دسقاو زوی ته منسوب جسد یې بالاخره په توره شپه ښخ کړ
تاند – د سقوي حرکت پلویانو نن ماخستن د شپې له تیارې نه په استفادې سره د حبیب الله کلکاني او د هغه د ملګرو جسدونه چې د کابل ښار له نادرخان تپې څخه یې را اېستلي ول د کابل ښار د شهرآرا په غونډۍ کې بیا ښخ کړل.
د کلکاني او د هغه د ملګرو جنازې نن څو ساعته وروسته له هغه د شهر آرا تپې ته په لاره وځنډول شوې او په کوڅه کې ایسارې پاتې شوې چې د جنرال عبدالرشید دوستم پلوي فعالانو اجازه نه ورکوله چې د شهرآرا په تپه یې ښخ کړي او ویل یې چې شهر آرا تپه یوه تاریخي سیمه ده او باید چې د غلو په نومونو یاده نشي.
دا لا معلومه نه ده چې د جنرال دوستم پلوي فعالانو په کومو شرایطو د سقوي حرکت پلویانو ته اجازه ورکړه چې د خپلو مړو جسدونه په یاده تپه خاورو ته وسپاري، خو په ټولنیزو رسنیو خپاره شوي عکسونه ښیي چې د سقوي حرکت یو شمېر غړي د جنرال دوستم کور ته ورغلي او له هغه سره ناست دي.
ویل کیږی چې حبیب الله کلکاني چې په بچه سقاو مشهور دی یو قطاع الطریق او غل و چې په ۱۹۲۹ کال یې د انګرېزانو په مالي او وسله واله مرسته د افغانستان د ترقي غوښتونکي پاچا امان الله خان د واکمنۍ پر ضد قیام وکړ او هغه یې مجبور کړ چې واک پرېږدي. له ۹ میاشتې واکمنۍ څخه وروسته کلکاني د غازي نادرخان په مشرۍ د سلطنتي ځواکونو له خوا ونیول شو او له ملګرو سره یې یوځای په کابل ښار کې په دار وځړول شو.
هغه څه چې د کلکاني پلویانو نن خاورو ته وسپارل، لا څرګنده نه ده چې په رښتیا د نوموړي پاتي شوني دي او که نه دي ځکه چې د جسدونو ډي این اې ازمېښت نه دی اخیستل شوی.