غـــــزل 


دلبره یمه ناقرار درپسې
زخمي،زخمي په زړه پرهاردرپسې


دا ناقرار زړه مې قرار کړه ګرانې
وهم سلګۍ یمه بېمار درپسې


څنګه یواځې ژوندون خوند درکوي
زه خو،ستي شوم په انګار درپسې


د یارانې سوال مې قبول کړه ګني
په ما به خاورې شي امبار درپسې


 په ما مفتون مبارز ګرانه یې ته
آخر به پرېږدم ننګرهار درپسې