ولسي وګړو په انګور اډه کې پاکستاني تاسیسات وران کړل

angor-ada

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو د دغه ولایت د انګور اډې ټول تاسیسات چې د پاکستان له لوري جوړ شوي وو، وران کړل.

د برمل ولسوالۍ یو قومي مشر نور الله وزیر ویلي چې د دغې ولسوالۍ سلګونه کسانو د پاکستاني تاسیساتو خلاف مظاهرې وکړلې او وروسته یې دغه ودانۍ ونړولې.

هغه زیاته کړې چې پاکستان دغه تاسیسات د افغانستان پر خاوره جوړ کړي وو خو لاریون کوونکو لخوا وران شول.

نوموړي وویل چې «موږ دا تاسیسات له دې کبله وران کړل چې د افغانستان پر خاوره جوړ شوي وو او بل پاکستان غوښتل چې دغه دروازه د خپل ځان لپاره د یوه تاریخي ثبوت په توګه جوړه کړي».

د برمل ولسوالۍ یو بل اوسیدونکي اسدالله پژواک خبري اژانس ته ویلي چې په انګور اډه کې ټول تاسیسات د خلکو له خورا وران شول.

هغه وویل چې د دغې دروازې له کبله دوه قومي ورونه له یوه بله بېل شوي وو چې اوس د دغې دروازې په ورانېدو سره بېرته یوځای شول.

اسدالله په وینا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي به تر دې وروسته پاکستاني ځواکونو ته هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د افغانستان پر خاوره نظامي تاسیسات جوړ کړي.