د دوبۍ د پولیسو مرستیال مشر د کندهار د پېښې پړه په افغان دولت واچوله

ضاحي خلفان

د متحده عرب اماراتو د دوبۍ امارت د پولیسو او امنیت مرستیال مشر ډګرجنرال «ضاحي خلفان» وايي چې د کندهار د برید مسئولیت د افغان امنیتي ادارو په غاړه دی.

نوموړی وايي چې د چاودنې ماهیت او مکان دا په ډاګه کوي چې د برید پړه افغان امنیتي چارواکو ته راجع ده. هغه په خپلې ټویټر پاڼه لیکلي:

«د افغانستان امنیتي ادارو ته د هغې پېښې مسئولیت نېغ په نېغه راجع کیږي چې د اماراتو سفیر او ډیپلوماتانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته، ځکه چې چاودیدونکي توکي مخکې له مخکې ځای پرځای شوي وو او د دوی تر واک لاندې سیمه کې پېښه رامینځته شوې».

د دوبۍ د پولیسو او امنیت مرستیال قومندان ښاغلی خلفان چې په پولیسي چارو کې نړیواله پیژندل شوې څېره ګڼل کیږي، په یوې جلا تبصره کې نوموړې پېښه «خیانت» بللی او ویلي یې دي:

«که له بهر څخه برید ترسره شوی وای لا یوه خبره وه، خو دا چې په داخل کې چاودنه کیږي دا یو خاینانه عمل دی».

نوموړي زیاته کړې چې باید افغانستان ته د ملګرو ملتونو په لاس مرسته ورکړل شي ځکه چې په وینا یې، که څوک پخپله ورځي نو په دې هیواد کې د خپلمنځي سیالیو او تربګینو قرباني کیږي.

«که غواړې مرسته وکړې نو د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو له لارې یې وکړه، پخپله هغو لیونیو سپیو ته مه ورځه چې د یو بل په داړلو اخته دي».

ښاغلی خلفان کاږي چې که په افغانستان کې له خلکو سره د بیارغونې په برخه کې مرسته کوې «خوري دې او که پخپله یې ورته رغوې وژني دې».

دغه لوړپوړي اماراتي چارواکی په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د ادامې په اړه اندیښنه لري او وايي چې «مونږ باید په خپلو تګلارو بیاکتنه وکړو».

ډګر جنرال ضاحي خلفان وايي چې افغانستان ته یې د امریکايي ځواکونو د ورتګ په وخت کې یو امریکايي ملګري ته وړاندوینه کړې وه چې په دې هیواد کې د ډیموکراسۍ پلي کول «لیونتوب» دی او امریکایان به ناکامیږي. نوموړی زیاتوي چې امریکايي ملګري يې هغه مهال دا خبره ورسره نه منله خو لس کاله وروسته یې د ده د وړاندوینې تایید وکړ.

د متحده عرب اماراتو دغه لوړ پوړي امنیتي چارواکي په خپلو قهریدلو څرګندونو کې له افغانستان سره مرسته کوونکي هغه چا ته ورته بللي چې په سوري لوښي کې اوبه اچوي او د ډکیدو په هیله ورته ناست وي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د دولتي چارواکو د پرلپسې ادعاوو سربېره طالبانو په یاده پېښه کې لاس لرل په کلکه رد کړي او هغه یې د دولتي چارواکو ترمینځ د واک او پیسو په سر د خپلمنځي سیالیو زیږنده بللې.

ډګرجنرال ضاحي خلفان د متحده عرب اماراتو د دوبۍ امارت د پولیسو مرستیال مشر دی، نوموړی د ۱۹۸۰ – ۲۰۱۳ کلونو ترمینځ د دوبۍ د پولیسو عمومي قومندان و. همدا راز یې د دوبۍ د اجرایوي بورډ د غړي او د متحده عرب اماراتو د اتلانتیک فدراسیون د رئیس په توګه دندې ترسره کړي. ښاغلی خلفان د اوقافو او دیني چارو د شورا غړیتوب لري او د پولیسي وړتیا د ودې په برخه کې یې یو شمېر کتابونه هم لیکلي دي.