په خالي معده د ګرمو اوبو څښل!!! 

Bildergebnis für trinkwasser

ژپاړه: انجينر محمد الله پښتون

کاشکي زه په دې وتوانيږم چي دا موضوع تر ټولو خلګو پوري ورسوم چي د خدای تعالی غټ ترینه نعمت روغ صحت دی.

د زړه یو متخصص ډاکتر وايي؛ چي دغه مطلب که د هر چا لاس ته ورسیږي او هغه يې د هغو کسانو سره چي ناسته ولاړه ورسره لري، ور سره شریک کړئ. په حقیقت کي نوموړي شخص د یو انسان ژوند ژغورلی دی.

په ګرمو اوبو سره درملنه.

هیڅ باور د چا نه کیږي، ډيري داسی ناروغۍ سته چي خدای تعالی هغه په څلور ګیلاسه اوبو سره له منځه وړي. د جاپان د روغیتایي څيړنو مرکز د وروستۍ تجربې پر اساس چي د ګرمو اوبو په ذریعه يې تر سره کړې، نتیجه یې سل په سلو کي د لاندي ذکر سوو ناروغیو لپاره مثبته اعلان کړېده:

شدیده سردردي، د ویني فشار، کم خوني، د زنګنو درد، فلج، د زړه شدید ضربان، د ویني غوړ، ذکام، د ستوني پاړسوب، سل، د شریانونو پاړسوب بلاخره هره ناروغي چي په ادرار پوري ارتباط ولري او همدارنګه د معدې پاړسوب، کم اشتهایي او هر هغه ناروغۍ چي په سترګو، غوږ او حنجره پوري مربوط وي، زیات ګټوري دي.

د استعمالولو کړنلاره:

څه وخت چي اوبه په جوش راغلې، هره ورځ سهار وختي چي له خوبه پورته سۍ، څلور ګیلاس اوبه په خالي معده وڅښئ! اوبه باید ګرمي وي. ولي دومره باید ګرمي نه وي چي معده مو وسوځوي، د اوبو څښلو وروسته باید تر ۴۵ دقیقو پوري غذا ونه خورئ! ځیني وخت یو شمیر ناروغان د څلور ګیلاس اوبو له څښلو سره په مشکل کي کیږي. کیداسي چي لږ لږ وڅښي، تر څو  ځان څلور ګیلاس اوبو څښلو ته ورسوي. چي پورته ذکر سوي ناروغیو به په لاندي لیکل سوي وختونو کي انشاالله له منځه ولاړي سي.

شکره په ۳۰ ورځو کي، ویني فشار په ۳۰ ورځو کي، د معدې مشکلات په ۱۰ ورځو کي، د سرطان ناروغي په ۹ میاشتو کي، سل او د شریانونو پاړسوب په ۶ میاشتو کي،  میاشتانه عادت په ۱۵ ورځو کي، د زړه مشکلات په ۳۰ ورځو کي، شدید سردرد په ۳ ورځو کي، کم خوني په ۳۰ ورځو کي، د ویني غوړ په ۴ میاشتو ي، فلج په ۹ میاشتو کي او تنفسي مشکلات په ۴ میاشتو کي.

د اوبو له دې ګټو هم خبر شئ:

د انسان ۶۰٪ بدن له اوبو څخه جوړه شوې چې دغه اړتیا پوره کولو لپاره باید هره ورځ له ۶ څخه تر ۸ ګیلاسه اوبه وڅښل شي.

دلته مو د اوبه څښلو له ځینې مهمو ګټو سره اشنا کوو:

۱- د بدن فعالیت زیاتوي:
د اوبه کموالی انسان ته د ستړیا احساس ورکوي او انسان د ډیر فعالیت مخه نیسي. له اوبه څښلو سره زړه په ښه توګه وینه بدن ته پمپ کوي چې په مرسته يي د بدن مختلفو برخو ته په بهتر ډول اکسیجن استول کیږي کوم چې د انساني حجراتو د فعالیت لپاره ډیر زیات اړین دی. په نتیجه کې انسان ډیر فعالیت کولی شي او زیاته اندازه اوبه استعمال له امله انسان د فکر کولو وړتیا هم پیاوړی کیږي.

