روسیه:
ملګري ملتونه د افغانستان په وضعیت سم نه پوهیږي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی به له دې وروسته د افغانستان وضعیت له ډېر نیژدې وڅاري او زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو استازي د افغانستان د وضعیت په روانو چارو هیڅ نه پوهیږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې (ماریا زخاروه) په یو مطبوعاتي کنفرانس کې د افغانستان روان وضعیت ډېر پیچلی بللی او زیاته کړې يې ده چې په دې هیواد کې «تروریستي» بریدونه زیات شوي نو له همدې کبله روسیه غواړي چې د دغه حالت د بدلون لپاره جدي سیاسي ګامونه اوچت کړي.
هغې ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم هلې ځلې کړي ترڅو د افغان جګړې د سیاسي حل په موخه غونډې راوبولي.
«د افغانستان د سولې او امنیت په برخه کې د امریکا د رول او همدا راز له تروریزم سره د جګړې د بریا په اړه مونږ هیڅ واضحه ارزونه او روڼ انځور نه لرو. مونږ له دغه ګونګ وضعیت څخه شکایت کړی خو لا هم په افغانستان کې حالت له ابهام سره مخ دی»
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې چې له دې وروسته به مسکو د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د خپلو ارزونو په رڼا کې به له اوسني بحران څخه د افغانستان د را ایستلو لپاره په ډیپلوماتیکو لارو هلې ځلې کوي.