د خپلواکۍ د جګړې نامتو اتل غازي ببرک خان ځدراڼ 

 

د خپلواکی د جګړې یو نامتو اتل، بريتانوي هند سره د افغانستان د جنوب شرقي قومي ساتونکو مشر، د لويې پکتیا د سرحدونو سپاهي، د خپلواکۍ د جګړې مجاهد سرښندونکی د غازی امان الله خان نژدی ملگری ، د مشروطيت د سپيڅلو آرمانونو ملګری، د حق د لارې غازي او شهيد ببرک خان ځدراڼ.

لیکونکی: نجیب الله ځدراڼ ببرک زی 

د کابل د دهمزنګ د علم او جهل منار که اوس هم څوک وګوري، نو په لومړۍ ليکه کې به، په جلا تورو د ببرک خان ځدراڼ نوم چې د ملکي غونډ مشر په نامه ثبت دی وويني. دا هغه غازي او مجاهد و، چې خپل ټول عمر يې له کوچني والي نه تر مرګه پورې د هېواد په خدمت او دفاع کې تېر کړ، د ده کارنامې زموږ د هېواد په ملي تاريخ کې ثبت دي، او د یو ميړني هېواد پال په توګه يې ياد کړی دی.ببرک خان د ځدراڼو په یوه غریبې کورنۍ کې د مزک خان په کور کې د ۱۸۶۲ زکال په شاوخوا کې سترګې وغړولې. کله چې ځلميتوب ته ورسېد نو دا وخت د هند نيمه قاره د انګریزانو تر ولکې لاندې وه، او د هغې د ساتنې په موخه یې خپل لاسونه د افغانستان پولو ته هم را اوږده کړي وو. په سرحدونو کې د انګرېزانو پر ضد مقاومت پیل شو، او ځای په ځای د افغان ولس له خوا په انګريزي قواوو باندې بريدونه کيدل.

