د هغه هوښیار موږک کیسه، چې دستونزو په حل کې درسره مرسته کوي
کیسه کا یوه سړي یو بڼ درلود، په هغه کې به یې د کور څاروي ساتل، په داسي بڼ کې طبعاً د موږکانو ژوند هم برابر وي، یوه ورځ موږک په بڼ کې “تلکه” وليدله، حالت یې بيخونده او نارې یې پیل کړې: د بڼ ټولو څارويو خبر اوسئ په باغ کې د موږکانو تلکه ایښې ده، های افسوس بخت مو خراب او خوږ ژوند مو تریخ شو، چرګ چې د موږک نارې سورې او فریادونه واوریدل موږک ته یې وویل: ګوره موږکه! په دې چټي نارو مو سرونه مه راپړسوه تلکه ستا ستونزه ده او ځان ته یې ژاړه.
موږک خواشینی د مږه لور ته روان شو، هغه ته یې وویل: خبر اوسه بڼ ته خطرناکه تلکه راوړل شوې ده، موږ او تاسو د یوه بڼ هستوګن یو که په ګډه یې چاره ونه کړو زموږ موږکان به له درنو ستونزو سره مخامخ شي، ښکرور مږه موږک ته په قهرجنه لهجه وویل: ډارنه بزدله، غلاوې مه کوه، ته غل او ضرري چې له دې کارونو لاس نه اخلې همدا سزا ستا سره مناسب ده، او دا ستا مشکل او ستا ستونزه ده زما یې پرې څه، ورکیږه بیا دي دلته ونه وینم.
موږک نا امیده د غوا لورته ورغی که هغه یې د ستونزي په حل کې مرسته وکړي، هغې هم موږک سپک او ناامیده وشاړه او په پسخند سره یې ورته وویل: تلکه آن زما د لکۍ ويښتان هم نه شي نیولی دا ستاسو موږکانو د بدعملي سزا ده، چې بد ګرځي بد به پرځي.
موږک دې ترټنو او منفي ځوابونو ناامیده نه کړ د ورپیښې ستونزي له پاره یې پخپله حل پیدا کړ او هغه داسي چې خپل ټول موږکان یې راوغوښتل هغوی ته یې د تلکي خبره وکړه او ورته کړه یې: تاسو هر یو په دقت سره د تلکي ځای معلوم کړئ، او له هغه ځایه په جدي توګه فاصله ونيسئ، بڼ ښه پراخه او موږ له هغه ځایه پرته خواړه ترلاسه کولی شو، ټولو موږکانو په دې خبره خوشالي ښکاره کړه او په ارام خپلو سوړو ته ستانه شول.
د الله چاري ګوره ماخستن موږک د تلکي کړس واوریده چې په کوم شي ورخلاصه شوه په بیړه یې هغه ځای ته ځان ورساوه چې کتل یې تلکه په مار ورخلاصه شوې ده او نیمایي لکۍ یې په کې نښتې ده، لیږ ځنډ وروسته د بڼ د خاوند ښځه راغله، توره تیاره وه هغې فکر کاوه په تلکه کې موږک نښتی دی چې لاس یې ورووړ مار وچیچله او نارې یې کړې، میړه یې راغی په منډه یې روغتون ته ورسوله او له علاج وروسته یې بیرته کورته راوړه.
د ښځي د شپې سخته تبه شوه او حالت یې بيخونده و، میړه یې بڼ ته ولاړ چرګ یې ونیو سمدستي یې حلال کړ څو یې ميرمني ته شوروا کړي، سبا د بڼ د څښتن لیري او نږدې خپلوان د هغه د ښځي پوښتني ته رازیات شول، یوه سکني یې ورته وویل: سړیه ميلمانه دي هم ډېر دي او د ميرمني حالت دي هم خوندور نه ده خامخا یوه صدقه وکړه، سړی بڼ ته ورغی مږ یې راونیو او حلال یې کړ، څو ورځي وروسته د ښځي حالت خراب او اخیر مړه شوه، میړه یې د خیرات له پاره ورته ولاړه غوا مناسب وبلله او حلاله یې کړه.
په بڼ کې یواځي موږک روغ او سلامت پاته شو ځکه ده له تلکي نه خطر احساس کړی و او پاته هغه څاروي ټول د هغې تلکي د شر له لاسه یو د بل دریمه شول چې په موږک پوري یې خندل او تلکه یې د هغه ځانګړې ستونزه بلله، له دې کیسې دوه زورورې ګټي ترلاسه کولی شو یو دا چې د وړي ستونزي احساس هم په کار ده، باید هر ډول ستونزه جدي ونیول شي او له خطر رامنځته کیدلو یې مخکي چاره وکړل شي، او بله مهمه خبر دا ده چې د نورو ستونزي باید د خپلي ستونزي په څیر وانګیرل شي او له هغوی سره یې د حل په لارو چارو کې مرسته وکړل شي، د ستونزو او مشکلاتو د اور سپرغۍ څوک نه شي کنترولولی او د ځان ځاني حالت په صورت کې وړه ستونزه لوییږي او بې پرې خلک هم په کې سوځي.