اې د اکتوبر د اوومې نېټې یرغلګرو!

14484804_1709849062671450_6532563044090162628_n

شاکر مموزی

تاسو د جوړ انسانیت او بشریت ارونه وشلول

تاسو له خپلې لغړې ډیموکراسي څخه یو ستر او د پت کیان ځار کړ

تاسو زموږ کلي او هیواد ته د ناخوالو ، وراني او وحشت ډالۍ راوړې

تاسو دلته انسانیت وداړه ..

د مبارکې روژې په وروستیو تر ټولو غورو شپو کې مو په خوست کې د قیام اللیل په لمانځه ولاړ د قرآن کریم تنکي حافظان په بمبارونو په جومات کې ټوټې ټوټې کړل ، زموږ د جوماتونو ملا امامان ، حافظان ، سپین ږیري علماء او پتمن قومي مشران مو د بګرام او ګوانتانامو ځیلونه ته یوړل ، هلته مو له ټول انساني ماهیت څخه لغړ او بې رحمه عذابونه ورکړل !!

د لوګر د بابوس ، پکتیا ، خوست ، کندهار ، زابل ، رزګان او چپرهار د ودونو خوښۍ هم تاسو په وير بدلې کړې .

د ماشوم محمد جواد په څېر مو ډېر ماشومان ـ چې ستاسو د ډیموکراسي په عقیده هم مکلف نه و ـ د تورو زندانونو د تورو تمبو شاته وغورزول !!

ماشوم قاري عصمت الله هم تاسو د شاهي کوټ د غره له لمنې یوړ او د ګوانتانامو په تورو پنجرو کې مو بند کړ ، په یاد مې دي چې له ډېرې اوږدې مودې بند او کړواونو څخه وروسته یې چې کله دده مشهور ، بزرګ ،متقي عالم او عمر خوړلي پلار خلیفه صاحب دین محمد ولیده نو نه یې پېژانده !!

د شاه کارېز هغه کلی چې وار له مخه مو وران کړ ، د کلي ټول انسانان او ځناورهم ستاسو د بې رحمه او بزدله بمبار د لمبو خوراک شول ..

د شملزو هغه کورنۍ چې ټول مو شهیدان کړل او ماشومان مو په سپو وداړل څنګه به مو هېر شي ؟؟

د رزګان هغه مظلوم شهیدان چې ستاسو د شرابو مستو لیونو عسکرو یو ځل شهیدان او بیا یې پر پاکو بدنونو اورونه بل کړل کله د هېرولو دي !

ددې مظلوم او بې ګناه ولس د شهیدانو پر بدننونو د بولو ادرار د انساني مفهوم په داړلو کې ستاسو تر ټولو لوی بل نوښت و .

ستاسو د نادودو ، تیري او وحشت شمېرل د انسان له توان څخه وتلي دي ..

خو واوره !

زمو په هیواد کې ستاسو د بې رحمه بمبارونود اورونو بلول دا معنی نه لري چې پر افغان مسلمان او غیرتمن ولس مو خپله لغړه ډیموکراسي ومنله بلکې ستاسو د بمونو له اورونو سره سره زموږ د هیواد د هر وګړي په زړه کې له تاسو څخه د انتقام او غچ اخیستلو اورونه هم بل شول !

دنښترویبلاګ اداره د مموزي صاحب دلیکنې کلک ملاتړکوي په قلم یې برک او پر غلیم یې اور بل.