افغانستان کې د زعفران د کرلو زياتوالی او په نړۍ کې ۳ کاله پر له پسې لومړی مقام 

په هېواد کې په پراخه کچه د زعفرانو کرنه ډيره مخينه نه لري، خو په تيرو ۳ کلونو د بهرنيانو په مرسته دې برخې ته پاملرنه زياته شوې او ۹۰۰ هکتاره ځمکه په زعفرانو کرل کيږي او له ۲۰۱۳ ز کال راهیسې ۳ کاله پرله پسې په نړۍ کې د کيفيت له پلوه د افغانستان زعفران لومړی مقام ګټي.

د خوند او کيفيت د ارزونې نړيوال مرکز، د نړۍ د مختلفو هېوادونو نه ۳۰۰ ډوله زعفران په تيرو ۳ کلونو کې اروزلي او افغانستان تر ټولو ميدان ګټلی او د لوړ کيفيت زعفرانو په توګه پيژندل شوي دي.

اوسمهال په افغانستان کې ۱۵۰۰ تنه بزګر په زعفرانو د کر کيل په برخه کې بوخت دي او ۱۸۰ د زعفرانو وچونکې دستګاوې لري.

د افغانستان زعفران په نړۍ کې ښه بازار لري او يو کیلو يې په ۲۵۰۰ ډالره پلورل کيږي، چې تر ايراني او نورو ټولو يې بيه لوړه ده. ايران که څه هم د نړۍ تر ټولو زيات زعفران توليدوي او په دې برخه کې پوره تجربه لري، خو د افغانستان اقليم د زراعت لپاره ډير مساعد دی.

د يادونې ده، چې د ايران سره په هم سرحده ولايت هرات کې د زعفرانو کار و بار ډير دی، خو په خوست کې هم د زعفرانو د کرلو تجربه دومره بريالۍ وه، چې د هرات تر زعفرانو يې هم کيفيت لوړ و، خو په افغانستان کې د مور او ميرې چلند او د زراعت وزارت د نه موثريت له کبله دغه برخه کې بيا هلته کار ونشو.

څيړنو ښودلې، چې په افغانستان کې د زعفرانو کار و بار او د انارو محصولات د مخدره توکو ځایناستی کيدلی شي، ځکه بزګرانو او بڼوالو ته لوړ او حلال عايد تر لاسه کولی شي.

 د زعفران روغتیایيٍ ګټې په لاندني لینک کې وګورې:

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21389