شمالي کوريا پر امريکا باندې د اټومي بريد لپاره د چمتووالي خبر ورکړی

شمالي کوريا اعلان کړی، چې د امريکا لخوا د بريد په صورت کې يې، پر امريکا باندې د اټومي بريد لپاره هېواد چمتو دی.

که څه هم د شمالي کوریا ځوان لارښود «کیم جونګ اون» د واکمن کارګر ګوند په وروستۍ کنګره کې د روان کال د مې په میاشت کې ويلي و، تر څو يې پر هېواد باندې د امريکا لخوا برید ونشي، تر هغې به د دوی پر ضد اټومي وسله و نه کارول شي، خو له هغې وروسته د څوم ځل لپاره امريکا ته ګواښ کيږي.

شمالي کوریا په دې وروستيو کې يوه ځواکمنه اټومي آزموينه تر سره کړه او تر هغې وروسته يې اعلان وکړ، چې اوس د دې ځواک لري، چې بالستيک توغندي پر اټومي سرګولولو يا خولپټي باندې سمبال او په امريکا او په نړۍ کې د دوی پوځي اډې تر بريد لاندې ونيسي.

شمالي کوریا وروسته له هغې ګواښونو ته پارول شوې، چې امريکا د سويلي کوريا سره په ګډه په ختيځو اوبو او د دوی پولې ته نږدې پوځي تمرينات تر سره کړل.