خرما مو د وینې له کمښته ژغوري 

Bildergebnis für ‫خرما‬‎

 ژباړه: حمیدالله حمیدي 

د وینې کمښت هغه ستونزه ده چې نن سبا ډېری کسان ورسره لاس او ګرېوان دي، خو د هرې ستونزې لپاره حل لاره هم وي. ډېر څه شته چې دغه ستونزه له منځه وړلی شي، تر ټولو اسانه او ارزانه لار یې خرما ده.

په خرما کې شته اوسپنه د وینې د کمښت او مګنیزیم یې د سرطان مخه نیسي، دا چې په خرما کې د فاسفور کچه هم لوړه ده، نو ګټه یې د هغو کسانو لپاره ډېره ده چې فکري کارونه کوي.

د تغذیې د برخې متخصصین او روغتیا پالان وایي، که خرما یوازې او یا هم له لبنیاتو او بادامو سره وخوړل شي، د هغو لپاره چې روژه نیسي، فکري او یا هم دروند فزیکي کار کوي، ښه او مقوي خواړه حسابېږي.

په خرما کې شته فیبر د وینې غوړ له منځه وړي، قند، موسیلاژ او پکتیکي مواد یې د سینې په نرمولو او د ټوخي په له منځه وړو کې مرسته کوي. خرما د انسان جنسي قوت زیاتوي او په معده کې اضافي اسید له منځه وړي.

دا چې خرما له ډېرې پخوا زمانې خلک د قوي خوړو په توګه کاروي، په سنتي طب کې یې هم ډېرې ګټې په ګوته شوې دي چې په دې وروستیو کې له علمي پلوه هم تایید شوې دي.

د سنتي طب له اړخه د خرما ګټې:

د خرما خوړل په یوازې ډول او یا هم له شیدو سره د دې لامل کېږي چې ارام خوب وکړئ.

خرما د لیدلو او اورېدلو حس پیاوړی کوي، د مکروب ضد خاصیت لري او د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت زیاتوي. د امیدوارو مېرمنو لپاره یې ګټه دا ده چې د ارامۍ احساس کوي او د شیدو په زیاتوالي کې ورسره مرسته کوي. خرما معده پیاوړې کوي او د اسهال د کابو کولو لپاره ګټوره تمامېږي.

د خرما جانبي عوارض:

دا چې خرما په زیاته اندازه شکره لري، نو په خوړلو کې یې باید افراط ونه شي، که څه هم ان هغه کسان چې د شکرې پر ناروغۍ اخته دي، د خرما له خوړلو نه دي منع شوي، خو بیا یې هم  باید په خوړو کې توازن په پام کې ونیول شي. دغه راز که خرما له اندازې زیاته وخوړل شي، د غاښونو د وروستېدو او چاغوالي لامل کېږي. په ټوله کې ویلی شو چې خرما د کم خونۍ، سرطان، قبضیت، ټوخي، اسهال، تبې، انفلونزا، سردرد او التهاب ضد خاصیت او په لسګونه نورې ګټې لري.

د بهي له خواصو او ګټو خبر شئ  

Bildergebnis für aiva

ژباړه: حمیدالله حمیدي

بهي هغه مېوه ده چې د مني موسم په وروستیو کې پخېږي؛ که مو خام بهي خوړلی وي، زړو یا دانو ته به مو یې هرو مرو پام کړی وي چې په یو ډول سرېښناکو موادو چې (Tannin) نومېږي پوښل شوې وي؛ کله چې بهي وخوړل شي د تانن په نوم دغه مواد له لویو کولمو سره سرېښېږي، د کولمو مخاطي غشا د التهاب پر وړاندې قوي کوي او له سرطان څخه یې ژغوري.

که بهي خام وخوړل شي او یا هم و اېشول شي، دواړه یې د ستړیا په له منځه وړو کې ګټور تمامېږي.

د هغو کسانو لپاره چې پر زکام اخته وي او یا هم ټوخی ولري، په اوبو کې اېشېدلی بهی یې ښه نسخه ده.

اوس چې د بهي د مېوې موسم دی، تازه پیدا کېږي، د خام یا تازه بهي غذایي ترکیبات پر ځای وي، د مڼې په څېر یې په خوړولو کې ځنډ مه کوئ.

په بهی کې معدني مواد او ځانګړنې یې:

په بهی کې په ډېره اندازه معدني مواد لکه مس، اوسپنه، پوتاشیم، کلیسم او مګنيزیم شتون لري.

بهی د سرطان ضد مېوه ده:

دا چې بهي په خپل ترکیب کې انتي اکسیدان لري، نو په بدن کې د هر ډول سرطان مخه نیسي، دغه راز بهی مغذي ګیاهي مواد لکه فیبر او ګڼ ويټامینونه هم لري.

بهي له غوړو خالي مېوه هم بلل کېږي؛ په بهی کې د غوړو اندازه په صفر کې ضرب ده، نو هغو کسانو ته چې د وینې غوړ لري، د خوړو لپاره مناسبه مېوه بلل کېږي.

بهي د ويټامین (سي) ښه سرچينه ده:

د پاخه شوي بهي په هرو سلو ګرامو کې ۱۵ ملي ګرامه ويټامین (سي) شتون لري چې په ورځني ډول زموږ د بدن ۲۵ سلنه ويټامین سي پوره کولی شي، دغه راز په بهی کې ويټامین B1, B6, B9 هم موندل کېږي.