د غلو انصاف 

حمدالله حلميار

ژباړه: حمدالله حلميار

مول وهلي غله بانک ته ننوتل…په لوړ غږ یې وویل: ژوند مو خپل ملکیت دی او په بانک کې شتمني د دولت ملکیت دی، نو که خپل ملکیت ژغورل غواړئ پر خپلو ځایونو پړمخې ورپریوزئ… (دې ته وایي د یوې خبرې سم اسلوب او سیده تعبیر… د کلام مهارت)

خلګو هم ډیر ژر د غلو غوښتنه ومنله…

غلو چې شتمني له ځان سره یوړه، نو په غلو کې کشر غله خپل مشر غله ته وویل: راځئ پیسې وشمېرو تر څو د حساب له مخې ونډه بیله کړو… مشر وویل: دا پیسی خو بیخي زیاتې دي په شمیرلو یې زموږ ډیر وخت ضایع کیږي… ماښام ته به یې په خبرونو کې ووایي چې موږ څومره مبلغ غلاکړی… :-)

(دېته وایي تجربه)

له بانک نه چې غله ووتل نو یوه مامور غږ وکړ: چې هلۍ ژر پولیس خبر کړئ…!

مشر مامور ورته وویل: صبر وکړئ! چې دا لس میلیونه نور چې موږ غلي ایښي یو لوري ته خوندي کړو تر څو له هغو اویا میلیونه سره چې موږ ټولو په ګډه اختلاس کړی، د غلا په دوسیه کې شامل کړو…

(دېته وایي د موقع استفاده)

سبا غلو له راډیواوریدل چې له بانک نه غلو سل میلیونه شتمنی غلاکړې… غلو چې پیسې وشمېرلې شل میلیونه دي…دلته نو د غلو د مشر په دماغو کې اور بل شو چې څرنګه دغه د بانک خائنان مسؤلین وتوانیدل په دومره مهارت او کمال سره اتیا میلیونه  غلا او ددوی په نوم پټ کړي…؟؟؟

(دېته وایي مهارت)

د غلو مشر هوډ وکړ چې خپل ځان به دولت ته سپاري خو ددغو خاینانو ریښې به له تنې سره له منځه وړي…
(دېته وایي ژر او پر سم وخت تصمیم نیول)

 

دپاچا او وزیرله پنده ډکه کیسه

tolanez
ژباړن : عطا محمد میاخېل
  یوه ورځ پاچا خپلو سړیو ته امر وکړ، چې څو دانې وحشي سپیان وروزي او له هرچا څخه چې کومه تېروتنه کېږي، نو د یادو سپیو په وړاندې یې وغورځوي، ترڅو یې په ډېر وحشیانه ډول وداړي .

یوه ورځ د وزیرانو له ډلې څخه یوه وزیر د یوې موضوع په اړه رایه ورکړه، چې د پاچا خوښه نه شوه، امر یې وکړ، چې هغه د سپیانو په وړاندې وغورځوئ . وزیر وویل : ما لس کاله ستا خدمت وکړ او له تاسو څخه لس ورځې وخت وغواړم، پاچا وویل : لس ورځې وخت مې درکړ .

وزیر د سپیانو ساتونکي ته ورغی او ورته وې ویل : زه غواړم، چې د لس ورځو له پاره، د دې سپیانو خدمت وکړم .

ساتونکي وپوښتل : له دې کار څخه به څه تر لاسه کړې ؟

وزیر وویل : ډېر ژر به پوه شي .

ساتونکي وویل : سمه ده همداسې وکړه .

وزیر سپیوته د هوساینې د سامان آلاتو برابرول او د خوړو ورکړه پیل کړه . د هغوی وینځل او هر کار چې اړین و ترسره یې کړ .

لس ورځې تېرې شوې او د حکم د پلي کېدو وخت را ورسېده، پاچا امر وکړ، چې وزیر د سپیو په وړاندې وغورځوئ، ترڅو یې وداړي . حکم پرځای شو
او خپله پاچا هم د پېښې ننداره کوله، مګر له عجیبې صحنې سره مخامخ شو . ټول سپیان د پاچا پښو ته وغورځېدل او هېڅ نه ښورېدل .

پاچا وویل : له دې سپیانو سره دې څه کړي دي ؟

وزیر ځواب ورکړ : لس ورځې مې د دې سپیانو خدمت وکړ، هېر یې نه کړ، مګر لس کاله مې ستا خدمت وکړ او تا هرڅه هېر کړل .

پاچا له ډېره شرمه خپل سر ښکته کړ او د وزیر د خوشې کېدو امر یې وکړ .

ښایي ستاسو په ژوند کې داسې کسان وي، چې کوچنۍ تېروتنه یې کړې وي او له ډېرې مودې را هیسې ځان ته اجازه نه ورکوئ، ترڅو هغوی وبښئ . کافي ده چې نن د هغو ښو ورځو په اړه فکر وکړئ، چې له هغوی سره مو لرلې . ډاډه یم، چې هغوی به وبښئ .