خبره بیا پُل پرانۍ ته ورسېده

جاوید علي خېل
په جګړه کې د متخاصمو لوریو د ځواک او جګړه ایز موقف د اندازه ګیرۍ لپاره بیلابیل شاخصونه شته،چې له دې جملې یو شاخص د کوم لوري له اړخه په ځان پسې د پُلونو ړنګول او د لارو او تنګیو بندول دي.
نظامي پوهان وایي دا د مغلوبیدونکي اړخ تر ټولو وروستۍ حربه یا ها دچا خبره د پروتې لغتې دي، کله چې کوم اړخ په جګړه کې تعرضي ابتکار له لاسه ورکوي او دفاعي حالات اختیاروي له همدې ځایه د تیښتې او ډګر بایللو ماجرا پیلیږي،له دفاعي حالت وروسته مغلوبیدونکی لوری په شاتګ پیل کوي،مګر خپل شاتګ ته د تاکتیکي عقب نشینۍ نوم ورکوي ترڅو یې خپل شرم ته د خټې پوزه موندلې وي،دغه مهال تښتیدونکی لوری ټول وس کوي ترڅو په یوه شکل پونده وخري او د مقاومت مورچل ټینګ کړي، خپل ټول وس کاروي، خپل وروستی زور، وسلې او افرادي قوت رامیدان ته کوي،مګر کله چې له دې سره سره بیا هم دمقابل جانب د مارش او پرمختګ مخه نه شي ډب کولای نو بیا وروستنۍ حربه کاروي هغه حربه چې ظاهرا د مقابل لوري لپاره د یوه خنډ کار ورکوي خو د مغلوب لوري په بشپړ شکست او روحي بایلات دلیل بلل کیږي. دغه وروستنۍ حربه د مغلوب لوري له اړخ په ځان پسې د پلونو ړنګول او د لارو بندول دي، ترڅو د مقابل لوري پرمختګ ټکنی کړي.
په ځان پسې پُل ړنګول دا معنی لکه څوک چې دښمن ته وایي نور مې له پله آخو سیمې نه توبه ده، بیا نه درځم خو له پُله دې خوا مې یوه شیبه آرام پریږده.په اویایمو کلونو کې چې طالبان راپورته شول او دهیواد په جنوب، لویدیځ او ختیځ کې یې د بریښنا په مزله پوځي مارشونه وکړل، د افغانستان د داخلي جګړو مشهور لوبغاړی احمدشاه مسعود یې له سختې وارخطایۍ سره مخامخ کړ. نوموړي چې د کابل په شاوخوا کې له طالبانو سره د جګړې زور ولید نو په دې فکر کې شو چې د طالبانو دمخې ډب کولو لپاره باید په غیرمعمولو لارو غور وکړي. په وروستي ځل چې طالبان د سروبي له اړخه په کابل ورمات شول، احمدشاه مسعود خپل د لومړي خط قومندان جنرال فهیم ته امر وکړ چې د پُلونو دنړولو له تاکتیک څخه کار واخلي، د کابل د جګړې یوه برخوال راته وویل د سروبی له اړخه چې په ماهیپر ختلو د مسعود کسانو تر ګڼو پلونو او د ماهیپر تر تونلونو لاندې ماینونه ځای په ځای کړي او په ټایمر او ثانیه سوز باندې انفجار ته اماده کړي و، دوی له تيښتې لږ وړاندې د پُلونو د انفجار پلتو ته اورونه ورکړي و خو د طالبانو ورتګ دومره سریع و چې دغه بلیدونکي پلتې یې له هغه مخکې خاموشه کړې چې تر ماینونو اور ورسیږي. په دې ډول د ماهیپر تونلونه، پلونه او لویه لاره له یوه ستر تخریب څخه بچ پاته شول.
