د بسم الله راز 

  له پنده ډکه کیسه : 


ژباړه : عطا محمد میاخېل

وایي چې یو منافق سړی، خو مؤمنه او متدینه مېرمن یې لرله، دې ښځې به خپل ټول کارونه په بسم الله پیلول . خاوند یې د دې مبارک نوم په اورېدو ډېر زیاته غوسه کېده او هڅه یې کوله، چې د خپلې مېرمنې د دې عادت مخه ونیسي . یوه ورځ یې خپلې مېرمنې ته له طلا څخه ډکه یوه کڅوړه ورکړه، ترڅو له هغې څخه د امانت په توګه ساتنه وکړي. ښځې هغه واخیستله او د بسم الله الرحمن الرحیم په ویلو سره یې په یوه ټوټه کې تاو کړه او په بسم الله سره یې د کور په یوه ګوښه کې پټه کړه . خاوند یې په پټه هغه طلا غلا کړه او سیند ته یې وغورځوله، ترڅو خپله مېرمن محکومه او خجالت کړي . او بسم الله بې ارزښته وښیي .

نوموړی د دې کار له ترسره کېدو وروسته خپل پلورنځي ته لاړ، د ورځې په منځ کې یوه ښکاري د پلورلو له پاره دوه کبان راوړل، هغه سړي کبان واخیستل او خپل کور ته یې ولېږل، ترڅو مېرمن یې د شپې له پاره چمتو کړي . کله چې ښځې له هغو دوو کبانو څخه د یوه خېټه څېرې کړه، نو وې لیدل، چې د طلا هماغه کڅوړه له دواړو کبانو څخه د یوه په خېټه کې ده، کومه چې په کور کې یې پټه کړې وه، هغه یې را پورته کړه او د بسم الله په ویلو سره یې په پخواني ځای کې کېښوده .
خاوند یې کورته راغی او د طلا کڅوړه یې وغوښته، مومنه ښځه د بسم الله په ویلو سره فوراً له خپله ځایه پورته شوه او د طلا کڅوړه یې راوړه، خاوند یې ډېر زیات حیران شو، د الهي شکر سجده یې پرځای کړه، د مؤمنانو او یقین کوونکو له ډلې څخه شو.