انار د نړۍ تر هرې میوې زیاتې ګټې لري 

378053-sepik

 د نړۍ هره طبیعي خواړه ځینې پټ او ښکاره ګټې لري خو د انګلستان ساینسپوهانو د څیړنو په نتیجه کې وویل چې انار د نړۍ تر بلې هرې میوې زیاتې ګټې لري.

انګلستان د اکسفورډ پوهنتون څیړونکو په تیرو لسو کلنو کې د انار په اړه شوي مختلفو څیړنو په اړه یو راپور خپور کړی د کوم په اساس چې انار د نړۍ تر ټولو ګټوره میوه ټاکل شوی.

د اکسفورډ پوهنتون لخوا خپور شوی دغه راپور پر بنسټ انار په میوو کې تر ټولو زیات روغتیايي ګټې لري. د دغې میوې استعمال په بدن کې د ځینې برخې اضافي وزن کموي.

په دغه میوه کې شته ګټور مواد په بدن کې د اضافي وزن زیاتوونکي حجرات او نسجونه له منځه وړي چې له دې سره د اضافي وزن په کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

د ځینې څیړنو پر بنسټ د دغې میوې اوبه انسان له ذهني فشار یا خپګان څخه ژغوري او د دغې ناروغۍ له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره درمل ګڼل کیږي.

څیړونکي ویلي چې په انار کې د سنترې او شین چای په نسبت درې چنده زیاته انټي اکسیډنټ شتون لري کوم چې د انسان بدن د فضله موادو له ناوړه اثراتو ژغوري.

د دغې میوې ورځنۍ او دوامداره استعمال په انسان کې د پورستات او کولمو د سرطان مخه نیسي. د دغې میوې ورځنۍ استعمال په بدن کې د پروستات سرطان تولیدوونکي حجرات له منځه وړي.

له خواړه وروسته د دغې میوې استعمال په انسان کې د شکر اندازه نورماله ساتي له دې سربیره انار د زړه شریانونه له غوړ او نور اضافي موادو څخه پاکوي او په دې ډول د وینې جریان بهتره کوي.

له ټولو پورتنیو ګټو سربیره دغه میوه د پوټکي او ځیګر مختلفو ناروغیو لپاره تر ټولو غوره او بې ضرره درمل ګڼل کیږي او کولی شي په ځیګر کې ټول شوی غوړ له منځه یوسي.

 د اضافي وزن په کمولوکې دا لاندې مېوې اوتوکي مرسته کوي. 

368759

ځینې کسان چې غواړي اضافي وزن کم کړي نو له خواړه څخه ځان لرې ساتي. خو انسان باید له دې عادت خپلولو څخه ډډه وکړي ځکه چې دا نه یوازې یو ډیر سخت عمل دی بلکه د وزن په کمولو کې هم مرسته نه کوي. کله چې د انسان بدن په دې پوه شي چې بدن ته کافي اندازه خواړه نه رسیږي نو د لوږې یا قحطي حالت غوره کوي او لا زیات د اضافي وزن په حجراتو تکیه کوي.

د دې پر ځای چې ځان له خواړه لرې وساتئ دا به غوره وي چې خپل موخې حاصلولو لپاره مناسبه خواړه انتخاب کړئ. دلته مو له هغه خواړه سره اشنا کوو چې له خنډ پرته د اضافي وزن په کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۱- سارايي اوربشې (Oats): دغه خواړه زیاته اندازه فایبر (Fiber) نومې مواد لري. سارايي اوربشې په انسان کې د لوږې احساس کموي او انسان له هر وخت اضافي خواړه خوړلو څخه ژغوري. له دې سربیره دغه خواړه د شکر له ناروغۍ او د وینې له کولیسټرول څخه هم مخنیوی کوي.

