو اوملي ضد معامله ګرو څخه دقدرت لوی لوی بتان جوړوي. داسې ښکاري چې اشغال او اشغالي دموکراسۍ دملي ، افغاني او انساني تفکر احساس له ریښې وچ کړیدی.
په دې وروستیو کې مې په یوه فیسبوکي لیکنه کې په دې مضمون یو څه ولوستل چې په هیواد کې روانه جګړه هغه وخت پای ته رسیدلی شې چې په سریلانکا کې دتأمیلې مبارزینو د ټولوژنې او آپارتاید په شان دلته هم ورته وژونکی عمل وشي. دحیرانتیا خبره هم داوه چې له دغې تبصرې سره په سریلانکا کې دټول وژنو هغه ټکان ورکونکی عکس هم ورکړل شوی وچې واړه ،زاړه ، نر اوښځې ټولې په وینولړل شوي وو. خبره خو دافغانستان داشغال ضد پر روانه جګړه وه خو پوښتنه داده چې داپه افغانستان کې تامیلي ډوله ځواکونه کوم دي چې باید عام وژنه پرې ترسره شي. پرون خوداشغال په جوړ شوي او ورکړل شوي تبلیغ کې یواځې پښتانه داشغال ضد جګړه مار وو ، نن خو دهیواد هیڅ یوه سیمه قوم،ژبه ،ملیت اومذهب نه دی چې داشغال ضد په مورچلونو کې دخپل سر په بیه نه وي ولاړ نو پردې ټولو به یواځې داشغال،لوټ، معاملې، فساد اوفتنې ددوام په خاطرټول وژنه ترسره کیږي؟ ټول هغه پښتانه، ټول هغه تاجیک ، ټول هغه هزاره، ټول هغه ازبیک اوترکمن اودنورو اولسونو بچیان چې له اشغال او داشغال په لاس کینولې واکمنۍ ته غاړه نه ږدي باید تامیلي ټول وژنه پرې ترسره شي؟ دا کار شونی دی؟ انسانیت دیوه داسې جنایت ځغم درلودلی شي ؟سوله خو دانسان دژونددخوندي ساتلو په خاطر ارزښت لري. هغه سوله چې په ټولوژنه را مخته کیږي په خپله دجنایت یودروند پيټی نه دی؟ ولې دخپلو خلکو او اولسونو دروا غوښتنو او ملي پاڅون په وړاندې داشغال ، جنایت، معا ملو، فساد اوفتنو ساتنه او ستاینه کوو؟ تاریخ به یو وخت هرو مرو دا پوښتنه دهغوی مخته کیږدي چې خپلو خلکو او خپل تاریخ ته ېې دورځنیو ګټو په خاطر شا اړولې ده.
ليکنې