دا ترهګرخو امریکا دخپلو موخو لپاره وزېږول 

امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه پر منځنۍ اسیا د ولکې ټینګولو په هڅه کې ده

 

امریکا د نړۍ په یو شمېر سیمو کې خلاف کارونه وکړل، په لوی لاس یې ترهګر وزېږول، هغوی یې وروزل او د خپلو جیوپولټیکي موخو د ترلاسه کولو لپاره یې هغوی ته پیسې او وسلې ورکړې. «د قرغېزستان پخوانی ولسمشر»

د قرغېزستان پخوانی ولسمشر وايي چې په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا مبارزه د منځنۍ اسیا ستراتیژیکې سیمې ته د ور ننوتلو لپاره یوازې یوه پلمه وه.

عسکر اکایوف له ریانووستي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې په ۲۰۰۱ کال کې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین، د منځنۍ اسیا او د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د امریکا په مشرۍ د یوې نړیوالې ټلوالې د جوړېدو ملاتړ وکړ، خو وروسته ولیدل شول چې امریکایانو نورې موخې هم لرلې او د ترهګرو د له منځه وړلو هوډ ورسره نه و.

د هغه په وینا، امریکا د نړۍ په یو شمېر سیمو کې خلاف کارونه وکړل، په لوی لاس یې ترهګر وزېږول، هغوی یې وروزل او د خپلو جیوپولټیکي موخو د ترلاسه کولو لپاره یې هغوی ته پیسې او وسلې ورکړې.

هغه وايي:«امریکایان په عین وخت کې د څو موخو د لاسته راوړلو په هڅه کې وو، دوی د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ غوښتل، چې د منځنۍ اسیا په خورا مهمه ستراتیژیکه سیمه کې خپلې پښې ټینګې کړي، متحد ایالتونه داسې ګڼي چې د نړۍ ګرد هېوادونه د دوی د ګټو په ساحه کې دي، د امریکایانو دنده د وضعې څارل او کنټرولول دي، د دوی یوه موخه بېخي په ډاګه ده او هغه دا چې منځنۍ اسیا باید کنټرول او وڅاري».

د قرغېزستان پخوانی ولسمشر زیاتوي، د امریکا متحدو ایالتونو غوښتل، چې په قرغېزستان کې له خپلې اډې د روسیې، چین او هند پر وړاندې څارګریز فعالیتونه ترسره کړي او پر دې سربېره له فارس خلیج څخه چین ته د نفتو د لېږد پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.

دی وايي امریکا نه غوښتل، چې چین انرژیتیکي توکو ته اسان او نېغ لاسرسی ولري.

عسکر اکایف په خپله مرکه کې زیاتوي چې د امریکا متحد ایالاتونه په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې جدي او کلک هوډ نه لري.

هغه وايي:«امریکا له پنځلسو کلونو راهیسې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې خبره کوي، خو ترهګري تر اوسه له منځه نه ده وړل شوې او ترهګر په ډېر قوت سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي، داسې ښکاري چې امریکایان د ترهګرۍ د بشپړ ورکاوي هوډ نه لري، بر عکس دوی غواړي، چې ترهګر تر خپل کنټرول لاندې راولي او د هغه چا او هېوادونو پر ضد یې وکاروي، چې د واشنګټن نه خوښیږي».

د قرغېزستان پخوانی ولسمشر د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر یوولسمې بریدونه یوازې یوه پلمه ګڼي چې په خبره یې امریکایانو دغه پېښه د خپلو موخو لپاره په پراخه کچه وکاروله.