امریکايي لیکوال:
وخت رارسیدلی چې امریکا له افغانستانه ووځي

یو امریکايي لیکوال په خپلې لیکنه کې د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه بللې او د حیرانتیا په دود یې پوښتنه کړې چې تر کومه به دا جګړه روانه وي.
د نړیوالو سیاسي او اقتصادي چارو امریکايي څیړونکي (ډوک بینډاو) په (فوربس) ویب پاڼې خپرې شوې مقالې کې د امریکا په پوځي چارواکو نیوکه کړې چې په افغانستان کې د یو فاسد، بې کفایته او په ولس کې منفور حکومت د بقا لپاره مالي او ځاني تلفات ګالي او یوه بې مفهومه جګړه پرمخ وړي.
لیکوال زیاتوي چې اشرف غني د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د مبارکۍ ورکولو پر وخت د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه. خو په وینا یې، متاسفانه چې د افغانستان حکومت دې ته فکر نه کوي چې اوس د همکارۍ سربېره هم هغوی ګټونکي نه دي.
نوموړي د امریکا په پخوانیو ولسمشرانو جورج بوش او اوباما هم نیوکې کړي چې په افغانستان کې يې د یو داسې حکومت د بقا لپاره جګړییز تلفات ورکړل چې په افغانستان کې ترې هیڅوک خوښ نه دي.
هغه وايي که څه هم د ټرمپ په اداره کې لا هم یو شمېر چارواکي تمه لري چې د افغانستان جګړه به وګټي، خو په وینا یې «همدا وخت دی چې نور باید واشنګټن د افغانستان څخه د بشپړ راوتلو پرېکړه وکړي».
لیکوال په خپلې مقاله کې د سیګار په حواله د افغانستان حکومت د بیلیونونو ډالرو مرستو باوجود یو مفسد، بې کفایته، بې نظمه، په مخدره موادو ککړ او غیر شفاف حکومت بللی. د نوموړی په باور، څومره مالي لګښتونه چې په افغانستان باندې شوي دي، د ټولې اروپا د رغولو لپاره بس و.
امریکايي لیکوال (ډوګ بنډاو) د افغان ځواکونو په لیکو کې امنیتي ضعف او د فساد اوج د اندیښنې وړ بللي او په باور یې د دغو ستونزو په شتون کې د حکومت مشروعیت له ګواښ او پوښتنې سره مخامخ دی.
هغه د دولتي ځواکونو په لیکو کې د فساد او خیالي عسکرو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې چې د دولتي ځواکونو شمېر مخ په ځوړ روان دی او افغان حکومت ورځ تر بلې سیمې او ولسوالۍ له لاسه ورکوي او د طالبانو د کنټرول ساحه پراختیا مومي. د هغه په وینا په امنیتي ځواکونو کې فساد دې حد ته رسیدلی چې پوځ او پولیس خپل مهمات، تیل او وسلې په طالبانو خرڅوي.
لیکوال په دې باور دی چې له افغان حکومت سره د امریکا مرستې نه یوازې دا چې ګټه نه ده کړې، بلکې لا یې مشکلات پیدا کړي دي. نوموړی زیاتوي چې کوم تیل امریکایانو دولتي عسکرو ته ورکړي نیمايي برخه یې په طالبانو خرڅ شوي دي چې همدا تیل بیرته د امریکا پرضد استعمالیږي.
امریکايي لیکوال او څیړونکی (ډوک بینډاو) په افغان حکومت د نیوکو په لړ کې مخدره موادو ته هم اشاره کوي او لیکي چې په تېرو شپاړسو کلونو کې امریکا ۸.۵ بیلیونه ډالره د کوکنارو په مخنیوي مصرف کړل خو لا هم افغانستان په نړۍ کې د مخدره مواد ستر تولیدونکی هیواد دی.
د نوموړي په باور امریکا په افغانستان کې د یو بې معنی هدف د ترلاسه کولو لپاره دروند قیمت پرې کوي. امریکايي لیکوال د جنرال نیکولسن هغه نظر سره مخالفت څرګند کړی چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو د شتون هدف دا ګڼلی چې دغه هیواد د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي.
لیکوال د پټنځایونو د مخنیوی په دلیل په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شپاړس کلنه جګړه معقوله لار نه ګڼي او زیاتوي چې د څو کسانو د له منځه وړلو لپاره په ټول هیواد یرغل پرځای اقدام نه دی: «په افغانستان باندې له امریکا نظامي برید وروسته د القاعده مشر په پاکستان کې پټ شو، خو واشنګټن په پاکستان کې فقط د هغه د وژلو اقدام وکړ، نه یې په پاکستان یرغل وکړ او نه یې پاکستان اشغال کړ».
امریکايي لیکوال د جنرال نیکولسن له هغې خبرې سره هم مخالفت ښودلی چې که طالبان واک ته ورسیږي افغانستان به د «ترهګرۍ» په اډه بدل کړي. نوموړی زیاتوي چې طالبان نه پخوا په دې خوښ وو چې د القاعده له وجې د امریکا دښمني په غاړه واخلي او نه به ښايي په آینده کې داسې اراده ولري. د هغه په باور، که امریکایان له افغانستان څخه ووځي طالبان به ورسره دښمنۍ ته ادامه ورنکړي.
ډوک بینډاو د امریکا حکومت په پالیسي جوړوونکو غږ کوي چې تېر هېر کړي او د راتلونکي په اړه فکر وکړي. نوموړی لیکي:
«پالسي جوړونکي باید داسې فکر ونه کړي چې اوس یې ډیرې پیسې مصرف شوي دي نو که هرڅنګه کیږي باید په افغانستان کې پاتې شي. امریکا او ایتلافیانو یې په افغانستان کې ځاني او مالي پانګونې وکړې، خو هرڅه بې ځایه لاړل. اوس په دې پوهیدل ضرور دي چې ایا په افغانستان کې نظامي حضور ساتل په دې ارزي چې نور مصارف او لګښتونه پرې وشي؟».
لیکوال د امریکايي پوځ متقاعد جنرال (دانیال ډیوس) څرګندونې هم راخیستي چې وايي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون یوازې همدومره کولی شي چې د تلفاتو په ګاللو د کابل حکومت له سقوط څخه وژغوري خو نه مخالفین ماتولی شي او نه جګړه ختمولی شي.
امریکايي لیکوال د خپلې مقالې په پای کې یو ځل بیا د امریکا په جګړه غوښتونکو چارواکو انتقاد کړی او له افغانستان څخه یې د خپلو ځواکونو په ایستلو د ټینګار په ترڅ کې لیکلي:
«د واشنګټن پالیسي جوړوونکي لا هم د جګړې لپاره د نورو عسکرو لیږلو پلویان دي، په داسې حال کې چې نه دغه عسکر پیژني، نه یې د هغوی ایالاتونه لیدلي، نه د دې جګړې په نتیجه پوهیږي او نه د هغه هیواد په اړه معلومات لري چې عسکر په کې جګړه په مخ وړي. د ټرمپ اداره باید د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي».