د کندهار برید رازق کړی که طالبانو؟

لیکوال: سپین سپیڅلی
په کندهار کې وړمه ورځ د ولایت په میلمستون کې پرلپسې چاودنې وشوې چې ددې ولایت د چارواکو په شمول یې د مجلس ګډونوال چې د متحده عربي اماراتو د سفیر په شمول یو شمیر نور کسان هم و مړه او ژوبل کړل.
دغه برید چې ډیر له اټکله لرې او په دقت طراحي شوی بلل کیږي په اړه یې بیلابیلې تبصرې کیږي. د برید په اړه ویل کیږي چې چاودیدونکي توکي د ولایت د میلمستون په کوچونو کې ایښودل شوي وو، د برید په وخت کې د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق او دده نږدې ملګري سیدجان خاکریزوال او نور له مجلسه وتلي وو، د کندهار ولایت د امنیت مسؤلیت د رازق د کسانو په لاس کې دی. دوی د ولایت امنیت په دومره سختۍ ساتي چې د عیني شاهدانو له قوله یوازې د کندهار والي به یې ولایت ته د ننوتلو پر وخت نه تلاشي کاوو نور نو د ولایت مرستیال عبدالعلي شمسي هم له تلاشۍ څخه معاف نه و. خو له دې سره سره په دې حساس ځای، حساس وخت، مهم مجلس کې په داسې ډول برید چې د رازق کسانو ته هیڅ تلفات نه اوړي څرګندوي چې د کاسې لاندې ضرور نیم کاسه وجود لري.
د کندهار برید طالبانو نه دی کړی
رازق ددې لپاره چې خپل کار په نورو تاوان کړي له پیښې سمدستې وروسته یې وویل چې دغه کار د ده په خبره د حقاني شبکې او پاکستان استخباراتو لخوا شوی دی. یو خو اوس په هیواد کې دا رواج جوړ شوی چې که څوک په خوب کې خپسې وډار کړ هم نو له راويښېدو وروسته سمدستي وایي چې په دې کې د پاکستان لاس دی. د رازق خبره خو له دې اړخه هم خندوونکې او دمنلو نه ده چې وایي دا کار د جلال الدین حقاني د کسانو لخوا شوی په داسې چې په تیرو پنځلسو کلونو کې هیڅوک نه شي ثابتولی چې د جلال الدین حقاني کسانو دې په کندهار ، هلمند یا په ټول جنوب غرب حوزه کې کوم برید کړی وي. کله چې هغوی له دې سیمې سره هیڅ عملیاتي شناخت او بلدتیا نلري څنګه به وکړای شي په لومړي ځل داسې امکان ناپذیره برید ترسره کړي.
بله دا چې که فرض کړو چې دا حمله طالبانو کړې، کله چې طالبان په دې توانیږي چې د ولایت تر میلمستون پورې په داسې پلان سره چاودیدونکي توکي انتقال او په کوچونو کې ځای په ځای کړي. بیا خو په دې کوچونو روزانه امریکایي جنرالان کیني، په کندهار کې د امریکایي اډې لوی پوځي او استخباراتي مشران او بهرني مشاورین روزانه د کندهار له والي سره غونډې او ملاقاتونه کوي، د ناټو، امریکا، برتانیا، کاناډا او نورو ملکونو لوی استازي همیشه کندهار ته راځي. د حکومت لوړپوړي چارواکي لکه اشرف غني، ډاکټر عبدالله، حنیف اتمر او نور کندهار ته سفر کوي او په همدې څوکیو کیني نو طالبانو دغه انفجاري مواد په هغوی ولې پټاو نکړل چې د عربي اماراتو په بې ازاره او خیریه کارکوونکو هغوی چې په کندهار کې یتیم خانه جوړوي په هغوی یې ور انفجار کړل؟ طالبانو ته ددې برید نسبت اصلا عقل نه مني.
ځکه طالبان له عربي اماراتو سره ډیر ښه روابط لري، عربي اماراتو پخوا بدون قید او شرط د طالبانو رژیم په رسمیت پیژندلی و،طالبانو ته یې د بندیزونو په وخت کې د دوبۍ له ازاد بازار څخه د هر نوع استفادې حتی د الوتکو تر رانیولو پورې فرصت مهیا کاوو،د امریکایانو له راتګ وروسته که څه هم عربي اماراتو له طالبانو رسمیت واخیست مګر څو کاله وروسته چې د عربي اماراتو یو وګړی په هلمند کې دامریکایانو له کمپ څخه وتښتېد او له طالبانو سره وصل شو، د هغې موضوع له امله ډیر زر یو ځل بیا د اماراتو او طالبانو تر منځ مخامخ اړیکي او پټ ملاقاتو پیل شول، د همدې لیدنو کتنو په نتیجه کې د طالبانو او اماراتي چارواکو ترمنځ یو ځل بیا د اعتماد فضاء رامنځته شوه. داسې ویل کیږي چې د طالبانو چارواکو بیا بیا عربي اماراتو ته سفرونه کړي او دې هیواد ورته له مختلفو جهتونو سره د ملاقاتونو زمینې برابرې کړي دي.
بله دا چې عربي امارات او څو نور اسلامي خیریه هیوادونه شاید یوازیني بهرني هیوادونو وي چې په تیرو پنځلس کلونو کې طالبانو په دوی هیڅ حمله نه ده کړې. عربي امارات په کابل، خوست او ډیرو نورو سیمو کې په ډیرو پروژو کې کار کوي مګر طالبان یې په کارونو هیڅ غرض نلري. دغه واقعیتونه دا احتمال په کلکه ردوي چې د کندهار برید دې طالبانو کړی وي.
ولې جنرال رازق اصلي شکمن دی؟
جنرال رازق په کندهار کې یو خودمختاره واکمن بلل کیږي چې د اشرف غني په مشرۍ مرکزي حکومت ورباندې هیڅ واک نلري. رازق په داسې حال کې چې د دې ټول زون امنیتي واک او اختیارات یې په لاس کې دي د شخصي ټوپکي بانډ او اقتصادي مافیا د لرلو تر څنګ د حامدکرزي وروستۍ پاته مهره هم بلل کیږي نو ځکه یې تر اوسه د مرکزي حکومت په مقابل کې په ټینګه مقاومت کړی.
دلته به د بیلګې په توګه د جنرال رازق د فسادي مافیا ځینو کړنو ته لنډه اشاره وکړو چې خپل حکومتي چارواکو دغه معلومات د رسنیو په واک کې ورکړي دي: له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې د کندهار سپين بولدک د کندهار د امنيه قومندان جنرال رازق په ونډه رسېدلی چې د خپل ورور تادين په مرسته يې خوري او په بولدک د خودمختاره واکمنۍ راج او باج چلوي.د کندهار د سپين بولدک ګمرکي عوايد له تېرو ۱۳ کالو را هيسې د يوې ځانګړې ډلې جېب ته ځي. دغه ډله د جنرال عبدالرازق د ورور تادين په مرسته دغه شتمني لوټي، هلته په ۳۱۰ موټرو کې ۲۹۷ يې له ګمرکي محصول پرته خوشې کېږي چې په سرحددارۍ جنرال رازق ترې شخصي محصول اخلي او يوازې ۱۳ باروړونکو موټرو ته ګمرکي پاڼې ورکول کېږي. د جنرال رازق ورور تادین له ترکمنستان څخه د زړو اوسپنو او ګاډرو په سوداګرۍ کې ځان شتمن کړ چې پاکستان ته به يې له محصول پرته تېرولې.
