ولې خپل خپل وژني؟

USA brutaletetلیکونکی ش. حصین

افغاني ټولنه له یوي سختې ،خونړۍ ،پیچلې او بې پولې جګړې سره مخ ده.جګړه کرکجنه خو په برخلیک اوښتې ده. دافغانستان په ټول تاریخ او په تیره بیا له هغه وخته چې استعماري تیري د وروستیو پیړیو په اوږدو کې یواځې درنګ او شرنګ په بدلون په وار وار زموږ په هیواد را پریوتي جګړو زور اخیستیی او دهمدې تحمیلي جګړو په اوږدوکې په کورنۍ کچه هم دخلکو لیکې دخپل او پردي په ویش اخته شوي او توره په لاس یو دبل مخې ته دریدلي دې. دغه ویش کله داسې زور اخیستی او ترخپلو پولو وراوښتی دی چې نه په کور ، نه په کلي ، نه په قوم ، نه په ژبه ، مذهب یا ملی تړاوکې ټول خپل ، خپل پاتې شویدي.تاریخ ښودنه کوي چې په کورنیو جګړو کې دخپلوئ پولې دوینې ، قومیت ،ژبي ، مذهب یا قومي قبیلوی تړاو له مخې یا ژر نه ړنګیږي او یاهم که له ړنګیدو سره مخ شي په خلکو او اولسونو کې دخپلوۍ دپیژندنې تومنه نه وچیږي او په مخالفو لیکو ویشل شوې خپل بیرته خپل اصل ته را ګرځي. خو هغه ویش چې استعماري او اشغالي جګړې ېې راولي له بده مرغه دخپلوۍ ټولې پولې داسې ړنګوي چې رغیدل ېې دتیري او اشغال په پای ته رسیدو او دتیري او اشغال په وړاندې داولسونو دبري پراخه سینه دبښنې له لارې دغه شلیدلي مزي بیرته سره تړي.
داخبره هر چاته ښکاره ده چې دزور زواکو په وړاندې داولسونو دپاڅون او مقاومت لوری له ټولې اولسي تومنې سره سره چې دبري ژمنه ېې کوي ، جګړه دځواکونو، جګړه ییز تخنیک ، وسلي، جګړه ییزې تجربې ، مالي امکاناتو او آن نظم اودسپلین له مخې انډولیزه او دورته توان او پو تانسیل ښودنه نه کوي. او هغه څه چې نا متوازنه یا نا انډولیزه جګړه ېې بولي په یوه برخلیک اوړي.دجګړو دغه بڼه خپل ځانګړی یاغیتوب او په همدې یاغیتوب کې نه ایساریدونکې ترخې قربانۍ هم لري. ځکه دجګړې دې لوري ته دټولنې جګړه ییزه تومنه دیوه داسې نظم او دسپلین درلودونکې نشې کیدای چې هر خوځښت دټولو لیکو او افرادو دپخې څارنې تر کچې ورورسوي. همدلته ده چې ځینې داسې ځانګړې کړنې تر سره کیږي چې نه یواځې په خلکو کې کرکه را پاره وي بلکې دتیري یا اشغال لوری او ور پورې تړلي هڅه کوي چې دهمدې پیښو په غټولودتیري او اشغال پر مخ څادر راوغوړوي او داولسونو روامقاومت ته دنه منونکي یاغیتوب رنګ ورکړې. که له استثناوو څخه چې دټول ټولنیز ژوندیوه برخه ده تیر شو دقاعدې له مخې خپل خپل نه وژني بلکې هغه خپل وژني چې په ښکاره پردي شوي او په فکر او عمل کې دتیري او اشغال په چوپړ کې دخپلو اولسونو دروا خوځښت په وړاندې ولاړ دي. هره خونړۍ پیښه دهر انسان لپاره زړه بګنوونکې ده او بې له شکه غوسه او احساسات ېې را پاروي . خو په همدې پاریدنه کې هم یو څه پراته اوپړسول کیږي چې مخکې له دې چې دیوه دردیدلي احساس نښه وي دیوه سیاسی دریځ ښودنه کوي. وګورۍ کله چې یوه خونړۍ پیښه داولس د مقاومت له لوري را مخته شي . ډیر کسان دې ته نه ګوري چې په دې پیښه کې دبیګناه خلکو وژنه هدف و که تصادف او دې ته پام نه کوې چې کله دیوه اولسي خوځښت تومنه له خلکواو اولسونو څخه وي نوهغه خوځښت احمق نه دی چې قصدي دبیګناوو په وژنه خپله انساني تومنه وچه کړي. بلکې دا دنا انډولو جګړو یو جبر دی چې هر وخت او په هر ډګر کې دوسله وال عمل په وخت کې دپیښې ډګر له مخکې داسې نشې پاکولی چې هلته دې هیڅ بیګناه ته هم زیان نه رسي. په همدې اړوند ډیر ځله دې ته پام نه ساتل کیږي چې په همدغو را پاریدلو احساساتو اوور سره تړلو تبلیغاتوکې کله چې یوه خونړۍ آن په ښکاره قصدي ډله ییزه وژنه داشغال او یا داشغال په خدمت کې ولاړو ځواکونو له خوا ترسره کیږي نو خوله ېې پټه او داسې مخ اړوي لکه هیڅ چې نه وي پیښ شوي او یادوی نهUSA brutaletet 1وي لیدلي.یو ښکاره بیلګه ېې ښیو: څومره دوطن بیګناه خلک ښځي ، ماشومان او تنکي ځلمیان داشغال په اولس کلن خونړي عمر کې ډله ډله دهوايي او راکټي بریدونو قرباني شول.څومره کورني داشغال اوورسره جنګي مزدورانو په 