۲- شنه مرچ (Green Chilies): کیپسایسین (Capsaicin) هغه مواد دي چې تازه مرچو ته يي ګرم طبیعت ورکړي. دغه مواد د بدن تودوخه ساتلو سربیره د میتابولیزم اندازه هم کنترولوي. تازه مرچو کې شته دغه مواد له انسان سره په وزن کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۳- هګۍ (Eggs): پروتین په انسان کې د وزن کنترولولو لپاره ډیر زیات اړین دی ځکه چې دغه مواد ضعیف عضلات بیرته رغوي. هګۍ د غوره پروتین تر ټولو غوره منبع ده کوم چې ستاسې د عضلاتو حجم په ساتلو او میتابولیزم اندازه کنترولولو کې خاص اثر لري.

۴- شات (Honey): شات انسان ته انرژي ورکولو سره د بدن غذایي اړتیا پوره کوي. یو کاچوغه شات په تړمو اوبو کې له استعمال سره په انسان کې اضافي وزن نه زیاتیږي. شات او تړمې اوبه باید سهار په نهره وخوړل شي.

۵- شین چای (Green Tea): په شین چای کې شته انټي اکسیډنټ (Antioxidant) په بدن کې د اضافي وزن حجراتو له منځه وړلو سربیره د میتابولیزم فعالیت زیاتوي. شین چای کیفین (Caffeine) نومې مواد لري کوم چې انسان ته خاصه اندازه انرژي ورکوي.

۶- هوګه (Garlic): په هوګه کې موجود الیسین (Allicin) نومې انزایم دغه خواړه ته تر ټولو پیاوړی انټي سیپټيک (Antiseptic) خاصیت ورکړی. دغه خواړه د وینې کولیسټرول مخنیوی او اضافي وزن حجرات میتابولایز کولو سره اضافي وزن کموي.

۷- مڼه (Apple): په مڼه کې شته انټي اکسیډنټ له بدن څخه اضافي وزن کمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. همدا راز دغه خواړه کې شته فایبر (Fiber) انسان مړوي او له ډیر خواړه خوړلو څخه مخنیوی کوي.

۸- رومي بانجان (Tomatoes): له دې سربیره چې دغه خواړه په بدن کې سرطاني حجرات له منځه وړي په بدن کې اضافي وزن کمولو کې هم ډیره زیاته مرسته کوي. دغه خواړه زیاته اندازه ویټامين سي (Vitamin C) لري چې ویټامین سي کې شته انټي اکسیډنټ (Antioxidant) له بدن څخه اضافي وزن له منځه وړي.

۹- د غنمو بوټي (Wheat Grass): د غنمو بوټي زیاته اندازه فایبر (Fiber) لري کوم چې په انسان کې د لوږې احساس کمولو سره له اندازې زیات خوړلو مخه نیسي. له دې سربیره له بدن څخه اضافي مواد دفعه کولو کې هم ډیره زیاته مرسته کوي او خیټه کوچنۍ کوي.

۱۰- تیز رنګ لرونکی چاکلیټ (Dark Chocolate): په تیز رنګ لرونکي چاکلیټونو کې د فلوونایډز (Flavonoids) نومې مواد شتون لري کوم چې د کولیسټرول او اضافي وزن څخه مخنیوی کوي. د دغې چاکلیټونو خاصه اندازه وزن کموي او انسان خوشحاله ساتي. له دې ګټو سربیره دغه خواړه په بدن کې د سیروتینین (Serotonin) اندازه زیاتوي.

دالاندني مشروبات مو خیټه او اضافي وزن کموي

که غواړئ له کوم ورزش او یا پرهیز پرته ځانګړی اندازه وزن په ځانګړی ډول خیټه کمه کړئ نو دغه درې مشروبات په دې برخه کې معجزه کوي او لږه موده کې زیاته اندازه وزن کمولی شي.

