ملګري ملتونه:
د اچین په امریکايي بمبارۍ کې ۱۵ ملکیان وژل شوي

ملګري ملتونه وايي چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو ډرون برید ۱۵ ملکیان وژلي او ۱۳ نور يې ټپیان کړي دي.
دوه ورځې وړاندې د امریکا یوې بې پېلوټه الوتکې سهار وختي د اچین ولسوالۍ د یوه قومي مشر پر کور بمونه وغورځول چې له کبله یې د عامو وګړو په شمول قومي مشران او ښوونکي و وژل. که څه هم د اچین سیمهییزو چارواکو ټول وژل شوي او ټپي شوي کسان ملکیان بلل خو ولایتي چارواکو هغه مهال ادعا وکړله چې په برید کې ۱۸ داعشیان او ۴ ملکیان وژل شوي.
اوس تازه په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اچین ولسوالۍ کې د داعش پر وړاندې شوي برید کې ملکیانو ته تلفات اوښتي دي.
سرچېنې زیاته کړې چې په دغه برید کې د یوه ماشوم په شمول ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
ملګرو ملتونو (یوناما) په ملکي وګړو د امریکايي ځواکونو هوايي برید په کلکو ټکو غندلی دی.
خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس د سیمې اوسیدونکي د یو کس په کور چې له حج څخه ستون شوی و او د شپې مېلمانه و، چې پرې هوايي برید وشو.
« دغه ملکیان په یوه کلي کې راټول شوي ووو څو له حج څخه د یوه قومي مخور بیرته راستنیدل ولمانځي. یاد کسان د قومي مخور په میلمستون کې بیده وو چې پیښه رامنځ ته شوه. په ملکي قربانیانو کې زدکوونکي او یو ښوونکی شامل دی. تر څنګ یې فکر کیږي چې په قربانیانو کې د یوې حکومت پلوه کورنۍ غړي هم شامل وو.»
یوناما پر دې ټینګار کړی چې په شخړې کې ټولې ښکیلې غاړې باید د نړیوالو بشردوستانه قوانینو ترمخه خپل مکلفیتونه په پام کې ونیسي.
په عین حال کې په کابل کې د امریکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم د اچین برید پخلی کړی خو ویلي یې دي چې دوی اوس د معلوماتو په راټولولو بوخت دي.
بل لوري ته د ملي دفاع وزارت تېره ورځ ویلي وو چې د امریکايي او افغان ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعشیانو مرکز باندې بمبارۍ شوې دي.
په اچین ولسوالۍ کې ملکي وګړي په داسې حال کې په نښه کیږي چې څو ورځې وړاندې د روزګان په مرکز ترینکوټ کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوايي برید کې ۸ دولتي پولیس و وژل شول.
ګډ حکومت تر دې دمه د امریکايي ځواکونو هېڅ یوه بمبارۍ نه ده غندلې.