سقاوخېلو حکومت ته ۱۵ ورځې وخت ورکړ
تاند – په کابل کې سقاوخېلو یا د بچهء سقاو پلوي فعالانو د افغانستان حکومت ته ۱۵ ورځې وخت ورکړ چې د «بچه سقاو» هډوکي له قبره راوباسي او په حکومتي مراسمو یې بیا خاورو ته وسپاري.
د متحده ایالاتو مشهورې ورځپاڼې واشنګټن پست د اګست په ۲۰مه لیکلي چې، د افغانستان د تاریخ له مخې، حبیب الله کلکاني یو بې سواده لاره شکوونکی یا قطاع الطریق غل وو چې په ۱۹۲۹ کال یې د افغانستان یو ریفورمست یا اصلاحات راوستونکی پاچا [امان الله خان] له قدرته لیرې کړ، ۹ میاشتې یې واک وچلاوه او مخکې له دې چې د سلطنتي ځواک له خوا ونیول شي او په کابل کې راځوړند کړای شي هغه د عصریتوب ټولې نښې له بېخه نړولې وې.
واشنګټن پست لیکي چې، خو په افغانستان کې چې د قومي جګړو دود په کې موجود او د بهرنیو فاتحانو په وړاندې سخت مقاومتونه کیږي، حتی ډېر پخوا وژل شوي قطاع الطریق واکمنان هم پلویان لري.
ورځپاڼه لیکي چې، د کلکاني قضیه د هغه د قومي تاجک اقلیت له خوا راپورته کړای شوې ده چې وایي چې نوموړی یو متقي مسلمان او اتل وو چې اروپا ته د وخت د پاچا امان الله خان د سفر او د ملکې له خوا د غربي لباس اغوستلو له امله یې د پاچاهۍ په مقابل کې راپورته شو.
واشنګټن پست لیکي چې سقاوخېل غواړي چې، «بچهء سقاو» دې د محمد داودخان په څېر په حکومتي مراسمو او درناوي سره بیا ښخ کړای شي. سردار محمد داودخان په ۱۹۷۸ کال کې د کمونست پلوه کودتاچیانو له خوا ووژل شو، چې مړی یې په ۲۰۰۸ کال کې د پخواني جمهور رییس حامد کرزي په امر پیدا او بیا په حکومتي مراسمو سره ښخ کړای شو.
بچه سقاو د اعدام پر دار
واشنګټن پست د سقاوخېلو د یوه فعال او د ولسي جرګې د غړي داود کلکاني له خولې لیکي چې حکومت دې حبیب الله کلکاني ته د داودخان په څېر د ارام ځای برابر کړي، او په عین درجه تشریفاتو دې یې جنازه وکړي. هغوی ګواښ کړی دی چې که په دوه اونیو کې رسمي ځواب ترلاسه نه کړي هغوی به پراخ لاریونونه وکړي.
د سقاوۍ یو بل ملاتړی عمر احمد پرواني وایي چې، حکومت یوه بې رحمه هزاره اورپکي ته چې شل کاله مخکې مړ شوی د «شهید ملت» لقب ورکړی دی خو نه غواړي چې یوه تاجک امیر ته درناوی ورکړي چې په دې توګه ملي یووالی مراعت شي.
واشنګټن پست ورځپاڼې لیکلي چې، په ټولنیزو رسنیو کې هم په دې هکله بحثونه روان دي او یو شمېر تاجکان دغه قطاع الطریق امیر ته اتل وایي او د شمال ټلوالې د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود له عکسونو سره یو ځای یې عکسونه نښلوي او پښتنو ته کنځلې کوي، په داسې حال کې چې یو شمېر پښتانه او د نورو قومونو خلک بیا وایي چې هغه یو غل او جنایتکار وو.
یو شمېر ښي لاسي افغان کارپوهان په دې باور دي چې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې چې قدرت د شمال ټلوالې د جګړه مارو لاس ته لوېدلی دی د افغانستان ګڼ شمېر ملي ارزښتونه له ګواښ سره مخامخ شوي او احتمال شته چې د افغانستان حکومت د هغوی په غوښتنه د «بچهء سقاو» له پاره هم حکومتي مراسم برابر کړي، ځکه چې تر دې مخکې هم د شمال یوه جګړه مار قوماندان احمدشاه مسعود ته د ملي اتل لقب ورکول شوی وو، خو معلومه نه ده چې دغه کار به د افغانستان د نورو خلکو چې لا له وخته د حکومت له کړنو څخه ناراض دي څه ډول عکس العمل سره مخامخ شي.