۲- عضلې او مفصلونو سره مرسته کوي:
د اوبه زیات استعمال د عضلې له څړیکې څخه مخنیوی کولو سربیره د بدن مفصلونو ته د اړتیا وړ غوړ رسولو کې هم مرسته کوي.

۳- د بدن دفاعي نظام پیاوړی کوي:
اوبه څښل بدن د زکام او نورو ناروغیو څخه په ژغورلو کې ډیره زیاته مرسته کوي. له دې سربیره اوبه انسان د زړه له حملې، تنفسي ناروغیو او د کولمو له مختلفو ناروغیو څخه په ژغورلو کې مرسته کوي.

۴- د پښتورګو تیږه له منځه وړي:
دغه ناروغۍ اوس ورځ تر بلې زیاتیږي چې یو لامل يي دا هم کیدی شي چې اوس خلک زیاته اندازه اوبه نه استعمالوي. اوبه په بولو کې مالګه او منرالونه رقیقوي. همدغه مالګه او منرالونه کله چې کلک شي د پښتورګو په تیږه بدلیږي.

۵- اضافي وزن کنترولوي:
اضافي وزن د ډیرو مختلفو ناروغیو اصلي او یوازینۍ لامل دی خو د اوبه زیاته اندازه استعمال د میتابولیزم فعالیت زیاتولو سره له انسان سره وزن کمولو کې مرسته کوي.

۶- ویښتانو ته ځلا ورکوي:
که ځلا لرونکی ویښته، ځوان څېره او روغ بدن یا دریواړه یوځای غواړئ نو ټولو لپاره اوبه یوازینی غوره او طبیعي درمل دی.

۷- له بدن څخه زهرجن مواد لرې کوي:
د بدن اضافي مواد د خوله او بول په بڼه وباسي کوم چې د ګردې له مختلفو ناروغیو او بولو اړوند مختلفو ناروغیو څخه مخنیوی کولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۸- د زکام مخه نیسي:
لاسونه په صابون او ګرمو اوبو مینځل میکروب مختلف ډولونو مخه نیسي او انسان له ناروغیو څخه ژغوري. له لاس وینځلو وروسته وچول يي هم اړین دی ځکه چې څیړنو ثابته کړې چې لوند لاس د باکتریا په خپرولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. لوند لاس له یو بل سره مه سولوئ ځکه چې دغه عمل باکتریا تولیدوي.

اوبه وڅښئ، له ډاکټرانو لرې اوسئ!

زموږ ژوند کې ډیر داسې څیزونه شته چې په حقیقي قدر یي نه پوهیږو، چې د هغو له جملې څخه یو هم اوبه دي. زموږ ټولنه کې اوس هم ډیر خلک چای د دې لپاره څښي چې له اوبه څښلو بیغمه شي. دوی داسې انګېري، ډېرې اوبه ګټه نه لري؛ نو باید چای وڅښي تر څو له ډېرو اوبو څښلو خوندي پاتې شي.

یو انګلیسي متل وايي چې د ورځې یوه مڼه به مو له ډاکټره لیرې ساتي، خو د ورځې ۸ ګیلاسه اوبه به مو له ډیرو ډاکټرانو لیرې وساتي.

د ډاکټرانو په اند هر انسان باید د ورځې ۸ ګیلاسه اوبه وڅښي تر څو د بدن ضرورت یې پوره او له ډېرو ناروغیو وژغورل شي.

روزانه ۸ ګیلاسه اوبه څښلو ځینې ګټې په لاندې ډول دي:

۱ـ اضافي وزن کمول: اوبه د بدن اضافي وازدې او وزن کمولو تر ټولو غوره لار ده ځکه چې کالوري، غوړ، قندې مواد او کاربوهایدریت نه لري.

