طالبان:
په مرستندویه کسانو بریدونه زمونږ پالیسي نه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۲۵، ۱۳۹۵ل): طالبانو یو ځل بیا د کندهار د والي په میلمستون د وروستي برید په اړه سپیناوی کړی او ویلي يې دي چې که یاد برید د دوی کار وای د کابل او هلمند د پیښو په څېر به یې ډاګیز مسئولیت په غاړه اخیستی وای.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې په طالبانو د نوموړي برید د تپلو د پرلپسې تورونو له کبله یې یو ځل بیا اړینه بللې په دې اړوند سپیناوی وکړي.
د هغه په باور دولتي چارواکي د خپلمنځي ستونزو او دسیسو د پټولو په منظور په یاد برید کې خپل ککړ لاسونه په طالبانو پاکوي.
ښاغلي احمدي دغه پیښه په کندهار کې د دولتي چارواکو ترمینځ د «قدرت ویش، پيسو او نورو مسائلو» پرسر د کشمکش او تربګنۍ بېلګه بولي او په وینا یې له برید څخه څو دقیقې مخکې له غونډې د جنرال عبدالرازق وتل «پخپله د لوی سوال خبره» ده.
قاري یوسف احمدي طالبانو ته د نوموړي برید د منسوبولو بل هدف دا ګڼي چې د طالبانو او متحده عرب اماراتو ترمینځ فاصله رامینځته کړي.
د کندهار د والي په میلمستون د برید په نتیجه کې د متحده عرب اماراتو سفیر زخمی شوی او پنځه ډيپلوماتانو یې ژوند له لاسه ورکړی، کوم چې کندهار ته د یتیمانو د یو روزنیز مرکز د جوړولو په موخه تللي وو.
د طالبانو اعلامیه ټینګار کوي چې د متحده عرب اماراتو پر اتباعو سربېره هیڅ هغه څوک نه په نښه کوي چې په افغانستان کې خیریه چارې پرمخ وړي.
«اسلامي امارت د عربي متحده اماراتو سره لا پخوا ډيرې ښې اړیکې درلودې او اوس هم ورسره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، کله به هم د هغو په اتباعو او کارکونکو په داسې حال کې چې زموږ له هیواد والو سره د مرستې لپاره راغلي دي برید ونه کړي او نه هم د اسلامی امارت دا پالیسی ده چې ولس سره په مرسته کوونکو مؤسساتو او اشخاصو برید وکړي».
باید وویل شي چې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له پیښې څو ساعته وروسته سمدستي د برید مسئولیت د طالبانو په غاړه واچاوه، خو قاري یوسف احمدي وايي که طالبانو داسې مصئون ځای ته منفجره مواد نقل کړي وای نو تر هر چا وړاندې به یې جنرال عبدالرازق پرې الوزولی وای چې په خبره یې د دوی لپاره تر ټولو ستر هدف دی.