د ترکیې لومړی وزیر یو ځل بیا د امریکا څخه فتح الله ګولن وغوښت

د ترکیې لومړی وزیر: بن علي یلدرم
د ترکیې لومړی وزیر: بن علي یلدرم

نن یو ځل بیا د ترکیې لومړي وزیر بن علي یلدرم د امریکا څخه غوښتي چې په امریکا کې میشت د ترکی حکومت مخالف فتح الله ګولن دي ورته وسپاري.

د ترکیې چارواکي پر فتح الله ګولن باندي تور پوري کوې چې هغه په ناکامه کودتا کې لاس لري، خو نوموړي دغه تورونه رد کړي او د کودتا تر ناکامي وروسته یې هغه په کلکو ټکو غندلې.

د ترکیې په ناکامي کودتا کې د وروستیو شمېرو سره سم تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر دولس سوه زیات نور ټپيان شوي دي.

لومړي وزیر وویل: مونږ به ډیر مایوسه سو، که چیري زمونږ دوستان (امریکایان) زمونږ څخه په داسي وخت کې دلیل وغواړي، کله چې د قتل یو منظمه ټولۍ د فتح الله ګولن غوندي کسانو په اشاره غواړي زمونږ په هیواد کې پر مدني حکومت کودتا وکړي.

نوموړي وړاندي وویل: « که داسي وي نو مونږ د امریکایانو سره پر خپل دوستي باندي شک کولای سو ».

فتح الله ګولن په ناکامي کودتا کې د لاس لرلو څخه انکار کړی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن ورځ په بروکسل کې یو ځل بیا وویل چې ترکیه باید د ګولن پر ښکېلتا پرېکنده دلایل وړاندي کړي.

تیره ورځ هم د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردوګان چې په استنبول کې يې لسګونه زره ترکانو ته وینا کوله، په امریکا غږ وکړ چې د کودتا اصلي طراح فتح الله ګولن تبعید کړي: « زه له دې ځایه په امریکا غږ کوم، زه په ښاغلي ولسمشر (اوباما) غږ کوم، متحده ایالاتو، تاسو باید دغه کس تبعید کړئ».

اردوګان وویل چې هغه د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته په کراتو مراتو ویلي چې ګولن د ترکيې امنیت ته ګواښ جوړ کړی او دوی یې باید له خپل هېواده وباسي.

فتح الله ګولن د چا په اړه چې ویل کیږي چې په ترکیه کې د پرونۍ ناکامې کودتا تر شا یې لاس دی.

«ښاغلي ولسمشره، ما په خپله تاسو ته وویل چې تاسو دغه کس چې د پینسیلوانیا په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې اوسیږي، یا خو يې له خپل هېواده وباسئ یا یې موږ ته وسپارئ».

اردوګان زیاته کړه: «ما تاسو ته وویل چې هغه د کودتا دسیسې جوړوي، خو زما غږ وانه وریدل شو. اوس تر کودتا وروسته زه بیا وایم، دغه کس چې په پینسیلوانیا کې اوسیږي ترکیې ته وسپارئ».