۲ـ زړه حملې کموي: د ۲۰۰۲ ز کال د یوه څیړنې په نتیجه کې ثابته شوه هغه کسان چې د ورځې له ۵ ګیلاسو څخه زیاته اوبه څښي ۴۱٪ کمه د زړه حملې په نتیجه کې مری نسبت

هغو کسانو ته چې د ورځې ۲ ګیلاسه اوبه څښي.

آیا ۴۱٪ زړه حملې کموالی د ۵ ګیلاسو اوبو ارزښت نه لري؟

۳ـ انرژي زیاتوي: د اوبو کمښت په بدن کې د عضلاتو ویده کیدو او انرژي کموالۍ سبب ګرځي. د اوبو زیات استعمال د عضلاتو فعالیت او د بدن انرژي زیاتوي.

۴ـ د سردرد علاج: د ۸۰٪ سردرد لامل په بدن کې د اوبو کمښت دی. اعصاب زیاته برخه له اوبو جوړه شوې او فعالیت لپاره هم اوبو ته ضرورت لري نو په همدې اساس د اوبو کمښت د سردرد سبب ګرځي.

۵ـ هضم کې مرسته کوي: د هاضمې سیسټم د خوړو د هضم او غیر ضروري موادو د دفع لپاره زیات مقدار اوبو ته ضرورت لري. په کافې اندازه اوبه د خوړو هضم اسانه کوي اومعدې تیزاب د زیاتیدو مخه نیسې.

۶ـ د سرطان مخنیوی کوي: روزانه ۸ ګیلاسه اوبه څښل د کولمې سرطان خطر ۴۵٪ او د مثانې د سرطان خطر ۵۰٪ کموي او همدا راز د سینې سرطان لپاره ګټور دی.

۷ـ په ګردو او مثانه کې د تیګې جوړیدو مخه نیسي.

۸ـ غسل کولو څخه مخکې یو ګیلاس اوبه څښل د وینې لوړ فشار ټیټوي.

۹ـ ډوډی خوړلو څخه مخکې اوبه څښل د خوړو په هضم کې مرسته کوي.

اوبه يوازي په تنـــــــــــــــده کې وڅښئ

له ډېره وخته هره ورځ د اته ګلاسونو يا يوليټر اوبو څښلو مشوره ورکول کېږي مګر ډاکټر کرس وين ټيلکين پوښتنه کوي چې ددې کوم ساينسي دليل هم شته؟

په استراليا کې ددې کال په لومړيوکې په لوبو تحقيق کونکو ساينس پوهانو ددې له پاره يوه غيرمعمولي تجربه وکړه چې د اوبو کمی د لوبغاړو په لوبو څرنګه اثرکوي.

ددې تجربې له پاره يې په بايسکل چلونکوباندي ترهغو ورزش وکړترڅو يې چې د خولې وتلو له امله د بدن درېيمه سلنه وزن کم نه شو، له دې وروسته يې ددوئ بايسکل ځغلونه يوځل بيا په دوو طريقو امتحان کړه، اول داچې په بدن کې يې دوه فيصده اوبه پاتي شوې او بله دا چې د اوبو مقدار يې بلکل متوازن وو.

 اوبه څښل د خطرناکو نارغيو اسانه درملنه ده
 د پاکو اوبو څښل انساني بدن لپاره تر ډېرو درملو ګټور بلل شوي دي.

د چين او جاپان خلک تل د خوړو پر مهال ګرمې اوبه څښي او دې سره د هاضمې نظام روغ جوړ وي او د دې پر خلاف د افغانستان او يو شمېر نورو هېوادونو اوسيدونکي د خوراک پر مهال يخې اوبه څښي او د طبي کارپوهانو په وينا دې سره د معدې او سرطان ناروغۍ پيدا کېدای شي.

که په خالي خيټه اوبه وڅښو، نو ډېرې ګټورې دي او که سهار وختي يې په نهاره وڅښو، نو له ډېرو ګواښنده او خطرناکو ناروغيو به مو وژغوري.

ډاکټران وايي، که د دوی په ښوول شوې طريقه اوبه وڅښل شي، نو د وينې لوړ فشار او د شکرې ناروغي په يوه مياشت کې له منځه ځي او او د معدې ناروغي او قبضيت په لسو ورځو کې ورکيږي.

