د افغانستان پر حکومت د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیر نیوکې
د ملګروملتو په امنیت شورا کې تېره شپه د افغانستان پر حکومت د نیوزیلنډ توندې نیوکې د منځني ختیځ د هیوادونو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې او نیوزیلنډ یې د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې تورن کړ.
د نیوزیلنډي رسنۍ (nzherald.co.nz) د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر مورې مککولي، په داسي حال کې چې هیواد یې د دوهمې دورې لپاره د امنیت شورا مشري کوي، او د افغانستان په اړه د تېرې شپې د غونډې ریاست یې هم په غاړه درلود، د افغانستان پر حکومت سختې نیوکې وکړې.
مککولي د افغانستان د حکومت پر مشرتابه د انتقاد په ترڅ کې وویل«هغه وخت راغلی چې په دې باب صادقانه خبرې وشي چې ولي په دغه هیواد کې سوله نه راځي.»
د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د خپل هیواد د مالي او پوځي ملاتړ یادونه وکړه، ویې ویل چې ۱۰ کاله ۳۵۰۰ نیوزیلنډي پوځیانو په افغانستان کې خدمت وکړ او ځیني ووژل شول.
ده زیاته کړه، په تېرو ۱۵ کلونو کې د نړیوالې ټولنې له پراخ ملاتړ سره سره لا هم په افغانستان کې د سولې څرک د دې لپاره نه لګېږي چې حکومتولي پکې کمزورې ده.
مککولي وویل «دوه کاله وړاندې د ملي یووالي د نوي حکومت جوړېدا له شخصي ګټو او فساده د افغانستان د پاکولو لپاره نوې هیلې وغوړولې. خو موږ اوس څه وینو؟»
ده د ملي یووالي حکومت په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو په راوستلو او د ولسي جرګې د انتخاباتو په ترسره کولو کې ناکام وباله، ویې ویل چې دا د افغانستان د اوسني حکومت مشروعیت زیانمنوي.
د نیوزیلنډ (nzherald.co.nz) نه دي ویلي چې د منځني ختیځ د کوم هیواد استازو د مککولي د څرګندونو مخالفت وکړ او یا یې دقیقاً څه وویل.
نیوزیلنډي پوځیان له افغانستانه تر وتلو مخکې په بامیان ولایت کې دېره ول.