د روسيې فضايي اتومي موتور امريکا په اندېښنه کې کړې ده

روسيې پټيلې، چې د فضايي توغنديو لپاره داسې اتومي موتورونه جوړ کړي، چې د خپل ډول بيساري دي.
د روسي خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې، روسيې د خپل دغه پلان د پلي کولو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي او نه يوازې امريکا په اندېښنه کې ده، بلکې په ټوليزه توګه ۲۵ هېوادونو له ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې روسيې له دې چار نه منصرفه کړي.
د رېپوټونو له مخې، امريکا، فرانسه، جرمني، جاپان، اسټراليا، برازيل، ايټاليا او یو شمېر نور هېوادونو ياده غوښتنه کړې.
کارپوهان وايي، چې د روسيې دغه ټکنالوجي په نړۍ کې يوازينې او بيساري ده. پخپله روسيې نړيوالو ته ډاډ ورکړی، چې په دغه ټکنالوجي کې ټول هغه قوانين او تړونونه په پام کې نيول شوي، چې دوی ورته ژمن دي.
روسيه د فضايي توغنديو د موتورونو په جوړولو کې ډيره پرمختللې ده، چې نه يوازې چين بلکې امریکا هم د ار. ډي ۸۰ روسي موتورونو له پيريدونکو څخه ده.