

د بې ګناه انسانانو وژل که د هرچا لخوا په هرځای کې وي، موږ یې د پخوا په ډول یوځل بیا په کلکه غندنه
کوو.
په دهمزنګ کې په بې وسلې لاریون کوونکو،چې د نارینه وو سربیره پکې ښځې او ماشومان هم وو،حمله او د هغوی وژل او د مذاهبو او قومونو ترمنځ تفرقه اچول په سختو ټکو غندو.
داچې د لاریون کوونکو د سیاسي کړیو هر هدف وو،له هغه سره په دی موضوع کې تړاو ورکول او بیا په ټولیز ډول پرې برید کول، په هیڅ ډول نشي مواجه کیدای.
داچې په تیرو ۱۵ کلونو کې تر ډیره پښتون د هزاره او تاجک ورور د بهرنیو پوځیانو او بهرنیو کړیو لخوا تر برید لاندي وو،همدا ډول زموږ ځینې تاجک وروڼه هم په دي اور کې وسوځیدل، نن دادی بالاخره ددغه اور لمن هزاره وروڼو ته هم ورسیدله.
تر څو چې بهرني پوځیان او بهرنۍ لاسوهنې په هیواد کې شتون ولري، موږ به یو په بل پسې وژل کیږو،هغوی ته پښتون، هزاره او تاجک برتري نه لري، یواځي د محدود وخت لپاره له یادو قومونو څخه د خپلو ګټو لپاره په بېلابېلو نیرنګونو کار اخلي.
بهرنۍ کړۍ غواړي په هیواد کې هر هغه څوک چې ددوی ګټو ته لږ هم زیان ورڅخه رسیږي په نښه یې کړي. په دهمزنګ کې له برید څخه ممکن دوه موخې به وي، یو داچې د ایران لپاره سور څراغ وي چې په دغسي مسایلو کې چې د امریکا د خوښې خلاف وي،له پوره احتیاط څخه کار واخلي، بله موخه به داوي چې یوه بله نوي ډله په کابل او د افغانستان په سېمو کې قوې معرفي شي.
په تیرو ۱۵ کلونو کې موږ د داسي برید شاهدان نه یو، چې د لاریون کوونکو په منځ کې دي په دي ډول برید شوی وي، کله چې د ښځو، ماشومانو او بې وسلو خلکو په منځ کې برید کیږي،عواقب نه سنجول کیږي، ویره په کار ده چې کورنۍ، قومي، مذهبي او ژبنیو جګړو او تعصباتو ته په لوی لاس په کور دننه او دباندي لمن وهل کیږي.
زه په ټولو قومونو ږغ کوم چې د هیواد د خوندي ساتلو لپاره یو بل ته لاس ورکړي، همدا ډول په اهل تسنن او اهل تشیع ږغ کوم چې د بهرنیانو شومو اهدافو ته متوجه وي، تر څو د مذهبي جګړو څخه مخنیوی شوی وي.
هغوی چې لا هم د مجاهد کارډ کاروي او د مجاهد په نوم په هیواد کې له دولت او ځینو وختونو کې له ښکیلو جهتونو څخه امتیازات ترلاسه کوي،هغوی دي پوه شي چې د دوی د ورکولو او له منځه وړلو پلان هم په لاره اچول شوی.
که افغانان په خپلو کې سره جوړ نه شي، د جګړې پرځای سوله غوره نه کړي، یو بل ته انعطاف ونه کړي، همدا ډول به په بېلابېلو وختونو کې د هر قوم او مذهب خلک په نښه کیږي او څوک به يې پوښتنه ځکه نشي کولای چې پړه به یې طالب، دولت او بهرنیان په غاړه نه اخلي.
الله ج دي افغان ولس له بدبختیو او د امریکا لخوا له تپل شوو جګړو څخه خلاص کړي،په ديهیله چې زموږ پښتون، تاجک، هزاره، ازبک او د نورو قومونو رښتونياستازي د بهرنیو کړیو شومو اهدافو او موخو ته متوجه شي او د افغانانو د یووالي او سولې له پاره کار وکړي.
د ملي شورا، ازادو او خپلواکو ټولنو،د ولس رښتوني استازو او ځوانانو څځه امید دی چې په لاریون کوونکو د برید جدي څیړنه او پلټنه له دولت او ښکیلو لورو څځه وغواړي.
ځکه د اسلامي ګوندونو په تګلارو کې داسي ګوند چې له یوې مخې تش لاس سړي، ښځي او ماشومان په نښه کړي، او د هغوی د وژلو پریکړه وکړي، موږ یې مثال په اسلامي نړۍ کې نه دی لیدلی.
زه بیا هم هیله کوم چې زما هزاره او تاجک ورور د پښتون او پښتون مې د دوی ترڅنګ ودریږي،همدغه ډول پيښې دديپرځای چې موږ سره لیري کړي، کوشش وکړو چې سره نږدې شو.
یو بل تورن نه کړو،یو بل ته ترهګر او تروریسټ ونه وایو، د یو او بل مرګ ته خوشاله نشو، د بهرنیانو له منګلو ځانونه خلاص، له عناد، کیني، بغض ،حسد او غچ اخیستلو څخه مخ واړوو،که داکار وکړو،نو موږ ټول یو افغان او یو ملت یو، بیا به د دغسي بدو پېښو او د نورو د ګټو قرباني نه یو.