د نعنا یا ویلنې چای: د ویلنې پاڼې انسان د ګرمۍ په موسم کې تازه او فعال ساتي چې له دې سربیره د خیټې وزن کمولو کې هم ځانګړی اثر لري. د ویلنې چای له انسان سره مرسته کوي تر څو اضافي وزن له منځه یوسي او وزن زیاتوونکي خواړه په ښه ډول هضم کړي. د ویلنې چای وزن زیاتوونکي خواړه هضموي او وزن زیاتوونکی اثر يي له منځه وړي. د شپې لخو د ویلنې پاڼې په اوبو کې وایشوئ، له سړیدو وروسته يي په یخچال کې کیږدئ. د سهر لخوا جوړ شوی چای له بورې پرته وڅښئ.

د اناناس ځانګړی مشروب: یو اناناس د جوس جوړونې په ماشین یا جوسر کې واچوئ، لږه اندازه سړه اوبه هم په کې زیاته کړئ. دغه مشروب کې وزن کموونکي ځینې نور مواد لکه د کتان دانې یا زړي هم زیاتولی شئ. د کتان تخم یا زړي ځانګړی ډول مواد لري کوم چې کولی شي د بدن اضافي وزن په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

اناناس زیاته اندازه بروملېن (Bromelain) نومې انزایم لري کوم چې د پروتین په هضم کې مرسته کوي او د هضم شوي خواړه وزن زیاتوونکی خاصیت له منځه وړي.

شین چای: شین چای د ګټورو مشروباتو پاچا یا سلطان ګڼل کیږي. د شین چای ورځنۍ استعمال د سرطان خطر کموي او د زړه د مختلفو ناروغیو مخه نیسي. د ځینې څیړنو پر بنسټ دغه مشروب د اکسیډنټ ضد (Antioxidant) ځانګړی خواص لرلو سره د خیټې د غټیدو مخه نیسي. که یو ګیلاس شین چای له ورزش څخه وړاندې وڅښئ نو د ورزش پر مهال به ډیره چټکی سره اضافي وزن کم کړئ.

  دګنیو داوبو له ګټو هم خبر شئ  

Untitled

د ګنیو اوبه ډیر قوي غذایي مواد لري، چې د بدن مقاومت د ډیرو خطرناکو نارغیو پر وړاندې زیاتوي او د مرض پر خلاف د انسان په بدن کې د ډال رول لوبوي.

دلته مو د ګنیو د اوبو څو مهمو ګټو سره آشنا کوو:

د ګنیو اوبه د ستوني د خارښت، زکام او د نیمه سر درد لپاره یو ډیر مؤثر کورنی علاج ګڼل کیږي.

د زیړي د ناروغۍ لپاره د ګنیو اوبه تر کوم اکسیر کمې مه ګڼئ؛ ځکه چې د ګنیو اوبه په بدن کې د ګلوکوز سطحه نورمال حد ته رسوي او د ناروغ په ژر رغېدو کې مهم رول لوبوي.

په تبه اخته ناروغانو ته د ډاکټر لخوا د ګنیو د اوبو د استعمال مشوره ورکول کیږي.

ګني د سوکروس په نامه خواږه مواد لري، چې د ټپونو ژر رغېدو کې د پام وړ مرسته کوي او د شکر د ناروغۍ د ځینو ډولونو څخه مخنیوی هم کوي.

د ګنیو اوبه په تناسلي آله کې د سوي تر ټولو غوره او طبیعي علاج دی.

د ګنیو اوبه په بدن کې د کولیسټرول د زیاتېدو مخه نیسي او په دې توګه د زړه د ناروغۍ خطر تر ډیره بریده کموي.

په ګنیو کې د الکلوی په نامه ماده موجوده ده، چی دغه ماده انسان د غدې او سینې له سرطانه ژغوري.

ګني د زیات مقدار ګلسیم او فاسفورس د لرلو په خاطر هډوکي تقویه کوي.

مختلفو څیړنو ښودلې ده، چې د ګنیو اوبه ځیګر او ګردې په طبیعی توګه صفا او د فعالیت کچه یې لوړوي.

له ګنیو څخه لاسته راغلې ګوړه د اوسپینې غوره منبع ده.