د ارنېسټو چګوارا غوره ویناوې 

ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل

ـــ لاس مې د ګل بوی ورکاوه، زه یې د ګلانو د را شکولو په جرم محکوم کړم، خو هیچا فکر ونه کړ، چې ښایي ما د ګل کوم نیالګی کېنولی وي .

ـــ آزادۍ ته د رسېدو له پاره، د یوه انسان رسالت په کتار کې درېدل نه، بلکې د کتار له منځه وړل دي .

ـــ یو رښتینی انقلابي په هغه ځای کې خدمت کوي، چې ورته اړتیا وي .

ـــ پوهېږم، په هغه شېبه کې چې د حاکم ستر روح ګوزار ورکوي، ترڅو ټول بشریت په دوه مخالفو ډلو ووېشي، زه به د عادي خلکو تر څنګ یم .

ـــ بې رحمه مشر بدلېږي، ترڅو بل مشر بې رحمه شي .

ـــ انقلاب مڼه نه ده، چې له پخېدلو وروسته غورځېږي، باید موږ یې غورځېدلو ته اړ کړو .

ـــ که چېرې د هرې بې عدالتۍ په وړاندې له ډېرې غوسې څخه رېږدې، نو پوه شه، چې یو زما له ملګرو څخه یې ( زما په څېر یې ) .

ـــ سکوت هغه استدلال دی، چې بله مانا ورکوي .

ـــ موږ نباید خلکو ته ورشو او ووایو: موږ راغلي یو، ترڅو تاسو تر خپلو وزرونو لاندې ونیسو او بېوزله پالنه وکړو یا خپله پوهه تاسو ته در وښایو، له لومړنیو مسایلو څخه ستاسو فرهنګ او ناپوهي او ستاسو تېروتنې تاسو ته در په ګوته کړو، پر ځای یې باید په څېړنه ورکوونکي ذهن او کمینه روح سره، د خلکو د علم او پوهې له سترې سر چینې څخه ګټه واخلو .

ـــ په یوه انقلاب کې انسان یا بریالی کېږي او یا هم مري، که چېرې هغه انقلاب رښتینی وي .

ـــ هغه ورځ زما اختر دی، چې د بزګر ( دهقان ) د یوه کال زیار او زحمت د پاچا د یوې ماښامنۍ لګښت نه وي .

ـــ د ښار خلکو د آزادۍ له پاره تابوت او د مینې له پاره پوله جوړه کړه، نا خبره له دې چې نه آزادي په تابوت کې ځایېږي او نه هم مینه پوله پېژني .

ـــ خوشاله اوسېدل یوازې هغه غچ دی، چې انسان کولای شي، له ژوند څخه یې واخلي .

ـــ لوی څارنوال : په السالوادور کې دې څه کول ؟ چګوارا : بدن ته مې لمر ورکاوه . 

لوی څارنوال : ودانۍ دې ولې ونړوله ؟ چګوارا : زما د لمر مخه یې نیولې وه .

ـــ د انسانانو له نظره سپیان ګټور او وفادار حیوانات دي، خو د لېوانو له نظره سپیان هغه لېوان دي، چې غلامۍ ته یې غاړه ایښې، ترڅو آرامه او هوسا ژوند وکړي .

ـــ آزادوونکی نه یم، آزاد کوونکی شتون نه لري . دا خلک دي، چې خپل ځان په خپله آزادوي .

ـــ هغه مرغۍ، چې له مه وېرېږه، څخه ووېرېږي، له لوږې مري .

ـــ د استثمار د درجې په لوړېدو سره، هره شېبه د انقلاب حس ځواکمن کېږي .

ـــ راتلونکې ته هیله من کېدل، غم وینځي .

ـــ خپله واوسه، که د چا نه خوښېدې، نه دې خوښېږي، دلته د مجسمه جوړونې کارخانه نه شته .

ـــ ژړل یې، کله چې لېوه ولیدل، چې سپی د یوه ټوټه هډوکي له پاره د شپانه لغتي زغمي .

ـــ ژوند کووم، حتا که تر ټولو غوره څیزونه هم له لاسه ورکړم، ځکه دا ژوند کول دي، چې نور غوره څیزونه را ته جوړوي، پرېږدئ هرڅه چې له لاسه ځي لاړ دې شي، زه هغه غواړم، چې په عذر او زاریو باندې ککړ نه وي حتا ژوند .

ـــ هڅه یې وکړه، چې موږ خښ کړي، نا خبره له دې چې موږ تخم وو .

ـــ د یوه انسان د ژوندي یا مړه اوسېدلو د تشخیص له پاره د هغه عزت ته وګورئ، نه یې نبض ته .

ـــ استعمار په ماتې باندې محکوم دی .

ـــ کله چې وږي ماشومانو ته خواړه ورکوم، وایي ښه سړی دی، خو کله چې پوښتنه کووم، چې ولې وږي دي ؟ وایي : کمونیست دی .

موږ نه شو کولای، د ژوند کولو له پاره له کوم څه څخه ډاډه واوسو، خو دا چې چمتو واوسو د هغه له پاره ومرو .

ـــ آزادي تر ټولو ډېره د هغو کسانو له خوا ګوزار خوري، چې هغې ته د رسېدو له پاره لنډه لار ټاکي .

ـــ که چېرې د نړیوالې سولې غوښتونکي یو، ګډ سوله ایز ژوند نباید په ځواکمنو هېوادونو پورې محدود شي .