د سقاو د زوی پلویان د هغه مړی د هابیل د مړي په څېر ګرځوي،

خو ځای ورته نه مومي

006

تاند – په کابل ښار کې د پخواني لنډمهالي واکمن حبیب الله کلکاني او د هغه د ملګرو مړي نن تر ډېره وخته د شهرآرا د غونډۍ بېخ ته په کوڅه کې ایښي پاتې شول.

دغه ستونزه هغه وخت رامنځته شوه چې د جنرال دوستم پلوي فعالانو اجازه ورنه کړه چې د کلکاني او د هغه د ملګرو مړي د شهرآرا په تپه کې خاورو ته وسپارل شي.

د جنرال عبدالرشید دوستم د پلوي فعالانو یوه استازي بشیراحمد ینج طلوع نیوز تلوېزیون ته وویل چې شهر آرا تپه یو تاریخي ځای دی او اجازه به ورنه کړي چې د کلکاني او د هغه د ملګرو مړي هلته ښخ کړای شي، خو بلې خوا ته د سقوي حرکت یوه غړي نوید رامش طلوع نیوز ته وویل چې هغوی به دا کار په زور سره وکړي.

دا چې د شهر آرا په تپه د جنرال دوستم پلوي ځواکونو ځای نیولی او د سقوي حرکت له پلویانو څخه غوښتنه کوي چې مړي دې د کلوله پُشتې په غونډۍ کې ښخ کړي له دې امله د دواړو غاړو ترمنځ نن نیمه ورځ ستونزې روانې وې او د کلکاني مړی د هابیل د مړي په څېر په کوڅه کې ایسار پاتې شو.

په ټولنیزو رسنیو د جنرال دوستم په یوه خپره شوې ویډیو کې د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند یو پلوي شخص چې نوم یې نه دی یاد شوی ښاغلي دوستم ته اطمینان ورکوي چې په لوري یې ولاړ دي او دا چې تر سهاره پورې به له لوګر څخه د ۱۰۰۰ تنو وسله والو یوه ډله ورته را ورسوي چې د حاضرو خلکو له خوا په چکچکو بدرګه کیږي.

بلې خوا ته، د شمال ټلوالې خواخوږي عبدالرب رسول سیاف هم میدان ته رادانګلي او د سقوي حرکت یوه فیس بک پاڼه مسعودیان وایي چې له دوستم څخه یې غوښتنه کړې چې په ځای کېني که نه «مجاهدین» به لاس په کار شي او دولت به بې ثباته شي، خو د جنرال دوستم پلویان وایي چې له خپل هوډ نه به تېر نشي.