دونالد ترومپ دمتحده ایالاتوپنځه څلویښتم انتخابي جهمور رئیسشو.دمتحده ایالاتو د جمهور رئیسانو دټاکنې لړۍ ښيي چې تر۱۹۴۵ کال یعنې دروزولت تر دورې پورې دکاندیدانو لپاره چې څو ځله ځان کا ندید ولی شي کوم حد نه و ټاکل شوی .له دغې نیټې وروسته یوه کاندید ته یواځې دوه دورې حق ورکړل شو.په واقعیت کې تر ۱۹۴۵ کال مخکې ډیر غیر ګوندي او یا هم له لویو ګوندونو څخه دراجلاشوو وړو ګوندونو کاندیدانو سپینې ماڼۍ ته درسیدولاره وهلی شوای.له یادې نیټې وروسته تر ډیره دوو لویو ګوندونودمتحده ایالاتو دولتي جوړښت په خپلو منګولو کې ونیو.دجمهوري غوښتونکو او دموکرات ګوند دغې واکمنۍ په متحده ایالاتوهغه څه را وستل چې یو ګوند ترډیره له دوو دورو زیاته واکمني نشي کولی. دغه څه کوم قانوني رنګ نه لري خو دهر واکمن ګوند له دوو دورو څخه وروسته دعامه اولس ستړیا او کرکه بڼه نیسي او په یو ډول نامحسوسه روغه جوړه کې واګې «مخالف »ګوند ته ددموکراسۍ دنندارې له لارې ور لیږدول کیږي. په دې لړ کې دجمهور رئیسانودطبیعي مړینې یا ترور خبره څه بدلونونه را وستلی شي چې ډیر پاييدونکي نه وي.
دامریکا په تاریخ کې څلور تنه جمهور رئیسان(ویلیام هریسون،زاکري تیلو،وارینګ هاردن،او فرانکلن روزولت )له وخت نه مخکې مړه شول او څلور تنه( آبراهام لینکلن،جیمزآبرام کارفیلد،ویلیام کینلي او جان اف کنیدي)دترور له لارې دخپلو واکمنیوتر پایه پاتې نه شول او پر ځای ېې مؤقت او یا دسنا ټاکلي جمهور رئیسان په بشپړ واک سپینې ماڼۍ ته ورسیدل. که له همدې پیښو تیر شو نور دسپینې ماڼۍ واکمن په نوبت دنوموړو دوو لویو ګوندونو استازي وو. دغه بهیر په ډیر ځنډ خو په ښکاره امریکايي عامه پرګنې دې واقعیت ته ورسولې چې ددغو دوو ګوندونو واکمني پر عامه پرګنو هماغه دوالستریت دیوې سلنې واکمني ده
.
همدې خبرې ته په پاملرنه دونالدترومپ سره له دې چې خپله هم یو جمهوري پلوه او لوی میلیاردر دی خو ټاکنیزو سیالیو او تبلیغاتو ېې ده ته دڅه ناڅه آزاد کاندید بڼه ورکړه.دغه شان دده اقتصادي طرحو ددې ښو دنه کوله چې دی له روان اقتصادي نظم څخه چې دسیاستونو لوری ېې هم دلویدو په لور خوځولی نا خوښه اوپه ټولیزه توګه دټول اقتصادي او سیاسي نظم یو ډول بدلون غواړي .دغه څه چې دیو ډول امریکايي را پاڅیدونکي ناسیونالیزم ښودنه هم کوي له نورو لاملونو سره چې په لاندې ډول ښودل کیږي ددونالد ترومپ دبري نښې شوې
لومړی څو کاله مخکې مې یو کتاب لوستی وچې عنوان ېې و:«یویشتمه پیړۍ به دناسیونالیزم درا پاڅیدنې او دلویو هیوادونو دویشنې پیړۍ وي.»همدا وس په اروپا او نوره نړۍ کې دپټو او ښکاره ناسیونالیستي خوځښتونوبهیر دلید وړ دی.دونالد ترومپ لږ تر لږه په خپلو ټاکنیزو تبلیغاتو کې تر ډیره یو ناسیونالیست دی،له مهاجرو او په تیره مسلمانو مهاجرو سره دامریکا دخوندي ساتنې په پلمه دسخت چلند غوښتونکی دی، دمکزیکي کډوالو په وړاندې ددیوال جوړول وړاندې کوي،دسوريي په جګړه کې دروسيي بری دکډوالو دپراخه لیکو ددرولو لپاره غوره بولي، له روسيي سره دسیالیو پر ځای دامریکایی اولسونو په ګټه ددوستۍ غوښتنه کوي. دریمه نړیواله جګړه چې دهیلاري کلینتن له تبلیغاتو څخه په راښکاریدو وه دامریکا په ګټه نه بولي . لنډه داچې دترومپ هدف امریکايي انسان دی او همدغه څه ده ته یوډول ناسیونالیستي صبغه ورکوي اودده بری ېې تضمین کړ.