په نهاره د اوبو څښلو طبي طريقه

کله چې له خوبه راپورته شئ، نو ويښېدو سره سمدستي بايد څلور ګيلاسه اوبه وڅښئ، چې مقدار يې یو ليټر کيږي.

په لومړيو وختونو کې د دومره ډېرو اوبو څښل ستونزمن وي، خو ورو ورو ورسره عادت کيږئ او څومره چې څښلی شی ځان ترې مه درېغوی.

له دې وروسته خپل غاښونه ومينځئ او تقریبا يو ساعت وروسته سباناری «د سهار چای» وکړئ. د سهار له چاي وروسته تر دوو ساعتونو له هر ډول خوراک او څښاک څخه په بشپړه توګه ځان وساتئ، نو په ډېره لنډه موده کې مو په بدن کې مثبتې نښې او بدلونونه وګورئ.

دا دخپل ډول لومړۍ تجربه وه، ځکه چې لوبغاړو ته اوبه د سيروم له لاري ورکړل شوې او دوئ ته دا هم معلومه نه وه چې څومره اوبه ورکول کېږي، دا خورا مهمه هم ځکه وه چې په موږ او په ځانګړي ډول لوبغاړو باندي د اوبو څښلو رواني اغېز وي.

حيرانونکې ده چې دهغو لوبغاړو چې په بدن کې يې د اوبو مقدار متوازن وو او د هغو چې اوبه پکې کمي وې، د ټولو کارکردګي يو ډول وه.

دغه تجربه د (په تنده کې وڅښئ) په نوم تحقيق يوه حصه ده چې په توسط يې لوبغاړي پوهول کېږي ترڅو خپل بدن کې د اوبو مقدار په غيرضروري توګه زيات نه کړي، ځکه چې په بدن کې يې د مائع مقدار زياتوي چې له امله يې د (Sodium) سوډيم يا مالګي مقدار کمېږي او دا کمښت بيا د ( Hyponatremia ) هائي پون ايټريميا کېدو خطر زياتوي.
ددې بيماري علامې دادي چې انسان دکمزوري، بې حالي او سردرد احساس کوي، قی / استفراغ کوي، خسته وي، د ځای او وخت بې نظمي ته يې توجه زياته وي، د شعور او بې هوشي سطح يې کمه وي او د بدن د حرارت درجه يې هم لږ وي، وهم او پريشاني يې زيات وي او ……………..

کېدای شي دا نتائج دومره حيرانونکي نه وو ځکه چې انساني ارتقاپه سخته ګرمي کې دسخت ورزش په برکت شوې، مګر نن سبا موږ ته ويل کېږي چې هره ورځ اته ګلاسونه اوبه څښل د صاف پوست، د ستړيا کمي او د ذهانت د اضافې سبب ګرځي، نو دا خبره له کومه راغله ؟.

حقيقت دادی چې هغه خلک چې ډېر کار نه کوي هغوئ هره ورځ له شپږو تر اتو ګلاسونو اوبو څښلو ته اړتيا نه لري، دوئ يوازي د ورځني خوراک، چايو او شيربت په څښلو د اوبو ضرورت پوره کوي، د ډاکټرانو له قراره له شپېتو تر اويا کيلو وزن لرونکی انسان بايد په ورځ کې ياده اندازه اوبه ونه څښي، په زياته بيا هغه چې دروند کار نه کوي.

ددې خبري هيڅ سائنسي حقيقت نشته چې موږ هره ورځ اته ګلاسونه اوبو څښلو ته اړتيالرو، ډاکټر کرس وين وايي چې د انسان جسم د اوبو کمی برداشت کولی شي خو زيادت يې خطرناک ثابتېږي.

