
محمدانور(آڅړ)
۴/۴/۱۳۹۵،ل،ل
«فرسیدن عیب نیست، نه داستن عیب است» په نړۍ کې، عقل کل نه شته یوازې پېغمبر(ع) د عقل کل خاوند ؤ، نو کله چې عادي خلک عقل کل نه شي کیدلې، باید مشوره او پوښتنه وکړي، ځکه چې په مشوره کې لوی خیر دی، خو له بده مرغه چې زموږ په ولسمشراشرف غني کې دا ډول خصوصیات نه لیدل کیږي. هغه مهال چې ولسمشر، خبر شو چې د نړۍ له دویمې درجې، مفکرینو څخه دی، نو ځان د کامل عقل څښتن ورته ښکاره شو، له ځان سره یې وویل: زه چې په نړۍ کې دویمه درجه مفکر یم، نو په افغانستان کې خو خامخا لومړۍ درجه مفکر یم، بس زه یم بل څوک نه شته، د دا ډول مفکورې له امله، ولسمشر د انتخاباتو له راپه دېخوا ډول، ډول تېروتنې وکړې، چې د هرې تېروتنې یادونه په دې ځای کې مناسبه نه ده او یوازې د دغه لوی مفکر پر پرونۍ نافکره، پریکړه باندې خبرې کوو، د هزاره ګانو وروڼو په ډله ییزه وژنه باندې، په رښتیا سره چې د ټول هیواد وګړي خواشني دي، خدای دې د شهیدانو پاتې کسانو ته صبر ورکړي.
زموږ مفکر ولسمشر د دهمزنګ د فاجعې په تړاو سرچپه اجرأت ترسره کړل، د دې پر ځای چې د پېښې عاملین، چې د لاریون مشران او ښکاره کسان دې توقیف کړي، پر نورو حیرانوونکو کړنو باندې یې، د دې لپاره چې هزاره ګان راضي وساتي، پېل وکړ، ولسمشراشرف غني، یوه ورځ ملي ماتم اعلام کړ، چې د ولسمشر دا کار تر اوسه پورې، په هیواد کې یوه نوي مفکوره ده ځکه چې د همدا ډول بې ګناه شهیدانو په تړاو یې هېڅ کله ملي ماتم نه دی اعلام کړی.
دوهم دا چې، لوی مفکر یوه بله داسې لویه مفکوره پلي کړه، چې د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري، زه چې اوس د دې مقالې پر لیکلو باندې لګیا یم هېڅ باور مې نه کیږي چې دا ډول پریکړه به رښتیا وي، داسې چې، په دهمزنګ کې، د نائب سالار عبدالوکیل خان نورستاني د یادساتنې څلي (منار) نوم یې، د هزاره ګانو د شهیدانو د چوک پر نوم بدل کړ(!)، موږ چې هرڅومره څېړنې، پلټنې او پوښتنې وکړې، هېڅ ډول حقوقي، قانوني سند او دلایل مو پیدا نه کړل، چې د ولسمشر دا عمل توجیه شي، موږ دومره معلومات لرو چې، یوازې وسله وال مخالف ترهګر بانډونه او ګروپونه د خپلو مخالفینو د تاریخي او فرهنګي څلیو او ودانیو نومونه له منځه وړي، لومړی څلي او ودانۍ ورانه وي او بیا د بل څه نوم ورباندې ږدي او یا یې همداسې پرېږدي، زه له ولسمشر او د ده له مشاورینو څخه پوښتنه کوم چې د کوم قانون پر بنسټ یې دا شان عمل ترسره کړی دی؟
زه به هغه سړی نر وبولم چې په کابل کې د عبدالعلي مزاري او نورو کسانو څلیو او څلورلارو ته په کږو سترګو وګوري، مګر د هیواد د ولسمشر لخوا د یو ریښتني ملي اتل نائب سالار نورستاني څلی، چې د ده د قهرمانیو په یاد او د ده په نوم باندې جوړ شوی دی، د بل چا نوم پرې کېښودل کیږي، ډېره د شرم خبره ده، چې د یو نړیوال مفکر لخوا دا ډول شرموونکی عمل ترسره کیږي، زه له ښاغلي ولسمشر څخه په ټینکه سره غواړم چې خپله پریکړه دې بیرته واخلي او ورسره دې له افغان ولس څخه بخښنه وغواړي.
که په دې ځپلي افغانستان کې دا ډول ولسمشران وي، نو هغه خبره ده چې وایي: «اگر این مسجد است و اینملاحال طفلان خراب مې بینم»
عبدالوکیل خان نورستانی په ۱۲۵۴،ل، ل، کې د نورستان د کانتیوا په کلي کې زیږیدلی دی، د امیرعبدالرحمن خان په حکومت کې د شاهي ګارد قطعې په توپچي کې یې دنده تر سره کوله. د امیرحیب الله خان په حکومت کې د کرنیلۍ، یا د کنډک مشرۍ رتبې ته ورسید، په کال ۱۲۹۰، ل، ل، کې غونډ مشر شو. دوه کاله وروسته د کندهار ولایت د قوماندان په توګه وټاکل شو او د کندهار د شورشیانو په غلي کولو کې بریالی و چې له امله یې د صداقت مډال ترلاسه کړ. په کال ۱۲۹۴، کې کابل ته راوغوښتل شو، لومړی د دوهمې لواء د قوماندان په توګه او بیا د کابل ولایت د کوټوالۍ د قوماندان په حیث مقرر شو.
عبدالوکیل خان نورستانی وروسته د امیر حبیب الله خان له مرګ څخه د جنرالۍ رتبې ته ورسید او د کابل د دویمې لواء قوماندان او بیا د اسمارو د سرحدي ځواک د قوماندان په توګه تعین شو.
د افغانستان د استقلال په څلورمه جبهه(د چترال او ارنوۍ) په جګړه کې یې توره وکړه. (افغانستان در مسیرتاریخ،۷۶۰) جنرال نورستانۍ په کال ۱۲۱۹، ل-ل، د کابل د لومړۍ فرقې قوماندن وټاکل شو، ده د امیرامان الله د حکومت په دوران کې د منګلو او ګوډملا پاڅونونو له منځه یوړل، په کال ۱۳۰۴، کې د نائب سالارۍ رتبې ته ورسید او د قطغن او بدخشان د قوماندان په توګه مقرر شو.
نائب سالار نورستانی د نادرشاه په حکومت کې د خپلې رتبې په لرلو سره د شمالي(پروان) د امنیت د ټینګولو په خاطر د کابل د دویمې قول اردو د قوماندان په حیث مقرر شو، نوموړی د سرطان په میاشت، د ۱۳۰۹، کال کې د یو کنډک عسکرو سره د کوهدامن سیمې ته ولاړ او د اسد میاشتې په څلورمه نیټه د دندې د ترسره کولو په وخت کې د یاغیانو لخوا په شهادت ورسېد.
د نائب سالار جنازه یې له سرای خواجه څخه کابل ته راوړه او د مرنجان(دشیهدانو غونډۍ) کې په درناوي سره خاورو ته وسپارل شوه او د ده د لویو او ښو خدمتونو د درناوي له امله د دهمزنګ په څلورلاري کې شپږمخی یادګاري څلی جوړ شو.
﴿ إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