کله چې په کندهار کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي ورور احمدولي کرزی ووژل شو، کرزي او وروڼو يې د خپل مافیايي نظام پر وړاندې له یوه ډار اچوونکي مشر څخه بېبرخې شول، نو دوی د یو داسې کس په لټه کې شول چې نه یوازې د کرزیانو راج ته ادامه ورکړي، بلکې کندهاریان هماغسې تر دباو او فشار لاندې وساتي. کرزي د همدې لپاره جنرال عبدالرازق کندهار ته د امنیه قومندان په صفت واستاوه چې ترڅنګ يې د سرحدي ځواکونو د لوا عمومي قومندان هم و. ده په يوه وخت کې په دوو پوسټونو کار کاوه چې تر اوسه خپلو دندو ته دوام ورکوي.
د نیویارک ټایمز د یوې مقالې پر بنسټ چې په ۲۰۰۷ کال کې خپره شوې وه، رازق د هیروينو په کاروبار هم متهم شوی و، خو دا چې هغه وخت د امریکا ورته ضرورت و، نو د ده پر جنایتونو يې سترګې پټې کړې.
ځايي خلک وايي، جنرال عبدالرازق د کندهار د ولایتي شورا له غړي سید جان خاکرېزوال سره په ګډه د کندهاریانو شتمنۍ، ځمکې او جایدادونه غصب کړي دي. دوی دولتي محاکمو ته یوازې هغه دوسیې استوي چې د دوی له ګټې سره په ټکر کې وي.
جنرال رازق چې له ډېره وخته یې په کندهار او ټول جنوب غرب زون باندې بې تاجه واکمني کړې اوس ډیر ځواکمن شوی تر دې چې له اشرف غني او کابل میشتو چارواکو هیڅ خار نه خوري. رازق څه موده وړاندې د سیاف د ځینو څرګندونو په وړاندې هم توند غبرګون وښود او په ضمن کې یې اشرف غني پوه کړی چې له ده سره په احتیاط وچلیږي.
خو اشرف غني چې په څالاکۍ کې څو برخې زیات دی تر دې چې د دوستم او عطانور غوندې د موازي تشکیلاتو درلودونکي یې هم ارګ ته په سر ټیټولو اړ کړي اوس یې په وړاندې جنرال رازق د یوازیني خودمختاره رقیب په حیث پاته دی. جنرال رازق هم پوهیږي چې نوبت ده ته ولاړ دی او که وار مخکې نه کړي ډیر زر به د عطانور او دوستم غوندې د اشرف غني په لومه کې بند راشي.
رازق چې د جنګي تجربو له مخې د مانور او وار مخکې کولو په اهمیت پوهیږي. یو داسې اقدام ته یې ضرورت و چې ولسمشر وډار کړي او د کندهار سریال ورته له اټکل لوړ خطرناک معرفي کړي. رازق له همدې امله تر هغې څوکۍ لاندې چاودنه وکړه چې باید کندهار ته د رازق د تابع کولو لپاره ورغلی ولسمشر ورباندې کینستی وای. د دې لپاره چې رازق د حادثې حجم دروند وښيي او نړیوال پرداز ورکړي بهرني دیپلوماتان یې هم په کې راګډ کړل.
خو نوموړي ځکه امریکایي یا د کوم بل پیاوړي هیواد دیپلوماتان قرباني نه کړل چې بیا به د پيښې وزن له اړتیا زیات دروند وای او شاید پیښه خپله د رازق په تاواني کیدلو تمامه شوې وای. له همدې امله نوموړي د عربي اماراتو په شان د بې ځواکه او بې ازاره هیواد چارواکي د قربانۍ لپاره انتخاب کړل.
په دې برید سره جنرال رازق اشرف غني او حنیف اتمر ته وښوده چې په کندهار کې هر څه پیښیدلی شي، تر دې چې د سم نه چلیدلو په صورت کې ددوی تر څوکۍ لاندې بم هم پټاو کیدلی شي. تردې دمه خو د رازق ډرامه ښه په بریا روانه ده خو معلومه نه ده چې وروسته به د اشرف غني او رازق تر منځ څه پیښ شي او لوبه به څوک وګټي.
پای
۲۰۱۷/۱/۱۲میلادی