کابل کې د سقاو د زوی د خښولو پر سر نښته شوې

په کابل کې د سقاو د زوی  په شمول د ۱۶ تنو هغو کسانو مړي، چې په کابل کې د غازي نادر خان لخوا په دار ځړول شوي وو، اوس بيا د یو شمېر کړيو لخوا یې د بيا ښخولو نيت و، په مراسمو کې يې نښته شوې.

C:UsersRohiDownloads14117893_1233815156638659_2393751215830414153_n.jpg

ويل کيږي، چې د دوی جنازه په عيدګاه جومات کې شوې او بيا د شهرآرا د تپې په لور روان شول، چې موخې ته د رسيدو نه مخکې د دوستم د پلويانو او نورو ازبکو او ترکمنانو لخوا يې مخه نيول شوې او نښته رامنځته شوې.

C:UsersRohiDownloads14222094_1216853185002951_2037168851400867404_n.jpg

د کورنيو چارو وزارت وياند صديقي وایي، چې ۳ تنه ټپيان شوي خو ځينې نور سرچینې د څو تنو د وژنې خبر هم ورکړی.

ځينې نورې سرچينې بيا لږ تر لږه د ۲ کسانو د وژل کيدو او ۵ تنو د ټپي کیدو رېپوټونه ورکوي.

ازبکان او ترکمن د شهرآر تپه د بابر د وخت يو تاريخی يادګار او ځای بولي او وايي، چې د يو غله او قطاع الطريق او ملګرو ته به يې اجازه ورنکړي، چې دلته ښخ شي.

اوسمهال په سيمه کې وسلوال کسان يو بل ته لاس په ماشه ناست دي، خو د کورنيو چارو وزارت وايي، چې دولت هڅه روانه کړې د خبرو له لارې ستونزه هواره کړي.

C:UsersRohiDownloads14095973_1233772656642909_720117316840377068_n.jpg

د سقاو د زوی په نوم په دغه مراسمو کې د شمال ټلوالې نامتو جنګسالاران او څېرې لکه عطامحمد نور، امرالله صالح د ګډون خبره هم کیږي.

د دوستم ډلې د حبیب الله کلکاني د مړي خښولو مخه نېولې
kalakani 2

د دوستم ډلې د حبیب الله کلکاني د مړي خښولو مخه نېولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): ټاکل شوې وه چې نن پنجشنبه به د حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) مړی چې ویل کېدل د عدلي طب په مرسته د د نادر خان له غونډۍ راویستل شوی، یو ځل بیا د کابل ښار په شهر آرا غونډۍ باندې یو ځل بیا خښ کړل شي خو د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم د پلویانو لخوا يې مخه نېول شوې ده.

د شمالي ټلوالې یو شمېر مشرانو چې په سر کې یې د بلخ والي عطامحمد نور او د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح دي د حبیب الله کلکاني د بیا خښولو لپاره د شهر آرا په غونډۍ مراسم نېولي وو.

خو دغه مراسم هغه مهال ګډوډ شول چې د کلکاني د بیا خښونې کمېسیون او د دوستم ډله په شهر ارا غونډۍ کې سره ونښتل.

د کلکاني د بیاخښونې د کميسیون یو غړي حسیب معترف پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د کلکاني او د هغه ملګرو جسدونه د کابل عیدګاه ته راوړل شوي او د ستونزې د حل لپاره له حکومت سره مذاکرات روان دي.

نوموړي زیاته کړې چې حکومتي کسان چې په سر کې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دی، ادعا کوي چې چې دغه غونډۍ یوه تاریخي سیمه ده او دوی به چاته اجازه ورنه کړي چې خپل مړي په کې خښ کړي.

د جنرال دوستم په مشرۍ د جنبش ملي ګوند ویاند کنشکا ترکستاني وايي چې ازبکان به په هېڅ صورت اجازه ورنه کړي څو د حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) جسد په شهر آرا غونډۍ کې خښ شي.

kalakani 3

هغه زیاته کړې چې د بابر باغ او شهر آرا د دوی د نیکونو لخوا اباد شوي او دوی هیچاته د دې اجازه نه ورکوی چې د تاریخي سیمو نومونه تغیير او یا هم په کې خپل مړي خښ کړي.

ترکستاني ویلي چې دوی په بل ځای کې د کلکاني د خښولو سره ستونزه نه لري.

د يادو ١٧ تنو د جنازې لمونځ د شاوخوا زرو کسانو په ګډون نن نږدې غرمه مهال د کابل په عيدګاه جومات کې ادا شو او وروسته د تدفين کمېسيون يو غړي طرحه وړاندې کړله چې دغه کسان به د شهرا ارا غونډۍ پر ځای د کابل په کلوله پشته تپه کې خاورو ته وسپارل شي.

خو د مراسمو يو شمېر ګډونوالو د کمېسيون له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ او ټينګار يې وکړ چې دغه کسان په شهرارا تپه کې خاورو ته سپاري.

kalakani

اوسمهال د شهر آرا غونډۍ د دوستم د ځواکونو لخوا محاصره شوې، هغه قبرونه چې د حبیب الله کلکاني او ملګرو لپاره ویستلي وو، بېرته ډک شوي او دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې غونډۍ ته نېږدې شي.

 

صالح محمد ریګستاني:

یو شمېر مسلح کسان راغواړو بیا ورسره خبرې کوو

 Untitled

تاند – په ولسي جرګه کې د پنجشېر د خلکو وکیل او د سقوي حرکت یو پلوي صالح محمد ریګستاني وایي چې، «که دولت څه ونه کړل بیا مسلح کسان راغواړو او مونږ پوهېږو چې بیا څه ورسره وکړو.»