پورتني تحقيق دا هم ثابته کړه چې د انسان بدن په خپله ددې خبري تعين په خورا ښه طريقه سره کولی شي چې څومره اوبو ته ضرورت لري، ځکه چې د اوبو او آکسيجن مثال يو غوندي دی، تاسي يوازي په هغه اندازه آکسيجن اخلئ چې ضرورت ورته لرئ، بالکل همدغسي که له ضرورته زياتي اوبه وڅښئ هيڅ فايده به درته ونه کړي او له بدن نه به مو ووځي.

 انار د نړۍ تر هرې میوې زیاتې ګټې لري 

378053-sepik

د نړۍ هره طبیعي خواړه ځینې پټ او ښکاره ګټې لري خو د انګلستان ساینسپوهانو د څیړنو په نتیجه کې وویل چې انار د نړۍ تر بلې هرې میوې زیاتې ګټې لري.

انګلستان د اکسفورډ پوهنتون څیړونکو په تیرو لسو کلنو کې د انار په اړه شوي مختلفو څیړنو په اړه یو راپور خپور کړی د کوم په اساس چې انار د نړۍ تر ټولو ګټوره میوه ټاکل شوی.

د اکسفورډ پوهنتون لخوا خپور شوی دغه راپور پر بنسټ انار په میوو کې تر ټولو زیات روغتیايي ګټې لري. د دغې میوې استعمال په بدن کې د ځینې برخې اضافي وزن کموي.

په دغه میوه کې شته ګټور مواد په بدن کې د اضافي وزن زیاتوونکي حجرات او نسجونه له منځه وړي چې له دې سره د اضافي وزن په کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

د ځینې څیړنو پر بنسټ د دغې میوې اوبه انسان له ذهني فشار یا خپګان څخه ژغوري او د دغې ناروغۍ له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي.

څیړونکي ویلي چې په انار کې د سنترې او شین چای په نسبت درې چنده زیاته انټي اکسیډنټ شتون لري کوم چې د انسان بدن د فضله موادو له ناوړه اثراتو ژغوري.

د دغې میوې ورځنۍ او دوامداره استعمال په انسان کې د پورستات او کولمو د سرطان مخه نیسي. د دغې میوې ورځنۍ استعمال په بدن کې د پروستات سرطان تولیدوونکي حجرات له منځه وړي.

له خواړه وروسته د دغې میوې استعمال په انسان کې د شکر اندازه نورماله ساتي له دې سربیره انار د زړه شریانونه له غوړ او نور اضافي موادو څخه پاکوي او په دې ډول د وینې جریان بهتره کوي.

له ټولو پورتنیو ګټو سربیره دغه میوه د پوټکي او ځیګر مختلفو ناروغیو لپاره تر ټولو غوره او بې ضرره درمل ګڼل کیږي او کولی شي په ځیګر کې ټول شوی غوړ له منځه یوسي.

 انګور: د بې شمیرو روغتیايي ګټو تر ټولو غوره منبع 

Bildergebnis für ‫انګور‬‎

د الله (جل جلاله) هر نعمت بې شمیره ګټې لري او کولی شي انسان له یو شمیر مختلفو او مهلکو ناروغیو څخه وژغوري. ځینې میوې او خواړه بیا د نورو په پرتله ډیر ګټور مواد او روغتیايي ګټې لري.

انګور هم یو له هغو ګټورو خوړو څخه دی چې د بې شمیره روغتیايي او ګټورو موادو تر ټولو غوره او ستره منبع ګڼل کیږي. دلته مو د انګور له یو شمیر روغتیايي ګټو سره اشنا کوو:

۱- د بدن اضافي وزن په کمولو کې ډیره مرسته کوي.

۲- په بدن کې د ګټور کولیسټرول اندازه زیاتوي.

۳- د الزایمر (یادداشت) د ناروغۍ خطر کموي.

۴- د انټي اکسیډنټس (Antioxidants) یو له تر ټولو غښتلو منابعو څخه ګڼل کیږي.

۵- د عضلاتو بیرته رغیدو کې مرسته کوي.

۶- د زړه د حملې څخه مخنیوی کوي.

۷- د وینې لوړ فشار ټیټوي.

۸- انسان د عمر زیاتیدو له اغیز څخه ژغوري.