ببرک خان ځدراڼ چې زړه یې د هېواد پالنې له مينې څخه ډک و هېڅکله په کرار نشو کښيناستلی، او همدغه وجه وه چې د پکتيا ولایت د ټولو قومونو لکه ځدراڼو، منګلو، خوستوالو ، ځاځيو، احمدزیو ، غلجيو او نورو سرتيري ځوانان سره را ټول او متحد کړل . ببرک خان د دغې متحدې جبهې قومانده خپله په غاړه واخيسته او انګريزي قواوې یې تر خپلو سختو حملو لاندې راوستلې. د ده ميړانه او شجاعت ورځ په ورځ زياتيده. همدا وجه وه چې د برتانیوي هند حکومت، امير عبد الرحمن خان ته شکایت وکړ. امیر عبدالرحمن خان د خوست د حاکم شیریندل خان په واسطه ببرک خان راوغوښت، او له ده نه یې د ده د حملو په هکله پوښتنه وکړه، د ببرک په ځواب کې يوازې د وطن دفاع او ساتنې ټکي نغښتي وو. کله چې امیر د ده وطن دوستي او د وطن په دفاع د هغه ټینګار درک کړ، نو د راتلونکي لپاره یې د خدمت وعده ورکړه او هم یې ورته د سرحد د ساتونکو د قواوو د تشکیل او تنظیم هدایت ورکړ او دغونډ مشرۍ مسؤوليت یې ورته وسپاره . ببرک خان له امیر عبدالرحمن نه رخصت شو او پخپله وظيفه کې مصروف شو .
ببرک خان ځدراڼ په ۱۹۱۲زېږديز کال کې د منګلو او احمدزیو په بغاوتونو کې د حکومت په ګټه فعاله ونډه واخيسته او په ۱۹۱۷زيږديز چې د۱۲۹۶ لمريز کال سره سمون خوري، د خوست د سيمې د امنیت په راوستلو کې د ناظم په توګه فعاله رول ولوباوه، او ځدراڼ یې د توچي د سرحد د نا آرامیو څخه راوګرځول.
غازي ببرک خان ځدران د امیر عبدالرحمن خان له وخت نه د حبیب الله خان تر واکه پورې او بیا د غازی امان الله خان تر حکومت پورې خپله دنده د ګران هېواد افغانستان لپاره په مېړانې او شجاعت په خاصه توګه د انګريزي استعمار په مقابل کې په شهامت تر سره کړې ده. کله چې د برتانوي هند په مقابل کې د افغانستان د سرحدي تاڼو د ساتلو مسؤليت یې درلود.څو څو ځله يې چې په سرحدی تنازعاتو باندې د انګريزي صاحب منصبانو سره د افغانستان د حکومت د هيأت مشري په غاړه درلودله، نو دغه دوه اړخيزي سرحدي خبرې اترې د پیواړ، واڼه، توتکي او پاړچنار په سیمو کې شوي دي.
څرنګه چې دی په خپله یو ډېر مديراو کار پوه قوماندان او د نظامي زده کړې ماهر و نو ده په خپلو قاطعانه فيصلو دغه سرحدي مشکلات له انګریزانو سره په ښه دیپلوماتيکه وجه سره تر سره کول او اوس هم د ببرک تاڼې د خوست په علی شيرو کې، د میرانشاه په شميت کې، په ځاځی میدان، او د ټل د بازار په منځ کې بالاحصار ته نږدې د ببرک خان تاڼې او یاد ګارونه موجود دي.
کله چې د امیر حبیب الله خان له مړينې نه وروسته امان الله خان د سلطنت واګې په لاس کې ونیولې نو د افغانستان د خپلواکي اخیستلو اعلان یې وکړ. د جنوبي محاذ مسؤليت يې نادرخان ته وسپاره کله چې نادرخان له خپلو قواوو سره د مې په ۱۷ کال ۱۹۱۹زېږديز مطابق د ثور ۲۷ کال ۱۲۹۸لمريز د ببرک خان سيمې ، المره ته را ورسیدې، نو ببرک خان یې ډېر تود هر کلی وکړ او ددغه لوی لشکر په مېلمه پالنه او مرسته کې يې څلو رزره کابلي نقره ایي روپۍ ولګولې. په کال ۱۲۹۸ د جوزا په شپږمه نېټه مجاهدينو په ټل حمله وکړه . دغه حمله د ببرک خان ځدراڼ تر قوماندې او لارښوونې لاندې تر سره کېده لومړۍ ګولۍ چې انګريزي عسکر يې تېښتې ته مجبور کړل د هغه توپ ګولی وه چې د ببرک خان له خوا وويشتل شوه او د ټل د بالاحصار په جبه خانه کې ولګېده چې درنه چاودنه یې په منځ کې وشوه او بيایې اور واخيست. دا هغه توپونه وو چې ببرک خان یې مخکې د ويشتلو څخه راضي و . د "نګاهې مختصر به استرداد استقلال" د عزیز الدین وکیل پوپلزائي د کتاب په ۶۴ مخ په پاورقي کې داسې راغلي دي " یکنفر سپاهی از غند کوتوالی ساکن قريه وزیر آباد کابل که توکل نام داشت و در ساليان اخير زندگی در مطبعه دولتی کابل مصروف خدمت بود ګفت: از چشم دید خود حکایت میکنم که وقت ضربات توپ های امتحانی، ببرک خان ځدراڼ خيلی خوش شده به زبان پشتو به سپهسالار گفت هو کيږي کيږي ( بلی میشود میشود) و از لياقت توپها و توپچي های کابل اظهار مسرت و موفقیت می نمود"