ښاغلي ریګستاني دا خبرې په یوه ویډیو کې چې د مسعودیان په نامه د فیس بک پاڼې خپره کړه خپلو پلویانو ته وکړې. هغه وویل چې له ډاکټر عبدالله سره یې تماس نیولی چې خبره ورسره حل کړي او که ونه شوه بیا مسلح کسان راغواړي او ګوري به چې څه ورسره وکړي.

ښایي چې د ریګستاني خبرې د ازبک او ترکمن قومونو هغو کسانو ته متوجه وي چې نه پرېږدي چې د حبیب الله کلکاني جسد د شهر آرا په غونډۍ کې ښخ شي. ازبکان ادعا کوي چې د شهرآرا غونډۍ د هغوی د نیکونو میراث دی او اجازه به ورنه کړي چې د کلکاني جسد هلته خاورو ته وسپارل شي.

په عین حال کې د جنرال دوستم د پلویانو یوې رسنۍ بیرلیک ترکستان په ولسي جرګه کې د خپل یوه وکیل نقیب الله فایق له خپاره کړي عکس سره لیکلي چې، «د قومي نفاق هر ډول مسؤلیت د هغو څو مشرانو پرغاړه دی چې خپله ډله ییزه فیصله یې ماته کړه او غواړي چې د خپلې خواوشا د څو احساساتي کسانو په غوښتنه اقدام وکړي.» دغه پاڼه زیاتوي، «که د تاریخ دفاع او بیا موندنه ستاسو له پاره یو مسؤلیت وي چې مونږ ورته درناوی لرو، زمونږ له تاریخي اثارو څخه دفاع، زمونږ له پاره هم یو مسؤلیت دی چې مونږ یې ترسره کوو.»

بلې خوا ته د ولسمشر د مرستیال عبدالرشید دوستم د دفتر رییس ښاعلي عنایت الله بابر فرهمند په خپله فیس بک پاڼه لیکلي چې، «په کابل ښار کې له مېشتو ټولو ترکانو (ازبکانو او ترکمنانو) څخه غوښتنه کیږي چې ژر تر ژره د متقابلو مدني حرکتونو له پاره د آینه تلوېزیون سرک ته راټول شي.»

تر دې مخکې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې د کلکاني د جنازې د لارویانو او د جنرال دوستم د پلویانو تر منځ ډزو کې ۲ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

قوماندان ګل حیدر: دوستم دې خپل افراد له تپې نه ښکته کړي که نه جسدونه به یې ور ولېږم

 14232385_1082244501889656_5532040106059997063_n

تاند – د حبیب الله کلکاني د بیا ښخولو د پروسې یوه پلوي زورواکي قوماندان ګل حیدر اخطار ورکړ چې جنرال دوستم دې خپل افراد له شهرآرا تپې څخه ښکته کړي که نه د افرادو جسدونه به یې ور ولېږي.

د سقوي حرکت پلوي فیس بک پاڼه مسعودیان د ګل حیدر له قوله لیکي، «له دوستم څخه غواړم چې ژر تر ژره دې خپل افراد له تپې څخه لیرې کړي، که نه د افرادو جسدونه به یې ور ولېږم.»

14021664_1854649047896279_5582901329838345992_n

بلې خوا ته د جنرال دوستم د پلویانو فیس بک پاڼې بیرلیک ترکستان لیکلي چې، عقب نشیني د هغوی له پاره عیب دی او له خپلې پرېکړې به شا ته نشي. بیرلیک ترکستان لیکلي، «عقب نشیني زمونږ له پاره عیب دی او مونږ له خپل تصمیم څخه چې زمونږ حق دی او مونږ د خپلو تاریخي ځایونو ساتنه کوو.»

بیرلیک ترکستان لیکلي، «که دا وسله وال د شهرآرا د تپې د نښه ویشتونکیو له خوا په نښه شول بیا دې تلویزیونونه د ملکیانو نوم پرې نه ږدي بلکه دا دې ووایي چې یو څو غله او لاره شکوونکي ووژل شول.» بلې خوا ته مسعودیان پاڼه وایي چې د سقوي حرکت یو بل پلوي جنګسالار امان الله ګذر هم له خپلو وسله والو سره د شهرآرا تپې اړخ ته ورسېد.

14141615_1082259645221475_2575450684272533543_n

د سقوي حرکت پلویانو غوښتل چې د حبیب الله کلکاني (بچه سقاو) جسد د کابل ښار په شهرآرا غونډۍ کې ښخ کړي خو د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ ازبک او ترکمن قومونه په یاده تپه د هغه د جسد د ښخولو اجازه نه ورکوي او وایي چې هغه یې د نیکونو بابریانو میراث دی.

په ورته وخت کې د سقوي نظریې یوه پلوي وېب لاګ لیکونکي رزاق له جنرال دوستم څخه غوښتنه کړې چې له دې لوبې څخه تېر شي او ویلي دي چې دا یوه بایللې لوبه ده چې د جنرال او د جنبش په تاوان به تمامه شي. نوموړي لیکلي چې له پنجشېر، بغلان او تخار څخه په زرګونو وسله وال کابل ته په لاره دي. رزاق لیکلي چې دا لوبه هغه پیل شوه چې جنرال دوستم تېره شپه له ولسمشرغني سره ولیدل.