مسعود وروسته همدغه د کمزورۍ او بي ننګۍ اقدام په شمالي او تخار کې هم بیا بیا ترسره کړ، په لومړي ځل چې کله طالبانود پنجشیر په سوړه ننه یوست په داسې حال کې چې نورو ملګرو یې د انجمن له غاښي بدخشان ته په اوښتو فکر کاوو مسعود څو روسي ماینونه راو اخیستل او دپنجشیر په خوله کې ددالان سنګ تنګی یې په خپله منفجر او د پنجشیر خوله یې په ځان پسې وتړله. مسعود وروسته په شمالي ډنډ او تخار کې د بنګي د لوی پله په شمول دومره پلونه والوزول چې په پُل پران مشهور شو.د مسعود د مشورې په اساس محقق او عطانور د مزار د سقوط نه وروسته دتاشقرغان تنګی هم منفجر او د افغانستان حلقوي سړک یې بند کړ، تردې چې د طالبانو لوی درستیز ملا فاضل اخند مجبور شو د یرګنک د دښتې له لارې بغلان ته واوړي او بیا د بغلان له اړخه ایبک او تاشقرغان تصفیه کړي.
دا څو ورځې په کندز کې طالبانو یو ځل بیا پوځي تعرضونه پیل کړي، په قلعه زال، خان اباد او ګڼو نورو سیمو کې یي د دولتي عسکرو او اربکیانو پوستې له مخې ټولې کړي دي،حکومتي چارواکو هڅه کړې چې د طالبانو د پرمختګ مخه ډب کړي مګر هر ځل یې جګړې ته ورغلي عسکر تر پخوا په زیات سرعت په شا راتښتیدلي دي. کندز ښار ته راتښتیدلو عسکرو وړمه ورځ له رسنیو سره په خبرو کې عبدالله او اشرف غني ته د ښکنځلو تر څنګ دا خبره هم وکړه چې د تیر کال د میزان د شپږمې یعنې دکندز د سقوط حادثه بیا تکراریدونکې ده ځکه د طالبانو د مارش په وړاندې د حکومتي قواوو ټول کمربندونه د شګو بندونه ثابت شوي دي.
وړمه ورځ په کندز کې هنګامه وه چې طالبان له امام صاحب ، ارچي او قلعه زال څخه ځواکونه راغونډوي اونیت یې د کندز مرکز تر کنټرول لاندې راولي،دا چې د طالبانو د بریدونو په مقابل کې دولتي قواوو بل پلان او تاکتیک په لاس کې نه درلود تیره شپه د دولت لخوا د بندر شیرخان په لاره د الچین لوی پُل په یوه قوي انفجار سره ویجاړ او له منځه یووړل شو.
ددې پله په نړیدلو سره له دریو ولسوالیو امام صاحب، ارچي او قلعه زال سره د کندز د مرکز لار قطع شوه، ظاهرا د طالبانو د سریع پرمختګ مخه ډب شوه،مګر حکومت هم دا ثابته کړه چې نور د جګړې او مقاومت شیمه نه ده ورپاتې، ځکه په ځان پسې د پله نړول د مغلوب لوري د تر ټولو بدحالت ګواهي ورکوي.
معلومه نه ده چې د الچین د پله نړول به حکومتي لوري ته کومه لنډمهاله ګټه ورسوي او کنه، ځکه طالبان په خان اباد، چاردره او علي اباد کې ډیر ځواکونه لري او له بدیلو لارو استفاده کولای شي. مګر په اوږده موده کې د حکومتي لوري جګړه ایز مورال به تر ژور اغیز لاندې راولي.
د الچین پُله له نړولو وروسته به هر دولتي عسکر دا فکر کوي چې نور په موږ کې د جنګ ځواک او مورال نشته دی، یوازې همدا سیند دی چې موږ یې ژغورلي یو، نوځکه به یې بیا کله هم پښې ټینګي نه شي، بالمقابل به هر طالب فکر کوي چې دښمن مو بشپړ ځبل شوی دی په خپله دمقاومت توان او میړانه نلري یوازې دا طبعي موانع لکه د پله ویجاړیدل دي چې زموږ پرمختګ یي ځنډولی دی. په دې ډول به دغه حکومتي تاکتیک د طالبانو لپاره ستراتيژیک بری په ارمغان راوړي.