دزنجپیل،توروبانجانو، تورواوسرومرچو له ګټوځان خبر کړئ:
د سونډ (زنجبیل) روغتیایي ګټې
ژباړه: حمیدالله حمیدي
پېړۍ کېږي چې په طب او اخلي پخلي کې له سونډ څخه ګټه اخیستل کېږي؛ سونډ د ويټامین اې، سي، اي، د بي د ګروپ ويټامینونو، مګنيزیم، پوتاشیم، فاسفورس، سلیکان، اوسپنې، سودیم، کلسیم او د بتاکروتنینو غوره منبع ده.
د تغذیې د برخې متخصصین په دې عقیده دي چې زنجبیل د هاضمې سيستم د ټولو ستونزو لپاره ښه نسخه ده. په غذایي رژیم کې د سونډ ور زیاتول په دې معنا دي چې نور نو د معدې له هر ډول ستونزو سره مخه ښه کوئ.
د سونډ بله ځانګړنه دا ده چې په وینه کې د غذایي مواد جذب ته لاره هواروي او د هډوکو دردونه کابو کوي، وچ زنجبیل استفراق او سر ګېچي له منځه وړي.
د امېدوارو مېرمنو لپاره یې ګټې:
د سونډ کارول د مور په خېټه کې د ماشوم له سوی شکل، جانبي عوارضو او نورو هغو ستونزو څخه مخنیوی کوي چې مېرمنو ته د امېدوارۍ په وخت کې پیدا کېږي.
د بدن دردونه او التهاب له منځه وړي:
سونډ د بدن د التهاب د له منځه وړو لپاره تر ټولو ګټوره پېژندل شوې ماده ده.
څېړنو ښودلې ده چې په زنجبیل کې شته عوامل او عناصر د یوه مسکن درمل په توګه موثر تمامېږي. که د هډوکو له دردونو کړېږئ د سونډ کارول یې تر ټولو ښه او اسانه لار ده، د سر، ملا، عضلو او مفصلونو دردونه په اسانۍ سره له منځه وړي.
سونډ مو له سرطانه ژغوري.
د زنجبیل رېښې د انتي اکسیدانو تر ټولو ښه سرچینه ده.
څېړنو ښودلې چې زنجبیل د هغه سلولونو د ودې مخه نیسي چې په لویه کلمه کې د سرطان د جوړېدو لامل ګرځي، پر دې سربېره د تیو، سږو، پوستکي، پانکراس او پروستات سرطان مخه هم نیسي.
د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي
په ورځني ډول د سونډ کارول مو د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي او د ژمي په یخو شپو کې مو له ذکام او انفولانزا څخه هم ژغوري.
خوړو ته مو خوند وربښي
له هغې ورځې چې د سونډ خوند کشف شوی د هر چا د پخلنځي مېلمه شوی او د خوړو د خوند د لا زیاتوالي لپاره یې کاروي. له سونډ څخه په هر ډول خوړو کې ګټه اخیستی شي، د خوړو خوند ښه کوي او د وزن په کمېدو کې در سره مرسته کوي. نباتات پېژندونکي وایي هره کورنۍ باید د ورځې په اوږدو کې په خپل عذایي رژیم کې لږ تر لږه ۴۰ ګرامه زنجبیل وکاروي.
زرګونه کلونه کېږي چې له سونډ څخه د جنسي قوت لپاره هم ګټه اخیستل کېږي.
د تور بانجان حیرانوونکې ګټې!

ژباړه: نورالدین کاکړ
تور بانجان په نړۍ کې یو له هغو سبزیجاتو څخه دی چې هم يي خوند ښه دی او هم د بې شمیره روغتیايي ګټورو موادو غوره منبع ګڼل کیږي.
دغه خواړه ځینې ډیرې مهمې روغتیايي ګټې لري او کولی شي انسان له مختلفو ناروغیو څخه وژغوري. دلته مو د دغې خواړه له ځینو حیرانوونکو ګټو سره اشنا کوو.
تور بانجان د فایبر (Fiber) غوره منبع ده
فایبر (Fiber) نومې مواد د قبض ناروغۍ له منځه وړلو لپاره ډیر زیات ګټور دی. که غواړئ د قبض له ناروغۍ څخه ځان وژغورئ نو خپل ورځنۍ خواړه کې تور بانجان ته ځای ورکړئ. دغه خواړه له بدن څخه د مضرو موادو په خارجولو کې مرسته کوي. د یو شمیر روغتیايي څیړنو پر بنسټ دغه خواړه د غټو کولمو له سرطان څخه هم مخنیوی کوي.
وزن کمولو کې مرسته کوي
د یو ګیلاس په اندازه تور بانجان یوازې ۳۵ کالوري لري. تور بانجان هیڅ ډول وزن زیاتوونکی مواد نه لري. دغه خواړه انسان له اضافي خواړه خوړلو څخه ژغورلی شي.
