د برهان الدين رباني د پنځم تلين غونډه کې غبرګون د کرزي پر وړاندې
په کابل کې د برهان الدين رباني د پنځم تلين غونډه، چې لا هم روانه ده او د تلويزيونو لخوا په ژوندۍ بڼه خپريږي، له ګډوډيو سره مخ شوه .
په غونډه کې سیاف خبرې کولې، چې يو ځل ګډوډي رامنځته شوه او شعارونه ورکول کیدل. تر سياف وروسته د کرزي د وينا وار شو، چې بيا هم ګډوډي شوه، خو کرزي خبرو ته ادامه ورکړه او له ټولو يې د زغم غوښتنه وکړه.
نوموړي پر روانو حالاتو يې خبرې وکړي، په افغانستان کې يې د ملکي خلکو د وژنو د پېښو د يادولو تر څنګ، د برهان الدین رباني يادونه وکړه، چې د سولې لپاره يې هر څه پر ځان منلي وي او په دې لاره کې ووژل شو.
حامد کرزي طالبانو ته هم د ورڼو خطاب وکړ او هيله يې څرګند کړه، چې د حکمتيار په څېر دوی هم د سولې هوکړې ته حاضر شي.
د وينا په پای کې حامد کرزی په ناستو کسانو کې د هغه کس خوا ته ورغلی، چې د ده پر وړاندې يې غبرګون ښودلی و او له لاسه نيولی يي سټیج ته راوست او غيږه کې يې ونيولو، چې ياد کس هم نور څه حرکت ونکړ او هر څه کابو شول. حامد کرزي ټولو ته وويل، چې بهرني لاسونه دي، چې زموږ تر منځ بې اتفاقي رامنځته کوي او موږ بايد يو بل سره سوله وکړو.
دې غونډې ته د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشيد دوستم نه و راغلی، خو د هغه پيغام ولوستل شو.
اوس د بلخ والي عطا محمد نور خبرې کوي.
پر پخواني ولسمشر حامد کرزي باندې نيوکه ده، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال يې شمال ټلوالې ته ډير امتیازات ورکړل خو له دې سره سره دوی راضي ندي او نن يې د دوی په غونډو کې د حضور پر وړاندې غبرګون ښودل کيږي.
تبصرې ولولئ:
tar khoday me jaar ke che darwashwal pasatona
Arachosia Arakoziaيو فاړسو ژبي شاعر څه ښه ویلی دي ... سعدیا شیرازیا سبق مده کمزاد را::: کمزاد چو قادر شود ګردن زند استاد را... نو کرزي هم کمزادو ته امتیازات او سبقونه ورکړي دی ښه دی چي الله يي همداسي په شرمونو و شرموي