د پاکستان په پنجاب ایالت کې د پښتنو سپکاوی بېساري کچې ته ورسېد

پاکستاني پولیس یو پښتون کش کوي

تاند – د پاکستان په اصلي واکمن ایالت پنجاب کې د هلته مېشتو پښتنو اوسېدونکیو سپکاوی په بې ساري ډول زیات شو.

په رسنیو خپاره شوي عکسونه ښیي چې پاکستاني پولیس په پنجاب کې مېشت پښتانه چې اکثر یې د پښتونخوا او قبایلو اوسېدونکي دي، نیسي، وهي او ټکوي او سپکې سپورې ورته کوي.

یوه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ښیي چې پاکستاني پولیس یو شمېر پښتانه ټېله کوي، په ډډو یې په لرګیو وهي او د پولیسو په موټرونو کې یې وراچوي. په یوه بله صحنه کې، څو کسان له خپلو موټرو راکوزول کیږي، پولیس یې موټرونه په کنداغونو وهي او هغوی په بې عزتۍ سره روانوي.

د نېشنلېزم له پاڼې نه را اخیستل شوی مطلب او عکس

ویل کیږي چې پاکستاني پولیس د پښتونخوا او قبایلي پښتنو هغه شناختي کارډونه هم نه مني چې پخپله د پاکستان حکومت د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې (نادرا) ورکړي دي.

په ورته وخت کې په وروستیو کې د پنجاب د پولیسو له ادرسه داسې نه تایید شوې اعلاميې هم خپرې شوې چې له ځایي خلکو یې غوښتنه کړې چې که په خواوشا کې یې پټانان یا افغانان وي چې وچه مېوه، کالي او لوښي خرڅوي، پام دې پرې کوي، او پولیسو ته دې خبر ورکوي.

د نېشنلېزم په نامه د پښتنو یوه فیسبوک پاڼه چې نژدې دوه لکه مینه وال لري لیکي، «اے پختنو لگ خو دہ دے سپین گیری مشر حیاء ووکئ او خپل وطن کے دہ پنجابیانو نہ دہ دے مشر بدل واخلی او پہ پنجابیانو پختون وطن تنگ کڑی کہ پہ چا کے لگہ حیا او غیرت وی نو دہ ھر پنجابی نہ دہ خپل سپین گیری بدل واخلئ.»