ځمکنیو یرغلونو اوشپنیو  تاړاکونو که دخپل ژوند ، عزت او ناموس له پوښتننو سره مخ شوې موږ خو له شمیره وتي ګوندونه او سازمانونه لرو دغو ګوندونو او سازمانونو تر اوسه څو ځله ددغو خونړیو تاړاکونو په وړاندې غږ پورته کړی دی؟ دا پټه خوله اوسکوت دخپل اولس دوژنې او داشغال دپالنې معنی نه لري؟ همدغه داشغال او داشغال په لاس کې کیوتو جنایتکارانو په وړاندې پټه خوله پاتې کیدل له خپلو اولسونو سره دخپلوۍ مزي شلول نه دي؟ همدا دریځ په ناویلې توګه دخپلو خلکو او تاریخ په وړاندې دریدل نه دي؟ په دې دریځ سره څنګه خپل خپل ګڼل کیدای شي؟ ښايي دلیل راوړي چې هغه لوري یعنې داولسونو لوري ته وروسته پاتیوالی . بنسټپالې ، له دموکراسۍ ، مدنیت غوښتنې، ګلوبلیزم او دې ته ورته سیاسي شوو نعرو سره مخالفت شتون لري او ددوی مدنیت پا لنه ، دموکراسي غوښتنه… دوی دې ته باسې چې په بل لوري ډډه ولګوي. بل لوری خو په ښکاره اشغال دی. او اشغال زموږ داولسونو له تاریخي شخصیت او هویت سره سمون نه خوري او داشغال په وړاندې جګړه په ملي غوښتنه اوړي. داولس ملي فکري او عقیدتي جوړښت دینې تومنه لري ددې تومنې وچول هغه هم داشغال په زوراو پرځای ېې را وارده شوې دموکراسي او مدنیت جوړونه خوشونی نه ده .نو څه کوی ؟داشغال عمر اوږدوی څو د جنوساید تر کچې داولسونو عکس العمل ، پاڅون او خوځښت په ګونډو کړي؟ که دا اولس په همدې تاریخي او عقیدتي جوړښت ومري او یا اشغال ته په ګونډو شي نوزموږ سیاسیون به په کوم هویت واکمني کوي؟ بې له شکه په یوه اشغالي په ښکاره پردي هویت.پوهیږم څوک چې ځما دا ترخې لولي نو بیا همغه اشغال ورکړې نقشه را اړوي چې نو دا طالب خو هم زموږ نه دی. زه داشغال په وړاندې دطالب مقا ومت دطالب مقاومت نه بلکه هغه اولسي مقاومت ګڼم چې تاریخ ېې همدا شیبه دمشرتابه ویاړ وربښلی دی . دا واقعیت ډیرو ته تریخ خو ښکاره دلید وړ واقعیت دی .پوښتنه داده که ومنو چې دا طالب هم زموږ نه دی ددې معنی نه لري چې نو زموږ دالسونو اشغال ضد مقاومت واقعی شتون نه لري او ددې توجیه هم نشي کولی چې له اشغال سره زموږ پیوستون او خوا خوږي یو روا عمل دی.زه پوره باور لرم چې هغوی چې داشغال په وړاندې دزموږ داولسونو اولس کلن مقاومت زموږ له خلکو او اولسونو څخه اخلي او دبیلګې په توګه دپنجاب ویاړ ېې بولي په دې ښه پوهیږي چې دنړۍ دڅه دپآسه۴۴ هیوادونو دجګړه ییز پرمختللي پوځي او تخنیکي ځواک او مالي توان په وړاندې پنجاب دیوې ورځې توان هم نه لري. جګړه تر څو په خپل نغري کې تومنه ونه لري له بهره ېې لمسونې کیدای شي خو دوام ېې شونی نه دی.پهنا انډوله جګړه کې دحلاتو جبر داولسونو دمقاومت مخکښ زړي دې ته مجبوروي چې له پولو بهر تړاونه ولري ، دغه تړاونه یوجبر دی . ترخه دي خو اشغال او دجګړې ناانډولتوب حتمي کړیدي ،هغوی چې په دې خبره باوهم لري بیا هم هغه داشغال ورګړې ژدویی ، دانو خپل کیدای شي؟ موږ نه له ځانه سره ریښتیني یو ، نه له خلکو سره او نه هم له اشغال سره. دغسې موجوداتو په ټولنیز او تاریخي اعتبارڅه نوم ورکول کیدای شي؟
هو همغسې چې دفرنګي استعمار په وړاندې دریځونو په خپلو کې دخپلو لیکې سره جلا کړې وې روان اشغال چې دیوډول نوي فاشیستي نواستعماري غرور په ډول را څرګند شو او دادی اولس کاله زموږ دوطن وینې زبیښي هم دغه لیکې ېې همغه شان ویشلي او یو دبل مخې ته ېې درولي دي.تر څو اشغال دوام لري هغه چې په هر تعبیر له اشغال سره په پټه او ښکاره ولاړ دي خپل نه بلکې هغه پردي دي چې نه ېې خلک بښلی شي او نه تاریخ. البته دوی ته ټول هغه پردي دي چې ددوی ددریځ په وړاندې ولاړ دي . دوی او اشغال هم حق لري چې خپل دښمنان ونه بښي. ویش همدا دی او همدغه ویش دی چې برخلیک ېې جګړه ټاکلی شي نه دمرییتوب دمنلو په بیه سوله.