دنښترویبلاګ یادونـــه:
دنښترویبلاګ اداره په زلمي لیکوال ښاغلي نړیوال ویاړي، چې دتنکي زلمیتوب په تنکیو څپو کې توفاني انګېرنې او خبرداری ورکوي ځکه خو باید افغان اولس علم ته مخه کړي.
ژوندي او پیاوړي دې وي افغان استعدادونه
لیکوال: سلیمي نړیوال
د امريکا له مرستو نه د اوږدي جګړي بوي راځي!
تیره ورځ امریکا له افغان دولت سره د وارسا په غونډه کې دا ژمنه وکړه؛ چې دوی به د افغان سرتیرو سره تر ۲۰۲۰ کال پوري مالي مرسته کوي. ددې مطلب دا شو: دوي دا پلان لري چې تر ۲۰۲۰ کال پوري خو جګړه په افغانستان کې یقیني ده. او نور هم لا معلومه نده چې دوی غواړي تر څه وخته په افغانستان کې دا جګړه روانه وي. او د دوی نوی ولسمشر به څه پلان ولري؟
نوره به په افغانستان کې جګړه څومره وغځوي؟
او دوی به تر څه وخته دي له وحشته ډک مدیریت ته دوام وکړي؟
امریکا مو په هېواد کې ډیر شوم اهداف عملي کول غواړي؛ د دوی اصلي هدف همدا دی، چې لومړی مو په جګړه کې ښکېل کړي او دا لږ اتفاق مو هم له منځه یوسي، بیا وروسته هغه شوم او ناولي اهداف راباندې عملي کړي.
ددې جګړي او مرستو نه دوی تر ننه ډیرې لوې ګټي اخیستي دي، نور هم غواړي ددې جګړي نه ګټه واخلي. غواړي اسلامیت مو له منځه یوسي. دا اسلامي عقیدي مو خرابي کړي، کله چې د اسلام نه مو وباسي اوهسې په نوم مسلمانان پاتې شو بس دا د دوی لوي هدف دی. نوبیا هغه وخت به دوی په افغان خاوره کې خپل پوځي ماموریت هم پای ته ورسوي. بیا به مو د خپل منځیو جګړو د حل لپاره د تلویزیون په پرده باند د ویاندویانو په واسطه د خواشني پیغامونه راکوي. هغه وخت به بیا د حل لاري راښيي. د دوی لدي چټلو مرستو او نامعلومو خبرو نه دا له ورایه ښکاري چې دوی نه غواړي په د افغانستان کې سوله راشي. غواړي تل مو په جګړه کې همداسي ښکېل وساتي او بیا مو برخي سره تقسیم کړي. دوی مونږ خپل اختیار او واک ته نه پریږدي، دوی مو که په رئیس جمهور باندې خپلو اهدافو ته ونه رسیږي، د حکومت له نورو لوړ پوړو چارواکو نه مو ګټه اخلي؛ غواړي له مونږ سره دوه مخی سیاست وکړي لکه تر ننه یې چې راسره کړی دی. د دوی لوی ارمان او هدف دا دی، چې په اسلامي ټولنو کې تفرقه او بي اتفاقي رامنځه کړي. او غواړي مونږ تهدابي خراب کړي. په اسلامي عقایدو کې مو داسي اختلافونه رامنځته کړي. او اسلامي ټولني تل په جګړه کې ښکیلي وساتي، تل مو متفرق وساتي او هغه وخت دوی خپلو شومو اهدافو ته رسیږي.
پاکستان یې زمونږ د خلکو لپاره د اصلي دوښمن په توګه معرفي کړی دی. ځکه چې یو اسلامي هېواد دی، هر څه که په پاکستان کې پیښیږي؛ اوهرتاوان چې نړۍ ته له پاکستانه وررسیږي نو دا ټول ددي ناولي غرب کارونه او پلانونه دي. دوی غواړي په هر ډول او هرقیمت چې کیږي؛ دوه اسلامي هېوادونه سره په جګړه کې ښکېل کړي. د دوی
دا هدف دی چې کور په کور مو سره دوښمنان کړي. ای د افغانستان غیور ملته!
که غواړئ د غرب ددې ناولو هدفونو مانع وګرځئ او دوی همداسي ذلیله پاتې شي؛ نو هیله کوم یو بل ته قدر ورکړئ؛ یو بل ومنئ، مشر ته مو احترام وکړئ، مشر مو معلوم کړئ، کلک ملاټر یې وکړئ او متحد شي اي زما مسلمانو وروڼو هیله کوم یو د بل په څنګ کې ودریږئ او متحد شئ. چې غرب درباندي هيڅ کله هم بریالی نه شي. او ددې حالت نه د وتلو لار دا ده:
چې تعلیم ته مخه کړو، او دوی ته په خپل قلم باندې ماتې ورکړو، د خپل قلم په زور باندي یې مات کړو او ضعیفه یې کړو لدې حالت نه د وتلو یواځني همدا دوه لاري دي.