دویم امریکايي اولسونو په دې وروستیو کې دهیلارې کلینتون په کاندیدو سره دې دې باور ته په ور نږدې کیدو وو چې امریکايي دموکراسي په ورورو دواک یو ډول میراثي کیدوته ور اوړي واړه بوش دلوی بوش ځای ونیواو تر هغه په ډیره وحشیانه توګه دنړیوالو خونړیو لانجوپه لور لاړ،دکلینتن دواکمنۍ دوره هم دخونړیو جګړه ییزو اعمالو اوهڅونو دوره وه او دهیلاري کلینتن دتیرو لوړو څوکیو بهیر هم وښوده چې دغه میرمن تر بوش ، کلینتن او اوبا څه کمه نه وه.دغه واقعیت دترومپ دبري لوری وټاکه
دریم ـ له ترومپ سره دیوشمیر جمهوري پلوه سناتورانو مخالفت ددې موجب شو چې امریکايي ټولنو ته ترومپ څه مستقل شخصیت وبریښي. دجمهوري پلوه دغو سناتورانو دمخالفت دلیل هم تر ډیره داکیدای شي چې هغوی دترومپ له اقتصادي طرحو څخه خپلې پانګې په خطر کې لیدلې
څلورم له هیلاري کلینتن څخه داوباما او دهغه کورنۍ ملاتړاو مخامخ په تبلیغاتي کمپین کې را څرګندیدل او دغه شان ددې په څنګ کې ددې دمیړه کلینتن فعال شتون امریکايي اولس ته دا باور ورکړ چې دغه ډله په نظام کې دهیڅ ډول بدلون نښې نشي ځغملی.له دغو دواړو کورنیو څخه چې دامریکا اقتصاد هم ددوی په واکمنۍ کې سخت را ولوید دعامه خلکو کرکه ددې سبب شوه چې هیلاري کلینتون آن ددموکرات ګوند دبریو لويي دودیزي اډې او آن دښځو ملاتړ هم له لاسه ورکړي.
پنځم په نړیوالو اړیکو کې اقتصادي نړیوالې سالمې سیالۍ ته ددونالد ترومپ لیوالتیا چې په خپله دنړیوالو دښمنیو دکمولو او دتسلیحاتي سیالیو درا لویدلولامل کیدای شي ،خلکو ته وښوده چې ترومپ په رښتیا دامریکايي خونړي نظام دبدلون په لټه کې دی. په دې برخه کې باید دې واقعیت ته هم ګوته ونیسو چې دترسره شو اقتصادي څیړنو له مخې امریکايي لوی پانکوال په درې برخو ویشل شويدی.لومړۍ هغه یوسلنه چې تر ټولو سترپانګه لري او په دې ورستیو څو کلونو کې ېې اویا سلنه ګټه تر لاسه کړې،دویمه ډله هغه چې ښايي دامریکايي ټولنې درې تر
څلورسلنې پورې ورسي او په همدې دوره کې دیرس یا څلویښت سلنه وده خپله کړیده او دریمه برخه هغه چې دټول نفوس لسمه نه جوړوي او دپانګو وده ېې تر لسوزیاته نه ښکاري، دې قلم ته نه ښکاري چې خپله دونالد ترومپ په ویل شوو ډلو کې په کومه برخه کې راځي خو اقتصادي طرحې ېې ښيي چې دی دوالستریت په ډیرو لویو پانګو نه بلکې دامریکايي ټولنې په پراخه اقتصادي وده فکر کوي.
شپږم- داسې حدس او ګومان هم کیدای شي چې پر متحده ایالاتو واکمنې تر ډیره یهودي لويي بانکې پټې اوښکاره ټولنې او سترې پر نړۍ واکمنې کمپنۍ یا په یوه خبره پر جهان پټې واکمنې ټولنې او امریکايي فدرال شورا دتیرو لسیزو له پراخه خونړیو جګړو او هغو په وجه دنړیوال اقتصادي نظم دښکاره را لویدو په وجه او داچې له هغو زړو لارو څخه خپل پوځي ګلوبالیزم او جهان بادارۍ ته ونه رسیدل، دې ته اړ شوي وي چې په نړیوالو اقتصادي اړیکو او دغه شان په سیاسي او پوځي سالیونوې کتنه وکړي او په همدې خاطرېې دترومپ په شان یوپه تجارت اوسوداګرۍ مین څوک دواګولوړ پړاو ته غوره کړی وي. دغه ټول څه به راتلونکې په ډاګه کړې .ټول په یاد لري چې دحسین اوباما په راوستلو او څه ټولنیزوژمنو ، هغه وخت دا خبره هم کیده چې اوباما له پانګوال روان اقتصادي نظم څخه ناخوښه دی او یو ډول سوسیالیستي (ټولنیزو )بدلونوته لیوال دی او داښايي دیهودي لابي غوښتنه هم وي. خو په عمل کې اوباما تر جورج بوش نه هم وحشي ،انسان وژونکی او دنړیوال اقتصادي نظم ګډوډوونکی راووت.اوپه بهرني سیاست کې ېې له سره پر بنسټپالو او سختو تورو خونړیو وحشي اجیرو خوځښتونو پانګونې وکړې او په پایله کې ېې نه یواځې دافغانستان هرڅه مادي و که معنوي دورکې له پوښتنې سره مخ کړل بلکې دعراق ورکه ېې وروستیو پوړیو ته ورسوله،سوريه په وینو ولړله. داعش ته ېې نړیوال شهرت ورکړ، لیبیا يي له ټول غوړیدونکي تمدن سره خاورې ایرې کړههمدې وی ل شوو او ناویلو واقعیتونو ته په کتنه باید ووایو چې امریکا یو تاریخ دی یو سړی په یواځې توب دغه تاریخ نشي اړولی. په همدې دلیل باید وختونو ته سترګې په لاره شو