۹- انسان د سردرد له ځینو ډولونو څخه ژغوري.

۱۰- د سرطان په مخنیوی کې هم مهم رول لوبوي.

۱۱- په بدن کې د شکر د ناروغۍ په خلاف مبارزه کوي.

۱۲- د پړسوب ضد خاصیت لري.

۱۳- د پوټکي لپاره یو له ګټورو خوړو څخه دی.

 انګور د سترګو نظر تېزوي! 

دا خو همېشه اورو چې ګازرې د سترګو نظر لپاره ډيرې ښې دي، خو اوس تازه یوې نوې طبي څېړنې دې برخې ته یوه بله تازه مېوه انګور هم ورزیاته کړې ده.

د امریکا میامي پوهنتون یوې څېړنې ښودلې چې انګور خوړل له اینټي اکسایډنټس څخه پوره وي، روغتیا ته ګټه رسوي او تر ټولو مهم یې دا چې سترګو نظر ښه کوي.

څېړونکو زیاته کړې چې انګور ویټامن سي، کی او بیټا کروټين څخه ډک وي او دا د بدن دننه خطرناک مالیکیولز وباسي او ورسره د سترګو نظر هم ښه کیږي.

یاده څېړنه د امریکا په نیوټریشن ژورنال کې خپره شوې ده.

د انګـــورو ۲۰ فایــــــدې

Delicious-green-grapes-and-red-grapes_2560x1600

ليکوال: فضل الدين احسان بنوزی

انګور يوه ډيره ګټوره ميوه ده چې د ويټامين (A,C,B6)او Folic acid او ځينې نور ضروري منرالونه لکه پوتاشيم ،کلسيم،اوسپنه ، پاسپورس ،مګنيشيم او سلينيم لري.

د انګورو يو څو مهمې ګټې په لاندې ډول دي

1. نفس تنګي ناروغي د کنترول لپاره : لکه څرنګه چې انګور د معالجه کونکې ميوې په هيڅ پيژندل شوی نو کولاي شو چې د نفس تنګي ناروغي د کنترول لپاره استعمال کړو ځکه چې انګور په زياته اندازې سره اوبه لري چې دغه اوبه په سږو کې د نفس تنګي د پيښو د کميدو سبب ګرځي .

2. د هډوکي تندرستي او قوت لپاره: انګور د اوسپنې ،مس او مګنيشيم يوه غوره منبع ده کوم چې د هډوکي د جوړيدو او قوت لپاره ډير مهم منرالونه ګڼل کيږي، نو که چيرې په خپلو خوړو کې د انګورو خوراک اضافه کړو نو مونږ به د اوستيوپورو سيز(Osteoporosis) او مګنيزم هم د بدن لپاره يو مهم عنصر ده کوم چې د ميتابوليزم د عمليې په وخت کې د پروتين په هضم کې ،د کوليجن(Collagen) په جوړولو کې او هم د عصبي سيستم ترسره کولو کې ډيره مرسته کوي .

3. د زړه ناروغۍ د کنترول لپاره : انګور په وينه کېد Nitric Acid اندازه ډيروي چې په نتيجه کې د وينې د پړنديدو مخنيوئ کوي نو ځکه انګور د زړه د حملي د کميدو لپاره يوه مؤثره ميوه ده او همدارنګه په وينه کې د کولسترول اندازه هم کموي.

4. د نيم سرې تبې(Migraine) د کنترول لپاره : د پاخو انګور جوس د نيم سرې تبې د کنترول لپاره ډير ښه علاج دی بايد په سهار کې د اوبو د ګډولو نه بغير وڅکل شي په خاص ډول د نيم سرې تبې د کنترول لپاره د سروانګورو اوبه وڅکل شي.

5. د قبضيت د ناروغۍ د مخنيوي لپاره : انګور د قبضيت له منځه وړلو لپاره يوه مهمه ميوه ده ځکه انګور عضوي تيزاب ،بوره او سلولوز لري او د کولمو عضلات قوي چې په نتيجه کې د اوږدې مودې لپاره دقبضيت د اراميدو سبب ګرځي.