او د همدغه کال د جوزا په نهمه ورځ باندې ببرک خان د خپلو ولسي سر تېرو او کرنيل عبدالقیوم او کرنيل خدای داد خان په همکاری د ټل نظامي مهمه چوڼۍ د انګريزي حکومت له سپاهيانو څخه ونيوله او انګرېزي قواوو ته یې سخته ماتې ورکړه .
محمد ولی ځلمي په خپل کتاب (زموږ غازیان) کې د استقلال د بېرته اخیستلو په جګړه کې د ببرک خان ميړانه داسې کښلې ده "ببرک خان د خپلواکي د اخیستلو په معرکه کې د متون ، ټل او واڼه په برخه کې د خپلو دوو ننګياليو زامنو شیرک خان او زمرک خان او د ځدراڼو ، وزیرو، تڼیو د لسو زرو غازیانو په ملګرتیا د ټل پر اوسپنيزه کلا باندې د افغانستان د آزادۍ بیرغ جګ کړ. ببرک خان ځدران له دغې ميړانې نه وروسته د امان الله خان له خوا تقدیر شو او ده ته یې د لمر اعلی نشان او نایب سالاري ورکړه."
د دغه جنګ په باره کې یو انګرېزي ډګرمن یو کتاب ليکلی دی چې عنوان یې دی War in Tahl ( جنګ په ټل کې ) د دغې کتاب په لومړی پاڼه د ببرک خان یو لوی عکس راغلی دی. ټول کتاب د ټل د جنګ او د ببرک خان د شهامت ملي مبارزې اتل ولي او شجاعت په هکله ليکل شوی دی چې دغه کتاب په لندن او دهلي کې پیدا کيږي.
د یادولو ده چې ۱۹۹۷زېږديز کال کې په لندن کې یو نندارتون د هغو زړو اسنادو چې ۱۰۰ کاله یې پوره شوي ترتيب شوی و په دغه نمایش کې چې عامو خلکو يې ننداره کوله هغه اسناد چې یو وخت اشد محرم وو او اوس یې ۱۰۰ کاله تیر شوي دي او افشا کېدل يې د برتانيا حکومت ته کوم زیان نه رسوي یو افغان نظامي جنرال چې له دغه نندارتون څخه یې لیدنه کتنه کړې ده وايي: "عجيبه خو دا وه چې په دغه نندارتون کې د ببرک خان ځدراڼ د یو لوی تور او سپين عکس چې په چوکات کې بند و ايښودل شوی و." داسې ویل کيږي چې د ده ځينې عکسونه د انګلستان د موزيم په آرشيف او ګالري کې شتون لري.
موږ که څه هم په خپلو ملي مبارزینو او مجاهدینو او نورو ورکو سپاهيانو چې ګران هېواد افغانستان یې موږ ته ګټلې او ساتلی دی فخر کوو او د لوی خدای ج له درباره څخه دوی ته د عفوې او بخشش دعاګانې کوو. خدای دې وکړي چې زموږ په هېواد کې زموږ د ملي غازیانو په شان نور سرونه هم را پیداشي تر څو د هېواد په ساتنه کې د دوی نقش قدم تعقیب کړي.
زه په دې باور لرم چې زموږ د ملت بچیان د خپلې خاورې د ګلانو تخمونه دي چې وټوګيږي بیا هماغه شان ملي غازیان او ملی مبارزين ترینه زرغون شي.
ببرک خان ځدراڼ په ۱۹۲۵ کال کې د غازي امان الله خان په طرفداری په یوه جنګ کې په شهادت ورسېد او د خوست ولایت د نادرشاه کوټ په علاقه داری کې د ګېډورې په کلي کې خاورو ته وسپارل شو. روح دې ښاد وي.
ای ګرانه هېواده ستا په پاکه غېږ او لمنه کې د همداسې اتلانو زرغونيدل غواړو!
مأخذ(مربوط به کتابخانه کوچک نجیب الله ببرک زی):
1. افغانستان در مسیر تاریخ ، میر غلام محمد غبار.
2. War in Tahll, British Indian Library Delhi/London 1960
3. Who is Who of Afghanistan, Ludwig.W.Adamec. ph.D GRAZ-Austria 1975
4. Afghanistan 1919, LIEUT-General G.N.MOLEWORTH, Research Collection East West Center, Asia Publication House 1963-1964
5. نگاهی به استرداد استقلال کشور، عزیز الدین وکیلی پوپلزائي
6. د خپلواکۍ جګړه، علی خان پکتيار ۱۳۶۸ کابل
7. زموږ غازيان ، محمد ولی ځلمۍ ۱۳۶۸ کابل
8. افغانستان در قرن ۱۹، محمد ابراهیم عطایی ۱۳۶۰
9. منار علم و جهل کابل، قسمت شرقی، شماره سوم
10. زما د مرحوم پلار میر افضل خان ببرک زي شفاهي خبرې

دنښــترویبلاګ یادونــــه:

دنښترویبلاګ اداره پخپلو اتلو او نومیالوافغانانو په تېره بیا زموږ په ملي اتل غازي ببرک خان ځدراڼ ویاړي.
څه چې دلته اړین بولم هغه دا، چې که پرون د لویې پکتیا بچیانو دهمت تورې پړکولې نن ورسره جوړه قلم هم خوځوي، چې دا په حقیقت که هراستعمارګرته هره لحظه مرګ دی.
هیله من یم، څو زموږ ټول وروڼه قومونه په تېره بیا اتل پکتیاوال د ګران افغانستان دآزادۍ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي ترڅو رښتینې آزادي په رښتیني ډول سره ونمانځو.
له ښاغلي نجیب الله ځدراڼ ببرک زي څخه دزړه له تله مننه کوم، چې خوږه لیکنه یې خپرولو ته برابره کړې ده بیا هم مننه.
محمدامین بسمل