پوټکی له زړیدو ژغوري
زیات شمیر لارې او خواړه د دې لپاره چې د پوټکی د زړیدو مخه ونیسي شتون لري خو د تور بانجان استعمال بیا په ټولو کې اسانه او ارزانه لاره ده. یو ګیلاس تور بانجان ۰.۴ ملي ګرامه ویټامین اي (Vitamin E) لري کوم چې د اکسیډنټ ضد پیاوړی خاصیت لري او د انسان پوټکی له زړیدو ژغوري.
د انرژي غوره منبع ده
دغه خواړه د پیچلو کاربوهایډریټونو یو له غوره منابعو څخه ګڼل کیږي. تور بانجان تاسې ته د اړتیا وړ انرژي درکولی شي. دغه خواړه د بي ویټامینونو (B-Vitamins) غوره منبع ده کوم چې د بدن پروټین او غوړ په انرژي بدلولی شي.
اعصاب پیاوړی کوي
تور بانجان اعصاب روغ او ځوان ساتي. د څیړنو پر بنسټ په تور بانجان کې شته روغتیايي مواد اعصاب د عمر د زیاتیدو له اغیز ژغورلو سره ځوان ساتي.
کولیسټرول ټیټوي
په تور بانجان کې شته فایبر د بدن د مضر کولیسټرول اندازه په بدن کې د غوړ موادو جذب څخه مخنیوی کولو سره کموي. دغه خواړه ویټامین ډي ۳ (Vitamin D3) هم لري کوم چې د ګټور کولیسټرول اندازه زیاتولو سره د مضر کولیسټرول اغیز له منځه وړي.
تور مرچ مو له بلا ناروغیو ژغوري

نورالدین کاکړ
د تورو مرچو ځینو ګټو سره مو آشنا کوو:
د هاضمې نظام ښه کوي: تور مرچ په معده کې د هایډروکلوریک اسید جوړیدو لامل ګرځي. هایډروکلوریک اسید د پروتین او ځینو نورو قوي خوړو په هضمولو کې مرسته کوي.
د هاضمې نظام ښه کیدو سره انسان د اسهال او قبض ناروغیو باندې نه اخته کیږي.
د سرطان مخنیوی کوي: د مشیګان سرطان مرکز د یو تحقیق په اساس تور مرچ مو د سینې سرطان څخه ژغوري. تور مرچ د غټو کولمو سرطان په بدن کې د خپریدو مخه هم نیسې.
وزن کموي: تور مرچ لومړي پرده داسې مواد لري چي له بدن څخه د مضرو غوړیو سلولونه له منځه وړي او اضافي وزن کموي.
اعصابو ساتنه کوي: د څیړونکې د سپړنې په اساس د تور مرچ استعمال د کرکومن مرکب سره د عصبي سلولونو ساتنه کوي.
د پورتنیو ګټو سربیره تور مرچ د زړه تقویه کولو لپاره هم کارول کیږې.
سره مرچ مو د زړه له ناروغۍ ژغوري
ژباړه: حمیدالله حمیدي
امریکایي څېړونکو په یوه نوې څېړنه کې څرګنده کړې چې سره مرچ انسان د زړه له ناروغیو ژغوري. د زړه ناروغي په نړۍ کې یوازېنۍ هغه ده چې له امله یې هر کال ګڼ انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دغه څېړونکي پر دې باور دي چې سره مرچ په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه (Capsaicin) لري چې د زړه د سلامتیا لپاره ګټوره ماده ده، د غه راز سره مرچ د بدن التهاب او دردونه هم له منځه وړي.
مخکنیو څېړنو هم دا په ګوته کړې وه چې سره مرچ د وینې لوړ فشار ټیټوي، کلسترول کموي او د زړه د سکتې مخه نیسي.
یاد امریکايي څېړونکي وایي چې دوی په دې څېړنه کې دې پایلې ته ورسېدل چې سره مرچ دوه ګټې لري، لومړی دا چې د وینې کلسټرول کموي او پاتې شوني یې له منځه وړي او دویم دا چې په سرو مرچو کې شته (Capsaicin) په رګونو کې د وینې اسانه جریان ته لاره هواروي.
د دې څېړنې په پایله کې چې کله د امریکا په سن دیاګو کې خپرېدې، دا هم په ډاګه شوې چې په زیاته کچه د سرو مرچو کارول کېدای شي ناوړه پایلې ولري، نو ښه ده چې په کارولو کې یې پام وشي.
د سرو مرچو زیانونه
که څه هم د سرو مرچو په خوړلو سره ژبه سوځي، خو تر ټولو مسکن شی دی، سره مرچ په لومړي سر کې خپله د درد سبب کرځي خو وروسته بیا په ټول بدن کې شته دردونه له منځه وړي.
که په زیاته اندازه سره مرچ وخوړل شي په کې شته کاپساسین یې د معدې د زخم لامل ګرځي، کاپساسین د معدې په مخاطي غشا کې د وینې جریان تېزوي چې په پایله کې دغه غشا د معدې د اسیدو پر وړاندې خپل مقاومت له لاسه ورکوي او زخمي کېږي. که څه هم چې سره مرچ د هغو کسانو لپاره ګټور دي چې د زړه ناروغي لري، خو که زیات وخوړل شي دغې ناروغۍ ته لا قوت وربښي.