6. د بد هضمي له منځه وړلو لپاره : انګور د بد هضمي يو مهم او ښه علاج ده او هم د نس درد ارام کوي.

7. ستوماني له منځه وړي: سپين او روښانه انګورو جوس په خپل ساختمان کې اوسپنه لري چې د ستوماني د کميدو سبب ګرځي او د وينې کموالي ناروغۍ هم په ډيرو انسانانو کې مينځ ته راځي نو انګور ستاسو په بدن کې د اوسپنې او نورو منرالونو توازون رامنځته کوي چې د اوسپنې د کمبود په نتيجه کې هډوکئ کمزوی کيږي او انسان د ورو ودې سبب ګرځي.

8. د شکرې ناروغۍ د کنترول لپاره : نوو څيړنو ښودلې ده چې د انګورو پوستکې په وينه کې د شوګر يعنې د شکرې ناروغي د کنترول لپاره يو عجيه فعاليت کوي.

9. د غاښونو د ساتنې لپاره : د نوو څيړنو له مخې سره انګور او د انګورو تخمونه د غاښونو ساتنه کوي.

10. د پښتورګو د ناروغيو د کنترول لپاره : انګور د Uric acid د تيزابيتو تاثيرات کموي او د سيستم څخه تيزاب له منځه وړي نو په پښتورګو باندې د فشار او زور د کميدو سبب ګرځي او همدارنګه انګور په زياته اندازې سره اوبه لري نو د يورانيش عمليه تيزوي

11. د وينې د کلسترول د کموالي لپاره: انګور د Pterostilene يو مرکب لري چې دغه مرکب ددې ظرفيت لري چې په وينه کې د کلسترول اندازه کمه کړي.او همدارنګه د انګورو په پوستکي کې Saponin موجود ده چې د کلسترول سره په يوځاي کيدلو سره يې د کلسترول د جذب کچه کميږي.

12. د بکتريا او وايرسونو د فعاليت د کنترول لپاره : سره انګور ډير قوی د بکتريا او وايرسونو د خاصيت ضد فعاليت کوي کوم چې انسان په وايرسونواو بکترياوو پواسطه د اخته کيدنې څخه ژغوري او همدارنګه د پوليو وايرس کنترول لپاره هم يوه قوي مانع دی او انګور انسان په کولمو او د بدن په نوروسيستمونو کې د بکترياوو پواسطه د اخته کيدنې څخه ساتي.

13. د سينې سرطان د کنترول لپاره : نوو څيړنو ښودلې ده چې انګور د سينې د سرطان ناروغۍ کنترولوي ،دسينې د غوټو دحجم په کميدلو کې هم مرسته کوي د انګورو د اکسديشن ضد عمليې په درلودلو سره د ټولو سرطاني ناروغيو د کنترول لپاره ګټور دی چې د انګورو جوس يا اوبه د سينې د سرطان د کنترول لپاره ډيې موثرې دي خصوصاً د ښځينه د سرطان ناروغي په ډير ښه ډول کنترولوي.

14. په زيات عمر لرونکو خلکو کې د حفاظي د کمزوري ناروغۍ (Alzheimr’s ) د کنترول لپاره : انګور په خپل ساختمان کې پولي پينول درلودونکئ دی چې د زيات عمر لرونکو خلکو حفاظې د کمزوري د ناروغۍ اندازه کموي،مطالعو ښودلې ده چې انګور د دماغو هم قوي کوي،د برتانيې Nutrition Claim په نوم مجلې په يوه ليکنه کې ذکر کړي چې د انګورو اوبه د دماغو وظايف اصلاح او ښه کوي خصوصاً د هغه زيات عمر خلکو کې کې چې د هغوئ دماغو ته صدمه رسيدلې وي

15. د سترګو ناروغۍ د کنترول لپاره : انګور کولای شي چې د عمر مربوطه د سترګو د ديد د کموالي او د سترګو ناروغيو مخه ونيسي. په ميامي پوهنتون(Miami University) ک?