د اسرائیل بې پلوټه الوتکې تر کال ۲۰۱۸ پوري په افغانستان کې پاته کیږي

د اسرائیل د دفاعي چارو متخصصې مجلې په تازه ګڼه کې د هغو اسرائیلي الوتکو څخه پرده پورته کړې چې په افغانستان کې په خدمت بوختي دي.

دغه مجلې ویلي چې د اسرائیل بې پلوټه الوتکې «ههرون ۱» به په افغانستان کې د جرمني ځواکونو له لوري د کال تر ۲۰۱۸ پوري په عملیاتو کې برخه واخلي.

د مجلې په وینا جرمني له کال ۲۰۱۰ څخه د یوه اسرائیلي شرکت سره عقد امضا کړی، تر څو په افغانستان کې ددوی ځواکونو لپاره بې پلوټي الوتکي جوړي کړي.

سرچېنه کاږي چې تر اوسه د اسرائیل بې پلوټه الوتکو په افغانستان کې تر ۳۰ زره زیات پروازونه کړي دي.
خو دا یې نه دي ویلي چې څومره یې بمبار او څومره یې په کشفي عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

د اسرائیل دغه الوتکي په دې وجه هم د جرمني ځواکونو خوښيږي چې هم په کشفي عملیاتو کې برخه اخلي او هم کولای شي چې د اړتیا پر وخت بمبار وکړي.

سرچینې ویلي چې په دوهم عقد کې جرمني اسرائیلی شرکت ته ۳۵ ملیونه ډالر د لومړي قسط په توګه سپارلي او نوري به وروسته ورکوي، خو د ټول عقد قیمت یې نه دی په ډاګه کړی.

د مجلې په وینا هر څوک چې دغه الوتکي د اسرائیل څخه اخلي نو اسرائیلي تخنیک کاران هم ورسره استخداموي خو جرمني دا ځل غوښتنه کړې چې تخنیکي مسؤولیت به یې د دوی وي.